غبار خاطر (وروستۍ برخه)

 
زمانه وه چې د هندوستان لويانو دسلطان محمود او سلطان مسعود په دربار و کې د خپل فن کما لات ښکاره کول او د هندوستان ډولونه او باجي د غزنې په کوڅو کې غږول کيدلی. غالبا به ددغه تغافل او بې پروايې يوه وجه داوی چې د عقليه علومو شوق او اشتغال دی ته کم مهلت ورکړی چې لطيفه فنونو ته پاملرنه وشي او داهم کيدای شي چې د عربو دا وريدو او سماع ذوق د هند له ذوق سره دومره اختلاف درلود چې د يوه غوږونه د بل له اوازو نو سره په مشکل اشنا کيدل . د هندوستان د موسیقۍ په څير د هندوستان له ډرامو څخه هم عرب مصنفين بې خبره پاتې شوی دی ، البيروني د سنسکرت د شاعرې او د عروض د فن يادونه کړی ده خو د تياتر يادونه يې نه ده کړی او حال دادی چې ديوناني ادبياتو په څير د سنسکرت دادبياتو خاص او ممتاز څيز همداتياتر دی.
ديونان له ادبيه فنونو سره هم عربو خپله بې پروايي ښودلې او د يونان له شاعرۍ او ډرامو څخه ډېر کم خبر وو. دوی د “هومر” او “سوفاکليس” له نومونو څخه د ارسطو په مقالو او افلاطون په جمهوريت کې خبر شوی خو له دې زيات يې کوم معلومات نه دی تر لاسه کړی. ابن الرشد چې پخپله شرح کې د “کاميډی) او “تراجدی” کوم تعریف کړی دی له هغه څخه دا اندازه لګی چې له يوناني ډرامې سره دده غوږونه څومره ناآشنا وو، دی کاميډی ته هجواو تراجيدی ته مدح وايي،
داهم ښه معلومه نه ده چې ديونان بلاغت له فن څخه د عربو د بلاغت د فن امامان څومره اغيزمن شوي دي په ظاهره خو هغوی ورته کومه اعتناء نه ده کړې ، دارسطو مقالې خطابی او شاعري عربي ته رانقل شوی دی او ابن الرشد په خپلو شروحو کې هم شامل کړی دی خو عرب امامان نه ور باندې پوه شوی دی او نه د عربي بلاغت سرګر دانيو دومره وخت ورکړی چې ورباندې د پوهيدو هڅه يې کړی وای. ارسطو چې په خپلو دواړو مقالو کې څه ليكلی دی هغه ټول ديوناني خطابت او شاعري پرنمونو باندې مبتنې دی، او عربی دماغ ورسره آشنانه وو. تاسو په د ابن قدامه نقدالشعر ضرور مطالعه کړې وي په څلورمه پيړې کې د بغداد په علمي حلقه کې يې نشو نماء موندلی وه او هغه نسلا رومی وو. دا څوکاله وشول داسکوريال (اسپانيه) په کتابتون کې يو کتاب موندل شوی چې به تحته “نقدل الشعر “ کې درج و خو د مصنف نوم يې توږل شوی وو له ډېر غور نه وروسته داسې ښکاره شوه چې دا بوجعفر ابن قدامه د حروفو په شان معلوميده کله چې په دغه نوم کتاب د نړۍ د کتابتونو په فهرستونو کې ولټول شو نو معلومه شوه چې ددې کتاب کومه بله نسخه نشته . داسکوريال په کتابتون کې زياتره هغه کتابونه دي چې په اولسمه پيړې کې د مراکش د سلطان د دووپيړيو له لوټ کولو څخه د اسپانيا لاس ته ورغلی دی.
څرنګه چې په دغه زمانه کې مسيحي سر ګرمي د اسلامي ذخايرو د تباه او ړنګولو نه سړی شوی وي نو ځکه يې دا کتابونه نه دي ضايع کړي او دا سکوريال به خانقاه کې يې ايښی دی په يقين سره به دانسخه هم په هغهلوټ کې راغلی وي. په وروستيو وختو کې د مصر جامعې ادارې ددې کتاب عکس اخستی دی اود ډاکټر منصور او ډاکټر طه حسين له تصحيح او ترتيب نه وروسته چاپ او خپور شوی دی چې دواړو ورباندې بيلابيلې مقدمې ليكلي دي.
په ظاهره خو په دې کې هيڅ شک نشته چې دارساله به هم د نقد لشعر د مصنف په قلم ليكلی شوی وي. د رسالې د بيان په اسلوب کې په منطقي طريقه بحث او تحليل شوی دی چې په وړاندې يې د بلاغت په فن کې بالکل رواج موندلی.
خو دفن اصول خالص عربي دی او په امثالو او نظايرو کې يې هم د خارج اثرات نه ليدل کيږي . البته د بلاغت د حقيقت په باره کې په بحث کې يې د جاحظ په حواله ديونان او هندوستان ځينې اقوال رانقل کړی دی چې دا ټولو نقل کړی دی. خو عربو چې له يوناني ادبياتو څخه کوم تغافل کړی دار ازتغافل يې د موسیقۍ له فن څخه نه شو کولای ځکه چې په خپله د عربو د موسیقۍ فن څه نه واو څه چې وو هغه يې د ايران د ساسانيانو د موسيقۍ له کنډوالو څخه تر لاسه کړی وو:
 
نوای بار بد مانده است ودستان
 
لکه چې کافي تصريحات شته چې ور څخه معلوميږي چې ديونان د موسیقۍ پر فن په عربي کې کتابونه ليكل شوي دي او درياضي ديوې څانګې په توګه ورسره معامله شوې ده يونانيانو د اسمان دوولسو بر جونو بنيادي تقسيمونه کړي دي او هرراګ يې يو برج ته منسوب کړی دی. عربو هم پر دغه بنياد خپل عمارات پورته کړي. ديونان اوروم د موسیقۍ پهآلاتو کې قانون او ارغنون (ارګن) ډېر رواج درلود ابو نصر فارابي پر قانون باندې يوه مستقله رساله ليكلې ده. داخوان الصفاء‌ مصنفانو هم موسیقۍ ته پاملرنه کړې ده. په سند کې ميشته عرب له هندوستاني موسیقۍ سره ضرور آشنا وو، خو په تاريخ کې د عربي عهد حالات دومره لږ دي چې په يقين سره څوک څه نه شي ويلای خو له شپږمې هجري بيړې نه چې په شمالي هند او د کن کې چې د نوو اسلامي دورونو لړۍ بيل شوې له هغو نه مونږ ته د مسلمانانو د ذوق او اشتغال نتايج او پايلې پهاسانې سره جوتيږي اوس د هندوستان علوم او فنون د مسلمانانو له پاره غير ملکي نه دي بلکه په خپله د دوې د کورنيو په دولت بدل شوی دی نو ممکنه نه وه چې د هندوستان موسیقۍ له ذوق او خوند بې پروا شوی وای، لکه چې په اومه پيړۍ کې د امير خسرو پهشان د فن مجتهد پيدا کيدل ددغه حقيقت د حال واضح ثبوت دی، له دې څخه ثابتيږی چې اوس هندوستانې موسیقۍ دمسلمانانو موسيقی ده . اوفارسی موسیقۍ غير ملکې موسیقۍ ګڼل کيږي، سازکري ، ايمن اوخيال خو دامير خسرو هغه مجتهدا نه اختراعات دي چې تر څو پوري دهندوستان نغمی او اوازونه وی دنيا دهغو نوم نه شی هيرولي ، مثنوی په قران السعدين کې په خپله وايې “زم” مه سازګاري در “عراق” کرده به ګلبانګ عراق اتفاق “ قول ترانه سوهله خود سندرو داسی عام څيزونه دې چې دهر سندرغاړی په ژبه دي اوحال دادې چې داد هغه وخت اختراعات دي چې کلاسيکه موسيقی ورسره اشنا نه وه .
غالبا له مسلمانو پاچا هانو څخه مسلمانو صوفيانو ددې موسيقی سر پرستې پيل کړی وه . دملتان د لودیانو په، کور په واودډیلي خانقاه ګانوکې دوخت ستر سترکمال والا حاضر يدل اود برکت او قبوليت لپاره يې دخپل کمال جوهر وړاندې کاوه ، تر کوم ځايه چې دهندپه پاچاهانو پورې اړه لری دغلجيانو او تعلقاتو په دربارو کې دهندوستاني موسیقۍ مقبوليت او دقدر دانيو واقعات په تاريخونو کې شته خو هغه پاچاهی کورنۍ چې دفن په توګه يې موسیقۍ ته پاملرنه کړی ده هغه غالبا دجونپور شرقي کورنې وه لکه په دغه وخت کې خيال په عامه توګه مقبوليت وموند اود “درپد” په ځای خيال ته داهل فن پاملرنه واوښتله ، په دغه وخت کې لږو ډېرو په دکن کې د بهمنی او نظام شاهی کورنيو اوبيا دبيجاپوري پاچا هانو شوق اوذوق ښکاره دي . څرنګه چې په هغه وخت کې د کن او مالو ادمو سيقي دعلم اوعمل مرکزونو ځکه داقدرتې خبره وه چې د موسیقۍ سرپرستي مسلمانانو پاچاهانو کوله دظهوری په قول خو ابراهيم عادل شاه ددغه سيمی مرشد اوپير و او دده ذوق او شوق دبيجاپور په هر کور کې دوجداو سماع ډيوه لګولې وه . ظهوری دده په مدحه کې څه ښه ويلی دي
 
مروت کرده شبها برتو ســـــير بام ودر لازم
نمی باشد چراغی خانه های بې نوايان را
 
د مالوا بنګال او ګجرات د پاچاهانو د ذاتي اشتغال او دوق واقعات په تاريخ کې ډېر دي. د ګور پاچاهان دملکي ژبې او ملکی موسیقۍ دواړو سرپرست وو لکه چې د بنګالي ژبې پخوانی شاعري د دوې په پاملرنه وده موندلې وه. د مالوا “باز بهادر” نه خود “روپ متی” مينې د هندي ژبې شاعر جوړ کړی و او د موسیقۍ ماهر هم. تر نن پورې د مالوا له کورو څخه د هغه وخت دساز او آواز غږونه اوريدل کيدای شي.
داکبر په قدرشناسيو چې دغه فن کوم عروج وموند هغه په عامه توګه معلوم دی. ابوالفضل د هغو ټولو کمال والا وو يادونه کړې ده چې په فتح پور او اګره کې راټول وو او ډېر په کې مسلمانان وو.
جهانګير په خپل “توزک” کې ځای په ځای داسی اشارې کړې دي چې له موسيقۍ سره دده مينه او اشتغال ورڅخه جوتيږي دده د حسن پرست طبيعت تقاضا داوه چې د لطيفه فنونو قدر شناس وي لکه چې په شاعرۍ، مصورۍ او موسیقۍ درې واړو کې بې لاس درلود او مينه يې ورسره درلوده . دده په دربار کې چې څومره شاعران مصوران ، او سندر غاړي ټول وو بيا د هندوستان په تاريخ کې نه دی ټول شوی. دده د شاعرانه ذوق له پاره دده دا يو شعر بس دی:
 
ازمن متاب رخ که نيم بې تويك نفــــــــــــس
يك دل شکستن تو بصد خون برابر اســت
 
په دغه وخت کې داخبره وشوه چې دموسقۍ فن هم دپوهاندي په فنونو کې داخل شو او د موسیقۍ زده کولو نه پرته د علم تحصيل او تهذيب تکميل نيمګړی بلل کيده. د هيواد له هرې سيمې څخه د فن کاملان غوښتل کيدل او د ډيلي ، اګري، او احمداباد سندر غاړو د اميرانو او اشرافو په کورو کې په لويو ليو تنخواه ګانو کار کاوه. کوم ځوانان چې د علم د تکميل له پاره لويو ښارونو ته تلل هلته به يې د عالمانو او مدرسانو تر څنګه د موسيقۍ کاملان هم لټول او د موسیقۍ د تحصيل له پاره به ورته کښيناستل . په دکن کې د احمدنګر بيجاپور او رهانپور د فن کاملان نامتو وو او په دو آبه کې په دکن کې د ډيلي او اګرې او په پنجاب کې دلاهور او سيالکوټ او جهنګ کاملانو شهرت درلود. په دغه وخت کې له ايران او توران څخه چې کوم فاضلان او اشراف راتلل هغوی به فوراً د هندوستاني موسقۍ په مناسبت پوهيدل او څو کاله به لاتير نه وو چې مقام پيژندونکی به ترې جوړ شول. د محمد قاسم فرشته پلارله مازندران څخه راغی او په احمدنګر کې مشت شو او محمد قاسم فرشته په احمدنګر کې وزيږيده خو دی په هندوستاني موسیقۍ دومره مين شو چې په دې موضوع يې پوره کتاب وليكه، دا کتاب زما په کتابتون کې شته. “علماءالملک تونی چې د شاه جهاني جلوس په اوم کال هندوستان ته راغی او د فاضل خان خطاب ورکول شو او بيا داورنګ زيب په وختو کې وزير شو د هندوستاني موسقۍ داسې ماهر ګڼل کيده چې د هغه مهال استاذانو به ورڅخه فيض اخيسته.
ددغه مهال څومره ستر عالمان چې دی چې ددوی حالات ولسوتل شي نو معلوميږي چې اګر که د موسیقۍ له اشتغال څخه يې ځان ژغوره خو د موسيقۍ دفن ماهران او نکته شناس وو . دملا مبارک په حالاتو کې په ځانګړي توګه دا تصريح شته چې د هندوستاني موسيقۍ عالم او ماهر وو.
اکبر ورته د “تان سين” سندره وويله همدومره يې ورته وويل چې : “هو ويلی يې شی” ملا عبدالقادر بدايوني چې متشرع او متصلب سړی وهم په پوره مهارت سره يې “بين” غږ ولی شو او فیضي ضروروي ګڼله چې د اکبر په خدمت کې دده سپارښتنه وکړي. علامه سعدالله شاجهاني چې په علم او فضل يې ټول معاصر اعتراف کوی. هم د موسيقۍ او ساز په هره څانګه باندې نظر اچاوه او ماهرانه رايې يې ورکولی شولی . دده استاد ملا عبدلاسلام لاهوري وو. دده د درس عموميت سمر قند او بخاراته رسيدلی واو کله چې شاهجهان د شهزادګانو د تعلم له پاره د هېواد پر ټولو پوهانو نظر واچاوه نو په ټولو کې يې همد خوښ کړ، دده د موسيقۍ د ذوق دا حال وو لکه څرنګه يې چې د هدا يې او بزدوی مقامات حل کول. همداسې يې د موسيقۍ مشکلات هم حل کول . شيخ معالي خان د ملا طاهر پتني د ګجراتي د محدث له کورنۍ څخه و او د قاضي القضات شيخ عبدالوهاب ګجرات لمسی وو. دده په حالاتو کې د ماثر الامرا صاحب ليكلی دی چې د موسیقۍ مين او دقيقه سنج وو. ملا شفيعايي يزدی چې په دانشمند خان مخاطب وو چې د خپل عصر د عالمانو سر کښ وو او د شاه جهان په دربار کې دده مباحثه له ملا عبدلحکيم سيالکوټی سره معلومه او مشهوره ده چې هندوستان ته له رارسيدو سره سم د هند د موسیقۍ دومره عالم شو چې د وخت کاملان يې په علم او فضل معترف وو. حکيم برنير فرانسوي د سفر نامه هند صاحب له همدغه دانشمندخان سره ملازم وو او غالبا د هغه د صحبت دا نتيجه او پايله وه چې د فرنګ د حکيمانو هم مشرب ليكلی شوی دی.
شيخ علا الدين چې په خپل وخت کې مشهور صوفي تير شوی او دده دا غزل د سماع په مجالسو کې ډېر ويل کيږي:
 
نه دانم آن گل رعنا چه رنگ وبودارد
       که مرغ هر چمنې گفتـــــکوی او دارد
نشاط باده پرستان به منتـــهـی رسيد
       هنوز ساقي ما باده در سبــــــــــــو دارد
 
دده په هکله کې ټول ليكي چې د هندوستاني موسیقۍ ماهر او د موسیقۍ د آلاتو غير معمولي مشاق و.
شيخ جمالی د سير الاوليا صاحب او دده زوی شيخ ګدايي دواړو د موسيقۍ په فن کې لاس درلود او نامتو وو. په وروستيو وختو کې ميرزا مظهر جانجانان او خواجه مير درد د موسيقۍ د فن داسې ماهران وو چې د هغه وخت سترو پوهانو خپل څيزونه د اصلاح له پاره دوی ته تقديمول .
شيخ عبدالواحد بلګرامي د شېرشاهي عهديو ستر سړی وو چې دده کتاب “ سنابل” په سلوک او تصوف کې نامتو دی. بدايونې دده په حالاتو کې ليكي چې په هندي موسیقۍ کې ډېر ماهر وو او په دغه موسيقۍ دده دوجد او حال مجلسونه تاوده وو.
بيرم خان د هند د موسیقۍ ډېر قدر شناس و او دده د زوې عبدالرحيم خانخانان دا قدر شناسې خو دی حدته رسيدلی وه چې دا کبر او جهانګير شاهانه فياضيو يې هم مقابله نه شوه کولای.
عبدالباقي نها وندي د “ ماثر رحيمي” په خاتمه کې چې د هغو عالمانو او شاعرانو يادونه کوي چې د خانخانان په دربار پورې تړلې وو، هلته د موسیقۍ د کاملانو نومونه هم شميرلي دي په هغو کې ايراني او هندي مسلمان او هندو دواړه شته.
د شاهنواز خان صفوي په حالاتو کې د ماثر الامراء ليكوال ليكلی دی. “شيفته موسیقۍ بود و خواننده که پيش خود جمع کرده بود نظير نداشتند” همدا الفاظ به وی ځکه چې له ياده يې ليكم او د کتاب له ليدو څخه ډېر کلونه تير شوي دی. د زين خان کوکه مينه ل درسي علومو سره څرګنده ده. د پنجاب د صوبدارې په زمانه کې يې هم تدريس ته دوام ورکاوه خو دده په حالاتو کې هم ټول ليكي چې : به کتب وراګ شعفی داشت وسا رها به کمال خوبی می نواخت. دده زوی مغل خان هم په دې باب کې د خپل پلار قايم مقام و.
خان کلان مير محمد چې د شمس الدين رنګه ورور وو. د هندي موسیقۍ عالم او ماهر ګڼل کيده.
ميرزا غازي خان د جاني بيګ زوی د سند او کندهار د حاکم په هکله ټول ليكي چې په نغمه غږولو ، طنبور غږولو او د ټولو سازونو پهغږولو کې بې نظير وو. ملا یزد جردي دده به مدح کې دارباعي ويلې ده:
 
گر نغمه سازت به ســــــــــکون می آيد
 رمزيست که گويمت که چـون مــی آيد
از بس که به کرد زخــــمه ات می گردد
  پيچيده زطنـــــــــــــــــــــبور برون می آيد
 
خان زمان مير خليل چې د یمين الدوله اصف خان زوم وو په دې فن کې داسې مهارت ته رسيدلی وو چې وګړو به خپل اختلافات د فيصلې له پاره ده ته وړاندې کول.
سرس بائي چې د شهزاده مراد بخش محبوبه وه په “خيال” غږولو کې يې خپل سيال نه ليده خو په خپله په فن کې د شهزاده مرتبه دومره لوړه وه چې هغې دده په شاګردې ناز کاوه . کله چې اورنګزيب مراد بندي کړ نو سرس بايي هم چمتو شوه چې له شهزاده سره د بنديخانې ستونزې يو ځای وزغمی چې د ګواليار په کلا کې له مراد سره تر ډېره پورې بندۍ پاتې شوه.
ميرزا عيسی خان تر خان چې د جانې بيګ تر مړينې وروسته يې په سند کې ستر شورش جوړ کړ. په نغمه غږولو او ساز کې يې جواب نه وو.
اوس مې د حافظې غوټې پرانستل شوی دی نو ډېر واقعات مخې ته راځی او رایاديږي:
د شهزاده خرم مور “مان متی” چې دراجه او دی سنګ لور وه کله چې د جهانګير محل ته راغله نو د هغه د سندرو په محل کې مشهوره او نامتو شوه.
څرنګه چې جهانګير په خپله دفن ماهر وو نو ځکه يې ور څخه ازموينه واخيستله ، او چې ويې ليدل چې په ازموينه کې ډېره بريالې ده نو خوښ شو او د خوش اوازو خواصويو ډه له يې د ېته وروسپارله چې تعليم او تربیت ورکړي. په خپله د شاه جهان د فني ذوق دا حال وو چې د تان سين جانشين لال خان به دده نوم واخيست نو غوږونه به يې ونيول . په درپد کې د شاه جهان د ذوق رسوخ مورخانو له خصوصياتو سره ذکر کړی دی.
د نظام الملک آصف جاه زوی ناصر جنګ شهيد د موسیقۍ شوق د سنسکرت ژبې زده کړې ته اړ کړ چې د موسیقۍ کلاسيك لرغونی کتابونه نيغ په نيغه مطالعه کړی شي. دده په حالاتو د “شهاد تنامه “ليكوال ليكي چې په سنسکرت ژبه پوهيده او په موسیقۍ او ساز او اواز کې يې پوره لاس درلود.
ددغه عهد هر امير د موسیقۍ له پاره کار کړی دی.
 د شيخ سليم چشتي لمسی اسلام خان کله چې د جهانګیر په وخت کې د بنګال صوبدار شو نو دده په دربار کې پهراګ او رقص او طوايفو او رقاصو دمياشتې اتيا زره روپې لګيدلی. ماثر الامراء ليكوال ليكي چې دده په دستر خان به زرخانکونه له ټولو ضرورياتوسره په ډېر اهتمام سره ايښودل کيدل خو په خپله به يې له سبو سره سکړل خوړ او کوم بل خوراک ته به يې لاس نه ور غزاوه . دا یې هم ليكلي چې ټول عمر يې خواره جامه اغوستله.
د اورنګ زيب پهتقشف او وچ سرۍ اګر که دلطيفه فنونو بازار سوړ شو خو هر څه چې وو تر شاهي دربار پورې محدود وو. موسیقۍ دومره وده کړې وه او چينې يې دومره تاندی شوی وي چې داورنګ لنډ فکرۍ و چې نه شوی کړی، البته دده په عصر کې شاهي پاملرنه موسیقۍ ته لږه شوه خو د هېواد په مليونو کورونه چې موسیقۍ په کې ښه باب درلود څوک بندولی شي؟ ماد ددې ليك په سر کې د فارسي کتاب “ راګ درپند” يادونه کړې ده چې دا کتاب فقيرالله سيف خان مرتب کړی و چې د عالمګيرې عهد يو امير او دناصر علی سرهندی ممدوح و.
د “مراة الخيال “ ليكوال شير خان لودهی هم په همدغه عهد کې وو چې په ايراني او هندي موسیقۍ دواړو کې يې لاس درلود او پهدواړو يې مبسوط کتاب ليكلی دی. په “ مراة الخيال “ کې يې هم په موسیقۍ باندې يو فصل ليكلی دی او د موسیقۍ له فن سره يې د خپل ذوق يادونه په کې کړې ده. دده کتاب چې پر موسیقۍ باندې يې ليكلی ماليدلی دی. ددغه کتاب يوه خو شخطه نسخه د “رايل ايشياټک سو سايټی بنګال” په کتابتون کې شته.
په دې لړ کې په خپله د اورنګ زيب د ژوندانه يوه واقعه ديادونې وړ ده:
د برهانپور پهجوس او خوا اوشاه کې د “زين آباد” په نامه يو کلی وو. ددغه زين اباد يوه سندر غاړې او سيدونکی وه چې په “زين ابادی” نوم مشهوره وه د دې او ددزې د نغمو د ښکلا او خوندور توب په غشي اورنګ زيب د شاهزاده توب په وخت کې زخمي شوی وو. د ماثرالامراءليكوال دا واقعه ياده کړی او دا شعريې ويلی دی:
 
عجب گيرنده دامی بوددر عاشق ربائي ها
 نگاه آشنايی يار پـــــــــــــــــيش از آشنائی ها
 
داورنګ زيب ددې معشوقې او مينې داستان ډېر په زړه پورې او خوند ور دی. له دې داستان څخه جوتيږي چې هو ډاګر که له اورنګ زيب څخه وسپنه او ډبره جوړه کړې وه خو يو وخت دپوست او غوښې څخه روغ سړی هم وو او ويل يې چې داد پسرلي فصل پر مونږ هم تير شوي دی.
لږ د مخه مو ديمين الدوله د زوم مير خليل خان زمان يادونه وکړه ددغه خان زمان ميرمن داورنګ زيب تر ور (خاله) وه. يوه ورځ د برهانپور په آهو خانه باغ کې ګرزيده او د خان زمان ميرمن او داورنگ زیب تر ور له خپلو خواصو سره دسيل له پاره دغه باغ ته راغلی وه چې په خواصلو کې يوه هم زين ابادۍ وه چې ډېره ښکلی اود خوند ور غږ خاونده وه دا وګړي په باغ کې ګرزيدل او ديوې ونې له سيوري لاندې تيريدل چې له ښاخو څخه آم زوړ ند وو او چې داډله ونې ته راورسيده نوزين آبادۍ نه د شهزاده پرواوکړه او نه د هغه د ترور او ټوپ يې کړ اوله يو جګ ښاخ نه يې يوه ميوه وشکوله . د خان زمان په ميرمنې دا شوخي سخته تيره شوه او هغه يې ګرمه کړه . نوزين آبادۍ په يو ناګاره انداز شهزاده ته وکتل او خلاصی تڼۍ يې مخې ته ودريده . دی کتلو داسې قيامت جوړ کړ چې د شهزاده ګار يې تمام کړ او له صبر او قرار سره یې په مخه ښه وکړه او ويې ويل :
 
 
بالابلند عـــــــــشروه گر سروناز من
          کوتاه کرد قصــــــــــه زهد درازمن
 
د ماثر الامراء ليكوال ليكلي دي چې: به کمال ابرام وسماحت زين ابادیرا از خاله محترم خود ګرفته، با ان هم زهد خشک و تفقه سحت شيفته ودلداده او شد قدح شراب به دست خود پرکرده مې داد ګويند روزې زين ابادي هم قدح باده پرکرده به دست شهزاده داد و تکليف شرب نمود” يعنې په ډېرو زار يو يې زين آبادی له خپلې ترور څخه تر لاسه کړه. له وچ زهد او تفقه سره سره ددی په مينه کې دومره بې واکه شو چې په خپل لاس به يې د شرابو پياله ډکوله او زين آبادی ته به يې ورکوله او دنشې په حال کې به يې د هغې د خوښيواو نخرو ننداره کوله.
وايي چې يوه ورځ زين ابادی په خپل لاس جام ډک کړ او اورنګ زيب ته يې ورکړ او ور څخه يې په کلکه وغوښتل چې شونډې ورباندې کيږدی.
ګوري چې په څه موقع د عرفي شعر راياد شو او څومره له دې موضوع سره لګيږي:
 
ساقی تونی وساده دلی بين که شيخ شهر
باور نمی کند که ملـــــــــک می گسارشد
 
شهزاده چې ورته هر څومره زاري وکړﺉ چې زما مينه ددغه جام به څښلومه ازموه:
 
می حاجت نيست مســـــــــتيم را
          در چشم توتا خمار باقيــــــــست
 
خو د هغې نخره ګرې ور باندې زړه ونه سو:
 
هنوز ايمان و دل بسيار غارت گردنۍ دارد
مسلمانی مياموز آن دوچشم نامســـلمان را
 
نو شهزاده اړشو او غوښتل يې چې په جام خوله کيږدی او لکه چې د “لقد همت به وهم بها “ ټول رويدادر ا پيښ شو:
 
 عـــشقش خبر زعالم مدهوشی اورد
اهل اصـــــلاح را به قدح نوشی اورد
 
خو کله چې هغې نخره ګري ولدل چې شهزاده بې واکه شوی او څښلو ته چمتو دی نوسمدلاسه يې دده له شونډو پياله کش کړه او ورته ې وول : “غرض امتحان عشق بود نه که تلخ کامې شما” :
 
اين جور ديگر ست که ازار عاشقان
چندان نمې کند که به ازار خو کنــند
 
ورو ورو خبره دې ته ورسيده چې شاه جهان ور باندې خبر شو او د واقعه ليكونکو پهليكنو کې هم دا تفصيلات راغلي دي.
داراشکوه له دغه حکايت څخه د سعايت او غمازې بهانه جوړه کړه او پلار ته يې په وار وار ويل : “ببينيد اين مزور ریائی چه صلاح و تفوی ساخته است؟ “ فیضی څه ښه ويلي دي:
 
چه دست می برای ای تيغ عشق اگر داده است
به هرزمان ملامت گر زليـــــــــــــــــــــــــــــــــــــخا را
 
دا معلومه نه ده چې ددې قصې غوټې څرنګه وغوړيده او ګل شوه.
خو قضا او قدر په خپله فيصله وکړه يعنې د ځوانۍ په جوش کې زين آبادۍ مړه شوه او داورنګ اباد د ستر تالاب په غاړه ددې مقبره تر نن پورې شته:
 
خود رفته ايم و کنج مزاری گرفته ايم
تا بار دوش کس نه شود استخوان ما
 
تاسوبه د عاقل خان رازي په حال کې داواقعه لوستلې وي چې د شهزاده ګې په زمانه کې ديوې خاصې پرستارې پر مرګ باندې اورنګزيب ډېر خواشينې شوی و خو په همدغه ورځ يې حکم وکړ چې ښکار ته لاړ شي په دغه کار باندې د دولت منسوبين متعجب شول چې دغم په مهال د سير او تفريح او ښکار څه موقع وه. کله چې اورنګ زيب د ښکار له پاره له ښاره وواته نو عاقل خان چې مير عسکر وو په يوازې والې کې اورنګ زيب ته عرض وکړ چې ددې غم په موقع ښکار ته په تلو کې کوم مصلحت او ښيګڼه شته چې مونږ ظاهر بين ورباندې نه پوهيږو . اورنګ زيب ورته به جواب کې دا شعر ووايه:
 
ناله های خانگی دل را تسلی بخش نيست
در بيـــــــابان می توان فرياد خاطر خواه کرد
 
چې په دې باندې د عاقل خان له خولې څخه دواره د اشعر راوواته:
 
عشق چه آسان نمود آه چه دشوار بود
 هجر چه دشوار بود يا رچه اسان گرفـــــــــــت
 
د اورنګ زيب زړه نرم شو پوښتنه يې وکړه چې دا د چا شعر دی. عاقل خان ورته وويل: د هغه چا دی چې نه غواړي د شاعرانو په ډله کې حساب کړی شي. اورنګ زيب پوه شو چې په خپله د عاقل خان دی. ډېر يې وستايه اوله دغې ورځې څخه يې دده سر پرستي په خپله غاړه واخيستله.
په دغه حکايت کې چې د کومې پرستاري يادونه شوې ده هغه همدازين آبادی ده.
د ماثر الامرا ليكوال د خان زمان په حال کې ليكي: چې د موسقۍ د فن پوره ماهر وو او د کار او بار په څنګ کې به يې د راګ او رنګ کار هم جاري ساته. دده په سر کار کې هميشه ښکلی مخې اود خواږه او از خاوندانې سندر غاړې ټولې وې. چې په دې کې زين آبادی هم وه. په خپله اورنګ زيب هم د موسقۍ له فن څخه بې خبره نه وو ځکه چې د نورو شهزاده ګانو په څېر به ده هم ددې فن تحصيل کړی وو. خو وروسته يې د خپل طبيعت مطابق بله لاره غوره کړې ده. اوله موسقۍ څخه به يې لاس اخيستی وي. او پر سلطنت باندې له قبضې کولو نه وروسته به يې دا کار پرې ايښی وي. چې سندر غاړو د موسيقۍ جنازه وايستله نو ده ورته وويل : چې داسې يې ښخه کړې ، چې بياله ګوره سر راپورته نه کړې شي.
خواورنګ زيب د ټولو منصبونو په شان دسلطنت دا پرهيزي مزاج هم تر ډېره پورې ونه چليده او دده د ژونداته سره يو ځای ختم شو. لکه څرنګه چې په انګلستان کې د پيور ټان د وچ سری عهد ختم شو همداسې د اورنګ زيب په مرګ هم دده سلطنت ختم شو او د موسيقۍ سلطنت قايم شو. د فرخ سير او محمد شاه د عهد سمسور تياوې په اصل کې داورنګ زيب د وچسرې عکس العمل و . سيد عبدالجلیل محدث بلګرامي دفرخ سير دواده په تبريك کې چې کومه مثنوي ليكلی ده ور څخه ددغه مهال د عياشيو اندازه لګيدلی شي.
د هندوستان د موسیقۍ د فن لرغونو عالمانو د موسقې او رقص داسې ډول ايجاد کړی چې د هغه پهنسبت دا خيال وو چې د بيديا ځناور بې سده کولې شي ی. داکبر په زمانه کې داډول رقص او سندرو د قمرغې د ښکار سرو سامان کيدی شو.
آنندرام مخلص په مراة المصطلحات کې ددې ډول ښکار په زړه پورې تفصيلات ليكلي دي. هغه لکي چې کله به چې د قمرغې د ښکار اهتمام وشو نو داسندر غاړي د ښکار ځای ته استول کيدلی او هلته به يې نڅا او سرود پيل کاوه . لږ شيبه وروسته به ورو ورو له څلورو خواوو څخه هوسيو سرونه راپورته کړل او پهرقض او سرود کې به ورکې شوې او سندر غاړو ته به رانژدې شوې.
جهانګريو ځل د قمرغې د ښکار قصد وکړ او هلته يې درقص او سرود جال وغوړاوه. کله چې هوسې له هر لوري څخه په ګڼ شميرراغلې ودريدې نود نور جهان په ژبه بې اختياره د امير خسو دا شعر راغی:
 
همه آهوان صــــحرا سر خود نهاده برکف
به اميد آن که روزې به شکار خواهی آمد
 
چې دا شعر يې واوريده جهانګير ته دا ښه ښکاره نه شوه چې د ښکار له پاره لاس اوچت کړي او زړه نيولی بيرته لاړ.
دا خيال چې ځناور په سندرو اغيزمن کيږي د نړۍ په ټولو لرغونو رواياتو کې موندل کيږي . به تورات کې راغلي چې : د حضرت داود ع نغمو به مرغان بې سده کول. په يوناني رواياتو کې دداسې ډېرو په نسبت دا راز عقيده څرګنده شوې ده. د هندوستان د فن قدماو دايو ښکاره حقيقت منلی دی او خپل بې شميره عمليات يې په دغه عقيده باندې کړي دي. د مار، اس ، او اوښ تاثر او اغيز منتيا منل شوې ده، د اوښ (حدی) چې دريدله نو محمل او کجاوه به هم وروکيدله.
 
حدی را تيز تر ميخوان چو محمل را گران بينی
 
 البيرونی په کتاب الهند کې د راګ په ذريعه د ښکار طريقې ذکر کړي دي، هغه خپل د سترګو ليدلی حال نقل کوي چې يو ښکاري هوسې په لاس نيولې وه او په هوسۍ کې د تيښتې سيك نه و.
دی د هندوانو دا قول هم رانقلوی چې که څوک په دې کار کې پوره ماهر وي نو د ښکار د نيولو له پاره لاس جګولو ته هم اړتيا نه شته. که وغواړي نو د خپل راګ په زور يې نيولی شي او بيا ليكی چې عوام د ځناورو دا محويت د کوډو او تعویذ اثر بولي او حال دادی چې دا يوازې د سندرې او راګ تاثير دی او بيا په يو بل مقام کې چې د سرانديپ د ټاپو يادونه کوي ليكي ، دلته بيزوګان ډېر دي . په هندوانو کې مشهوره ده چې که څوک مسافر په دغو بيزوګانو واړوي او دراماين هغه اشعار چې د “هنومان” په ستاينه کې يې ليكلی دی ولولي نو بيزوګان يې تابع کيږي او نقصان ورته نه شي رسولی . يا وايي چې که داروايت سم وي نو له دې څخه څرګنديږي چې دا هم دهمدغه سندرې اغيزې دي يعنې دراماين د اشعارو د مطالبو اغيزنه دی بلکه د اشعارو د سراولی او نغمې اغيز دی.
دده لومړۍ خبره په “فی ذکر علومهم فی الاجنحة علی افق الجبل” باب کې راغلې او دوهمه خبره وروسته په (فۍ معارف شتی من بلادهم وانهارهم) باب کې راغلی ده.
خو دا عجبه خبره ده چې اوسنی علم يعنې بيالوژی دا خبره نه مني اود تاثراتو مشاهدات په نورو علتونو پورې تړي. دمار په هکله ويل کيږي چې مار خو هيڅ داوريدو حس نه لري.
واله داغستاني درياض الشعرا ء ليكوال قزلباش خان اميد ، مير فطرت موسوي او موتمن الدوله اسحق خان شو ستری دا ټول ايراني و، خو چې د هندوستان له اثارو سره آشنا شول ورته معلومه شوه چې د هند د موسیقۍ له زده کړې پرته پوهه او لياقت نيمګړی باتې کيږي نو ځکه د هندي موسیقۍ زده کړه په کار ده. د قزلباش خان اميد د طرب د مجالسو حال قاضي محمد خان اختر پهخپلو مکاتيبو کې ليكلی دی له دې څخه اندازه معلوميدلای شی چې په دغه فن کې يې څومره لاس درلوده. شيخ علي حزين پهابرانې موسیقۍ پوره پوهيده خو به هندوستان کې يې هندوستاني موسیقۍ هم زده کړه په پټنه کې د استوګنې په زمانه کې دده دستورو چې په اونۍ کې يې دوه ورځې د موسيقۍ له پاره ټاکلې وې د ښار کاملان به راتلل او د موسيقۍ د فن د باريكيو نمونې به يې وړاندې کولې.
داوده دنوابۍ په دوره کې د تفضل حسين خان علامه علم او فضل ډېر شهرت درلود. تخفةالعالم ليكوال شو سترې ورسره په کلکته کې کتلی وو کله چې داوده د سفارت په منصب مامور ودې ليكنې د ټولو عقليه علومو سره په موسیقۍ کې هم داجتهاد درچې ته رسيدلی دی او د شوق او ذوق يې دا حال دی چې تر څو پورې پر ساز باندې راګ نه وي سور شوی سترګې يې له خوب سره نه آشنا کيږي . يو دفن ماهر سازنده يې تش د همدې کار له پاره ملازم نيولی دی چې د شپې د خوب په ځای کې خوب راوستونکی سندرې وبولي.
دلکنهود فرنګي محل په عالمانو کې د بحرالعلوم په باره کې دده معاصرانو ليكلی دی چې د موسيقۍ په فن کې يې رسوخ مسلم او منلی وو.
البته دا څرګنده ده چې د قومونو د عروج او ترقې په زمانه کې چې کوم کار دفکر د تحسين او طبعي دتهذيب باعث وي. هماغه د تنزل په دور کې دفکر له پاره بلاشي او دطبيعت له پاره مهلکه ور څخه جوړه شي. همدا يو څيز په ښه استعمال او معتدل عمل د فضل او کمال ګاڼه او پسول شي ا و په بداستعمال او افراط او تقريط بداخلاقيو او سلو عيونو تور داغ شي.
د موسیقۍ يو شوق خوا کبر درلود چې له يرغلونو وروسته به يې ملا پرانستله نو په موسیقۍ او ريدلو به یې خپله ستړيا او ستومانتيا ايستله او یو د محمد شاه رنګيلی شوق وو چې تر څو به يې ښځې په ټيل وهلو ټيل وهلو له پردې څخه نه وايستلی په ديوانه خانه کې به يې پل نه ايښوده . صفدر جنګ به چې د ديوان له کارو څخه ستړی شو، د موسیقۍ ماهران به يې خپل ځان ته وربلل . دده په نسل کې دواجد عليشاه داحال وو چې په طبله وهلو به ستړی شو نو د خپلې ستړيا د ليرې کولو له پاره به يې خپل وزير علی تقې ور وغوښته . دواړو د موسيقۍ شوق درلود، خو د دواړ و په حالاتو کې فرق د بيان محتاج نه دی:
 
سارت مشرقـا و سرت مغرباٌ ([1])
      شــــــــتان بين مشرق و مغرب
 
دا خبره په عامه توګه شهرت لري چې اسلام د لطيفه فنونو پر خلاف دي او موسیقۍ په شرعيه محرماتو کې داخله ده او حال دادی چې اصلا همدومره خبره ده چې فقهاو د ذرايعو دسد په خيال د موسيقۍ په باره کې له تشدد نه کار اخيستی دی، او دقضا ميدان ډېر پراخ دی هر څيز چې د فساد وسيله کيږي هغه څيز فضاء رد کولی شي خو په دې باندې د تشريع اصلي حکم له ځايه نه بې ځايه کيږي :(قل من حرم زينة الله التی اخرج لعباده والطيبات من الرزق” خو زه په دې مبحث کې څيړنه نه غواړم . دلته مې چې پر معامله باندې نظر اچولی دی هغه يو بل راز دی:
 
مومن آکيش محبت ميي که سب کچهـ هی روا ([2])
حسرت حرمت صهـــــــــــــــــــبا و مزاميرنه کيهچ
 
و ګورﺉ څه ويل مې غوښتل او له کوم ځايه کوم ځای ته لاړم. تر ليكلو وروسته مې په مخونو لمبرې وهلې ، نو معلومه شوه چې شپږ ويشت مخونه مې تور کړي دي . په هر حال اوس قلم نيسم:
 
حرف نامنظور دل يك حرف هم بيش است وبس
معنۍ دلخوا گرصد نسخه باشـــــدهم کم است!
 
 
 
د ترجمې د ختم نيټه: د ۱۳۶۸ کال د ثور ۲۴
 
[1]- داد ختيځ په لوري لاړه او زه دلويديځ په لوری د ختيځ او لويديځ لورو پهتلونکو کې فرق دی.
 
[2]- ای مومنه د مينې مذهب ته راشه چې دلته هر څه روا دي د صهبا او مزاميرو د حرمت او ناروا والي غم مه خوره.