څنګه ستراتیژیک فکر وکړو؟!

 
ستراتیژیک فکر د تفکر یوځانګړی ډول دی، چې خپلې خاصې ځانګړنې لري. 
دا ډول فکر، چې په پراخ لید او بصیرت متکي دی، په پېچلو شرایطو کې د بازار پر واقعیتونو او قواعدو د پوهېدو په برخه کې ډېره مرسته کوي. ستراتیژیک فکر بدلونونه ژر تشخیص کوي او نوې حل لارې پیدا کوي. 
ډېر خلک او مدیران د خپلو واقعي او ضروري اړتیاوو ترڅنګ، د کاذبو اړتیاوو پر لور تمایل کوي. هره اختراع، نوښت او خلاقیت د یوې رښتینې اړتیا د پېژندنې او تشخیص په رڼا کې رامنځته کیږي. ستراتیژیک تفکر تر اختراع او ایجاد مخکې پر اړتیا فکر کوي. که روښانه ووایو، لومړی پر بازار او مشتریانو فکر کوي او د هغوی د اړتیاوو د تشخیص په رڼا کې تولید او مال وړاندې کوي.
په ستراتیژيک تفکر کې د تګلارو بنسټ دادی، چې وپوهیږو دمګړۍ په کوم ځای کې یو او غواړو کوم ځای ته ورسیږو؟ د شته شرایطو ښه درک کول او مطلوب ځای ته د رسېدو لپاره د مسیر، ستونزو او خنډونو پېژندل له انسان سره د هدف او نتایجو په حصول کې مرسته کوي.
له پخوانیو زمانو دا اورو، چې د ستونزې پېژندل، د ستونزې د حل په برخه کې اویا په سلو کې مرسته کوي. هره مسئله او ستونزه یو علت لري او د علت پېژندل د حل لارې روښانه تصویر ور کوي. یوه ستونزه کېدای شي د مختلفو او متعددو عواملو له مخې رامنځته شوې وي. په ستراتیژیک تفکر کې د علتونو پېژندل مهم دي، خو تر دې لا مهم د علتونو خپلمنځي اغېزې او یو تربله اړیکې دي. 
په ستراتیژیک فکر کولو کې د ستونزو د حل لپاره د ستراتیژیو اجرایي امکانات په پام کې نیول کیږي. ډیر ځله کېدای شي د یوې ستونزې حل له ذهني اړخه شوني وي، خو په عمل کې به دا ډول نه وي. په یوازې سر د یوې مغازې چلول او مارکیټنګ دواړه به یې په ذهني لحاظ ممکن ګڼل کیږي، خو په عمل کې به دا کار ستونزمن وي. ( ژباړه)
 دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.