د تېلو بادشاهان (۵۷ برخه)

 
شاه ماته درواغ وویل
د ۱۹۷۵ کال په اوړي او مني کې په تهران کې د  ډیپلوماټانو په منځ کې داسې اوازه خپره شوه چې د شاه روغتیا ښه نه ده او له ناروغۍ څخه کړیږي. د ۱۹۷۵ کال د سپټمبر په ۲۳ نېټه، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په لومړي مخ کې په دې عنوان یو لنډ رپوټ خپور شو چې « د شاه سلاکارانو د هغه ناروغي رد کړه.»  د ورځپاڼې خبریال خپلو لوستونکو ته دا معلومات ورکړل چې د شاه ویاند تېره ورځ په یوه مرکه کې په تهران کې هغه اوازې رد کړې چې د بهرنیو ډیپلوماټانو په منځ خپرې شوې چې د شاه  ډنګروالي او خسته ښکارېدل د دې لپاره دی چې هغه له یو ډول خطرناکې او ځورونکې ناروغۍ څخه کړیږي. بې له شکه چې ویاند  د دربار وزیر اسد علم و چې په دغه ډول خبرو کې ډېر ماهر و او په اسانه یې کولی شو چې هر څه ښه وښيي او خبره بلخوا بوځي. هغه د اعتراض په ډول وویل چې  «هېڅوک هم په دغه ډول ناروغ حالت کې چې تاسو فکر کوی کار نه شي کولی او نه شي کولی د نړۍ بېلا بېلو برخو ته سفر وکړي لکه چې هغه یې تر سره کوي.» هغه وویل چې شاه ځکه خپل یوه اندازه وزن له لاسه ورکړی چې ۱۲ ساعته کار کوي « تر اندازې زیات کار او خسته ګي د دې لامل شوې چې هغه یو څه ډنګر شي.» شاه په خپله هم د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغه ګڼه ولوسته.
دا داسې  وخت و چې دقیق تاریخ یې نه و معلوم ـــ سفیر ریچارډ هلمز د خپل سفارت لوړ پوړي چارواکي  په یوه خورا نوي خبر حیران کړل. هغه وویل:« شاه د فرانسوي ډاکټرانو له خوا وکتل شو.» هلمز دارنګه دوی ته وویل چې شاه ده ته لیکلي چې روغ جوړ دی نو دا خبره بیا له کومه شوه. خو څرنګه امکان لري چې هلمز دې د شاه د ډاکټرانو د هویت په اړه پوه شي؟ خو ایا هغه د شاه د سرطاني غدې په اړه هم پوهېده؟ خو چا هغه ته د ۱۹۷۳ کال د نوامبر د میاشتې د هغې مخکینۍ ناستې جزییات ورکړل چې شاه په کې خپله وروستی وصیت  نامه ولوستله؟ د هغه د ژوند پرمهال ریچارډ هلمزپه عامه توګه د شاه د سرطان د ناروغۍ پرضد خوله پټه نیولې وه، خو دغې وروستۍ پېښې هغه ته سخت ټکان ورکړ. هغه په دې پوه شو چې د شاه د ناروغۍ په تشخیص کې د امریکایانو پاتې راتلل، د دوی لپاره ستره استخباراتي ماتې وه. وروسته له دې چې هغه حکومتي ماموریت خوشی کړ، لږ تر لږه هغه له یوه پخواني همکار د ملي امنیت له پخواني سلاکار سکوکرافټ سره په دې اړه د زړه خواله وکړل او د ۱۹۸۰ مو کلونو په نیمايي کې هغه له یوه تاریخ لیکونکي سره په شفاهي مرکه کې د زړه خواله وکړل. د هغه څرګندونې د لومړي ځل لپاره خپرې شوې او د ایران د انقلاب په اړه یې د نویو څرکونو یادونه وکړه. دغې حادثې د پښېمانۍ او شرم ستره منبع را یاده کړه. ښاغلي هلمز د شاه په اړه وویل:«زه پوهیږم چې هغه ماته په دې اړه درواغ وویل.»
  «هغه نېغ په نېغه درواغ نه دي ویلي، شاه راته وویل؛( نه، زه د سرطان ناروغي نه لرم، زه د ویني سرطان نه لرم  او یا ورته نورې خطرناکې ناروغۍ.  ما د نیوزویک په مجله کې په خپله ولوستل چې زه ګواکې د سرطان ناروغي لرم. ایا داسې څوک دې لیدلی چې لکه ما غوندې صحتمند وبرېښي؟ دا اوس ماته وګوره چې څومره روغ برېښم. ) ما ورته وویل چې ښه نو دغه ډول خبرې دي. یوازې او یوازې  شاه خپلې مېرمنې ته په دې اړه پټې خبرې کړې وې او بس. بل هېڅوک د شاه د ناروغۍ په اړه نه پوهېدل او بل هېچا ته هم څه نه وو ویل شوي.
خو په ۱۹۷۵ کال کې ملکې فرح لا هم د خپل خاوند د سرطاني غدې په اړه معلومات نه درلودل. یوه پایله چې موږ یې د هلمز له اعترافاتو درک کولی شو هغه داده که هغه په تهران کې د فرانسوي ډاکټرانو د حضور په اړه پوهېده، نو هنري کیسنجر به هم پوهېده. دا د نه باور کولو خبره ده چې په تهران کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو له وزیر څخه دغه ډول مهمه موضوع پټه ساتلې وي. ایا دا په دې مانا وګڼو چې ریچارډ هلمز د شاه د عزت او درناوي د ساتنې په موخه دا کار تر سره کړی؟ ځواب په حیرانونکي ډول هو دی.
کله چې د فرانسې د ولسمشر جورجز پامپیدو خطرناکه ناروغي تشخیص شوه، د ملي امنیت شورا خبردارئ ورکړ او یوه څېړنه پلان شوه چې د فرانسوي ولسمشر د ناروغۍ او درملنې اغېزې دې د امریکا د متحدو ایالتونو سره پر اړیکو وارزوي. امریکايي ولسمشر نیکسون او د هغه لوړ پوړو چارواکو له پاریس سره د خپلو معاملو په اړه تنظیم ته اړتیا درلوده . د ایران د شاه په مسئله کې د پالیسیو اصلاح تر سره نه شوه، کوم احتمالي پلان ونه کښل شو او نه هم له استخباراتي چینلونو پوښتنه وشوه. ایران ته د پېچلو پرمختللو وسلو ورکولو کې کوم سستوالی یا ځنډ نه و راغلی. پر ایران د اتومي ټیکنالوژۍ د پلورلو پر معاملې خبرې اترې په ډېر خطرناک پړاو کې پر خپل حال پاتې وې. داسې هېڅ ګامونه وانه خیستل شول چې د تبعید شويو شمېر را کم کړي. په لنډ وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو په ایران کې خپلو احمقانه کارونو ته دوام ورکړ. ریچارډ هلمز، دا نا کامي چې ویې نه شو کولی له سي. ای. اې څخه د شاه د فرانسوي ډاکټرانو د څارنې غوښتنه وکړي په پاریس کې د یوه مخکښ طبي انستیتیوت د سرطان د ناروغۍ متخصص د استخباراتي تصور څخه بهر و. هغه کس چې هغه یې له ډېر نژدې په دقیق ډول پېژانده هغه ته اوس په بشپړه توګه دا روښانه شوې وه چې په ځمکه د الله دغه بنده ( د شاهانو شاه) له دې فاني نړۍ څخه په تلو و.