
خوش باوري:
یو وخت مې فکر کاوه چې ډېر ملګري لرم، خو وروسته پوه شوم چې دا ریښتیا ده چې یو وخت مې دوی ملګري وو، مګر اوس چې فکر پرې کوم زه د دوی ملګری نه وم...
د سختیو مقابله:
پلار زوی ته وویل ته يې راته ولیکه چې له ذهن نه مې ونه وځي؛ اوړه، غوړي، بخارۍ، لرګي، چای، بوره... څه شېبه وروسته چوپتیا خپره شوه، زوی خپله د رسمونو کتابچه کتله او پلار په سوچ کې ډوب وو، زوی پوښتنه وکړه: ابا! په هغو حیواناتو کې چې تا لیدلي کوم دې ډیر خوښيږي؟ پلار په آرامه ځواب ورکړ: کیشپ...
درد:
د شپې ناوخته د ګاونډي له کور نه چې همیشه دلته یواځې اوسیده، آواز راته چې په غوسه ناک غږ یې ویل: چوپ ته نشې کولای چې زما اوښکې وبهوې، زه وویریدم ورمنډه مې کړه له هغې کړکۍ چې وخت ناوخت به مې ورسره خبرې کولې ور وکتل، هغه د پخلي پر مهال دوه غبرګې ګوتې په چاړه پرې کړې وې مخامخ یې ورته کتل او ویل يې: چوپ تاسې مې اوښکې نشئ بهولای...
لیکوالي:
په کومه ورځ چې یو څه ولیکم، چې ویده کیږم داسې احساس کوم لکه یواځې همدا ورځ مې چې بې ځایه نه وي مصرف شوې او یو څه مې پکې کړي وي...