ایګور اولینیکوف؛ له مالیې پر تېښتې تورن میلیاردر

 
په ډېری متلونو کې ستر هڅوونکی پيغام پروت وي، خو یو شمېر داسې دي چې د هڅونې پر ځای د خلکو د پرمختګ مخه نیسي. پښتانه وايي چې مور یې نه وي ګټیالۍ زوی یې نه فتح خان کېږي. حقیقت داسې نه دی. تجربو ثابته کړې چې د خورا غریبو خلکو اولادونه هم د شتمنېدو او پرمختګ فرصت لري. یوازې په همیانۍ ورځپاڼه کې مو ګڼ داسې میلیاردران معرفي کړي چې په غریبو کورنیو کې زېږېدلي دي. دوی د څرګندو موخو د ټاکلو او ارادې پر مټ له لږو امکاناتو ډېره ګټه پورته کړې او ښه ژوندونه یې جوړ کړي دي. 
روسي الاصله ایګور اولینیکوف یو له داسې کسانو دی. نوموړی په ۱۹۴۲ زېږدیز کال د دویمې نړیوالې پر مهال د روسیې په پلازمېنه مسکو کې زېږېدلی. کورنۍ یې د جګړې له کبله له روسیې ایران ته کډواله شوه. ايګور په ایران کې د انګریزې ژبې د زده کړې کورس پیل کړ. 
دی د ۱۵ کلونو و چې له ایرانه د امریکا نیویارک ایالت ته ګډوال شول. ایګور وايي نیویارک ته د رسېدو پر مهال یې کورنۍ یوازې ۸۰۰ ډالره پانګه او څلور بکسونه درلودل. 
پلار یې سره له دې چې انجنیر و، خو د مشکلاتو له کبله یې سرایداري کوله او مور یې د خدمې په توګه دنده ترسره کوله.
ده د سویلي کلفورنیا په پوهنتون کې د مالیاتو او ریاضي په برخه کې زده کړې وکړې. وروسته یې د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري هم ترلاسه کړه. په ۱۹۷۳ کال کې یې د املاکو او جایدادونو یوه کمپنۍ جوړه کړه. دغه کمپنۍ اوسمهال ۸ میلیونه فوټ مربع سوداګریز جایدادونه او په کلفورنیا، لاس وېګاس، فلوریډا او نېواډا کې ۱۱ زره د استوګنې کورونه لري. 
تېر کال یې هم د یوه سوداګریز مرکز او پارک پر جوړولو ۱۳۵ میلیونه ډالره پانګونه وکړه. 
دی یو له هغو میلیاردرانو دی چې له مالیې پر تېښتې تورن دي. نوموړی د اولن په نوم د خپلې کمپنۍ له مالکیت څخه منکر و، خو وروسته څېړنو ثابته کړه چې نه یوازې اولن بلکې یوه د « Sovereign Bancorp» په نوم یوه بله کمپنۍ هم د ده ده. 
له ماليې د تښتې په اړه فوربس مجلې په څېړنیز راپور کې نوموړی داسې میلیاردر بللی و چې جیبونه یې خالي دي یا په بله اصلاح تش پاڼی دی. یعنې ده میلیاردونه ډالر درلودل خو له مالیې د ځان خلاصولو لپاره یې ځان بې وزله معرفي کاوه.
په ۲۰۰۷ کال کې نوموړی په اروپا کې د ۱۳۵ میلیونه ډالرو د زېرمه کولو له کبله پر ۵۲ میلیونه ډالره جریمه او دوه کاله تعلقي بند بانې محکوم شوی و. ده له دې پېښې وروسته د یو اېس بي بانک تورن کړ چې د پانګې د مدیریت په برخه کې یې ناغېړي کړې خو دغه دوسیه په ۲۰۱۲ کال کې بنده شوه. 
د فوربس مجلې شمېرې ښيي چې نوموړی اوسمهال دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۸۱ ام او په متحده ایالتو کې ۱۶۴ ام ځای لري. 
ده واده کړی یو زوی او یوه لور یې درلودل، خو زوی یې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی.
نوموړی اوسمهال په فلوریډا کې ژوند کوي.
 ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.