كيداى شي چې تاسو ته به معلومه نه وي چې يوه زمانه ماد موسیقۍ د مطالعې او تمرين شوق كړى دى او څو كاله مې موسیقۍ داسې پيل كړه چې په ۱۹۰۵ م كال كې كله چې له تحصيل څخه فارغ شوم او په تدريس لګياشوم نو د كتابونو شوق به اكثر د (خدابخش) كتاب پلورونكى دكان ته وروستلم چې په ويلز سټريټ كې يې د كالج مخې ته دكان نيولى و او زياتره به يې د عربي او فارسي قلمي كتابونو د پېر او پلور كار او بار كاوه. يوه ورځ يې دفقيرالله سيف خان د “ راګ درپن” يوه ډېره ښكلې ليكلى مصوره نسخه راوښودله او راته يې وويل: چې دا كتاب د موسيقۍ په فن كې دى . سيف خان د عالم ګيرې عهد يو شتمن و او د هندوستان د موسيقۍ د علم او عمل ماهرو هغه د سنسكرت يو كتاب په فارسي ژباړلى چې د “راګ درپن) په نوم مشهور دى . دانسخه چې د خدا بخش لاس ته ورغلى ده د (آصف جاه” د زړى ناصر جنګ شهيد له كتابتون څخه وه. او په ډېر اهتمام يې مرتبه كړې وه. مالا ددغه كتاب ديباچه مطالعه كوله چې “مسټر ډبنسن” راغى چې په هغه زمانه كې د عاليه مدرسې مدير وو او په ايراني باندې د فارسي د ويلو ډير لايق وو چې دايې وليدل چې يو كم عمره هلك يو قلمي كتاب په غور سره ګوري او مطالعه كوي يې . په تعجب كې شو او له ما څخه يې په فارسي پوښتنه وكړه: دا د كوم مصنف كتاب دى ؟ ما په فارسي ځواب وركړ، چې د سيف خان كتاب او د موسیقۍ په فن كې دى . هغه دا كتاب له مانه واخيست او بيا يې وويل : چې د هندوستان د موسیقۍ فن ډېر مشكل فن دى . آيا ته ددې كتاب په مطالبو پوهيږي ماورته وويل : چې كتاب ددې له پاره ليكل كيږي چې خلك يې ولولي او ورباندې پوه شي. زه به يې هم ولولم او ځان به روباندې پوه كړم هغه وخندل او ويې ويل ته په دې كتاب نه شې پوهيدلى . او كه پوهيږې نو ددغه مخ پر مطلب ما پوه كړه . هغه چې كوم مخ ته اشاره وكړه په هغه كې د موسیقۍ د مباديو ځينو تقسيمونو بيان وو. ما الفاظو لوستل خو په مطلب يې هيڅ پوه نه شوم وشرميدلم او چوپ پاتې شوم، اوپه پاى كې مې وويل چې دا مهال دا مطلب نه شم بيانولى چې په غور يې مطالعه كړم نو بيابه يې بيان كړى شم.
ما كتاب واخيست كورته راغلم او له سره مې تر پايه پورې ولوست .خو راته جوته شوه چې تر څو پورې د موسیقۍ په اصطلاحاتو عبور ونه شي او د فن له كوم ماهر څخه يې مبادي زده نشي ددې كتاب په مطلب پوهيدل امكان نه لري. زما طبیعت د طالب العلمي په هرزمانه كې له دې خبرې سره اموخته وو چې كوم كتاب به په لاس راغى نو نظر به مې ور باندې اچاوه او پر مطالبو باندې مې عبور كاوه ، اوس چې دا بنديز راته پيښ شو نو طبيعت مې سخت وران شو اودا خيال راسره پيدا شو چې بايد له كوم كار بلد څخه مرسته وغواړم. هو نو چې مرسته وغواړم له چا څخه يې وغواړم؟ د كورنۍ ژوندانه حالات داسېو چې دداسې وګړو سره دلارې موندلو امكان نه وو چې په دې فن كې لاس لري. په پاى كې مېمسيتا خان زرا په زړه شو په دغه فن كې يوازينی سړى وو چې مونږ ته به راتللو.
د مسيتاخان حال هم د يادونۍ وړ دى . دى دا انبالي دولالت د سونې پت اوسيدونكى و او كاريي له كورنۍ څخه سندرې بلل وو او دى هم سندر غاړي وو چې د سندر و پهفن كې يې ډېر ښه استعداد درلود او د ډيلي اوجې پورله استاذانو څخه يې تحصيل كړى وو . په كلكته يې د طوايفو معلم وو.
دا سړى زما پلار ته د بيعت او لاس نيوى له پاره حاضر شوى و. زما د پلار دا قاعده وه چې دا راز وګړي يې نه مريدان كول خو داصلاح او توجه ور به يې هم د دوى په مخ نه تاړه اوويل به یې چې بى بيعته راځه وګورو چې د خداى څه رضا ده. ډېره داسې پيښه شوې چې څو ورځی وروسته داسې وګړو خپل كار پرې ايښى دى او توبه يې ايستلې ده. لكه چې مسيتاخان ته هم همدا حال پيښ شو. زما مرحوم پلار به د جمعې له وعظ څخه وروسته كورته راته ، نو تر ډېره پورې به په ديوان خانه كې كښيناسته او بيا به دننه كور ته ننواته چې خاص خاص مريدان به هم ورسره وو او خپل معروضات به يې وړاندې كول او تل به مسيتاخان هم هره جمعه حاضريده او وړاندې به د فرش په غاړه لاس په سينه ولاړ وو. او كله به چې ور باندې د مرحوم پلار پام شو نوورنه به يې پوښتنه وكړه. مسيتاخانه څه حال دى ؟ هغه به عرض وكړ چې ستاسو د حضور دكرم هيلمن يم هغه به بې اختياره شو او د پلار پر پښو به ورلويد او په خپلو اوښكو به يې لندې كړې. ذوق څه ښه ويلې دى:
هو يې هين ترگريه ندامت سى اس قدر آستين ودامن
كه ميرى تر دامنى گي آكى عرق عرق پاكدامنى هى ([1])
كله به يې عرض كاوه د شپې په دربار كې راته د حاضريدو حكم وكړي ، يعنې د شپې په خاص مجلس كې چې د مريدانو د تعليم او ارشاد له پاره په اونۍ كې يو ځل جوړيده د ګډون هيله كوله . او پلار به مې په دغه مجلس كې دده ګډون ځنډاو، خو ددى د ځنډولو هم يوه خاصه طريقه وه او ويل به يې ښه خبره ده ګورو ټولې خبرې په خپل مهال كيږي. هغه به خوښ شو او خپلې اوښكې به يې وچې كړې او خپل كورته به لاړ. خواجه حافظ په دغو معاملو كې څو مره ډوب تللى او ويلى يې دي:
ز حاجب در خلوت ســــــراى خاص بگو
فلان زگوشه نشينان خاك درگه ماست
خو په پاى كې دده عجز او نياز هم بې اغيزې پاتې نه وو او نتيجه يې وركړه. مرحوم پلار مريد كړ او په حلقه كې د كښيناستلو اجازه يې هم وركړه. د هغه هم توفيق ملګررى شو او د طوايفو له معلمى. څخه يې لاس واخيست او توبه يې وكړه او ديوبنګالي ځمكوال په ملازمت يې قناعت وكړ. يوه ورځ مې له پلار څخه واوريدل ويل يې چې د مسيتا خان حال ته ګورم نو د پيرچنګي حال را په زړه شي يعنې دروم د مولانا د پير چنګي حال :
پير چنگى كى بود مـــــرا خدا
حبذا اى سر پنهان حـــــــــــــبذا
په هر حال زما خيال ددغه مسیتاخان په لور لاړ او هغه ته مې ددې معاملې په هكله يادونه وكړه . لومړى خو هغه يو څه حيران شو، خو چې په خبره پوره پوه شو نو ډېر خوښ شو چې د مرشد زاده پام ورته اووښتى دى. خو اوس دا مشكل او كړ راد مخه شو چې كه دا تجويز عملي كړو نو چيرته او څرنګه به یې عملي كړو؟ كور كې چې د هدايې او مشكوه لوستونكو ډله وه “ د سارا ګاما” د سبق د زده كړې موقع نه وه او بل ځاى ته تلل هم مشكل وو. خو په هر حال ددغه مشكل د حللاره پيدا شوه او يو راز دار پيدا شو چې د هغه په كور كې د ناستې ولاړې انتظام ونيول شو. لومړى مو په اونۍ كې درې درې ورځې وټاكلې او بيا به د ورځی تر غرمې وروسته هلته تلو. مسيتاخان به لاتر پخوانه هلته موجود وو او تر دوه درې ساعتو پورې به د موسيقۍ د علم او عمل مشغله جاري وه:
عشق مى ورزم واميد كه اين فن شريف
چون هنر هاى ديگر موجب حرمان نه شود
مسیتاخان د تعليم په يوه لاره پوهيده چې ددې فن د استاذانو عامه لار وه او هغه دلته هم همدا لار چلوله خو ما هغه منع كړ او هڅه مې وكړه، چې په خپله طريقه معلومات مرتب كړم. د موسيقۍ په آلاتو كې مې ډېره پاملرنه ستارته وه او دير ژر مې ورسره كوتې روږدى شوى. اوس فكر كوم نو افسوس كوم چې هغه هم څه زمانه وه او په طبیعت كې څه څه ولولي وي . زما عمر له اولسو كالو څخه زيات نه وو خو په هر ميدان كې مې چې پل كيښود نو پوره به مې ايښوده او په كوم كار به مې چې لاس پورې كړ ، نيمګړى مې نه پريښوده د ثواب كار به مې هم په ټينګ تكل تر سره كاوه او دا د ګناه كار مې هم نيمګړى پرې نه ښود . درندى په كوڅه كې تر ټولو دمخه وم او دساد توب په لار كې هم له چا څخه بيرته پاتې نه وم د طبيعت غوښتنه مې هميشه داوه چې هر چيرته لاړشم لازمه ده. چې پوخ لاړشم او د كاملا نوشيخ علي حزين زماله خولې ويلي و:
تادست رسم بود زدم چاك گريبان
شرمندگى از خرقه پشمــــينه دارم
نو چې په دې لار كې مې پل كيښود نو تر كومه ځايه چې امكان يې و په كې لاړم او نيمګړې نه يم پاتې شوى د ستا رمشق څلور پنځه كاله دوام وكړ له بين سره مې هم ګوتې نا آشنا پاتې نه شوې خو ډېره مينه مې ورسره نه وه بيا تردې وروسته داسې يو وخت راغى چې دا مشغله مې چوره پريښوده چې اوس يې راسره يوازې قصه پاتې ده البته چې د مضراب اثر مې تر ډېره پورې له ګوتې څخه ورك نه شو:
آب جس جګه كه داغ هى يهان پهلى دردتها ([2])
درنګ او بوي په دغه عالم كې يو روش د مچانو دى چې په شاتو كښيني نو داسې كښيني چې بيرته نه شي پاڅيدلى او بل د بورا كښيناستل دي چې ګل بوي كړى او بيا تر ې الوزي.
لكه چې د ژوندانه چمنستان كې دا هم يو ګل وو چې ديو څه مهال له باره ورباندې وبڼيدلم بوې مى كړ او ورڅخه والوتلم مقصود مې له دغه كاره داوو چې طبیعت مى له دې كوڅې سره نا اشنا پاتې نه شي ځكه چې د طبیعت توازن او د فكر لطافت د موسیقۍله ممارست څخه پرته نه حاصليږي نو كله چې تر يو خاص حد پورې مقصد حاصل شو نو بيا ورباندې نور لګيا كيدل نه دا چې ضروري نه وو بلكهد كار مانع كيدل وو . البته د موسیقۍ مينه مې د زړه په هره ريښه كې خپره ده اوله زړه څخه يې نه شم ايستلاى او تر اوسه پورې لا په كې شته اووتلې نه ده:
جاتى هى یى كشمكش اندوه عشق كى
دل بهى اگركياتو وهـــــــــــــى دل كا دردتها ([3])
د اواز ښكلاوي او كه دمخ ، په تاج محل كې وي او كه په نشاط باغ كې بيا هم ښكلا ده او ښكلا خپله نظري مطالبه لري .افسوس پر هغه ازلي محروم باندې دی چې دده بې حسه زړه دغې مطالبې ته ځواب نه شي ورکولای:
سينه گرم نداری مطلب صحبت عشـــــــــق
آتشی نيست چودر مجمره ات عود محز
[1]- د پښيمانې په اوښكو مې دومره لستوڼي او لمنې ليندې شوې دي چې زما د تردامنۍ په مخكې پاك لمني خولې خولې ده.
[2]- اوس چې په كوم ځاى كې داغ دى پخوا دلته درد و.
[3]- د مينې د غم هر كشمكش ځي زړه هم كه تللى دى نو هلته هم د زړه درد وو.
وروستي