غبار خاطر (۲۴برخه)

 
زه به تاسو ته يوه خبره وکړم . ما په وار وار خپل طبيعت ازمولی دی .زه په ژوندانه کې په اړتيا وو او مشکلاتو کې خوښ پاتې کيدلای شم، خو چې موسیقۍ نه وي خوښ نه يم. ښکلی آواز زما له پاره د زړه تکيه، ددماغي کړاوونو درمل او د زړه او جسم د ټولو ناروغيو علاج دی:
 
روی نيكو معالجه عمر کوته اســــــــت
اين نسخه ازبياض مسيحانو شته اند
 
که غواړﺉ چې ما د ژوندانه له خوښيو څخه محروم اوبې برخې کړﺉ، نو تش له همدغه يو څيز څخه مې محروم کړﺉ ستاسو مقصد به پوره شی. دلته د احمدنګر په زندان کې چې د کوم څيز کموالی احساسوم نو هغه د راډيوست کمي ده:
 
لذت معصيت عشق نه پوجهـ
     خلد مين بهی يه بلاياد انی ([1])
 
په هغه زمانه کې چې په موسیقۍ باندې لګياوم نو کله کله له داسې احوالو سه مخامخ شوی يم چې اګر که هغه احوال تير شوی خو د تل له پاره يې زما په لمن خپل اثر پرايښی دی، د هغې زمانې يوه واقعه ده چې داګرې په سفر لاړم. داپريل مياشت وه او د سپوږمۍ شپې وې نو کله چې د شپې وروستې برخه پيل کيده سپوږمۍ خپلې وړانګې خپرولې. ما په خاصه توګه هڅه کوله او داسې انتظام مې نيولی وو چې د شپې مې ستاراخيسته او تاق ته تللم. او پرچت باندې به مخامخ جمناته کښيناستم او چې سپوږمۍ به را خپره شوه نو په ستار به مې پيل وکړاو په کې به محو شولم. څه ووايم او څرنګه يې ووايم چې د تخيل د فریب څه جلوې به مې مخې مخې ته کيدلې:
 
گدای ميكده ام ليك وقت مستی
 ناز بر فلک و حکم برســــتاره کنم
 
د شپې چوپه چوپتيا د ستورو ګڼه ګوڼه، په نخرو روانه سپوږمۍ او د اپريل لنډه شپه وه، او په څلور وخواوو د تاج منارو سرونه پورته نيولي وو او برجونه آرام او ساکت وو او په منځ کې پر مرمرينه ګنبده کې د سپوږمۍ ښکلې ناوې بې حسه او بې حرکته ناسته وه او لاندې د جمناسين لارې لارې بهيده او د پاسه په اسمان کې بې شميره ستوري د حيرت به عالم کې ځليدل . د نور او ظلمت په دغه فضاء کې ناڅاپه د ستار له پردو څخه بې تورو او حروفو آوازونه پورته کيدل او په هوا کې به خپريدل . د آسمان ستوري خوزيدل او زما د ګوتو له زخمونو څخه نغمې پورته کيدلې:
 
زخمه برتار رگ جــــــــــــــــــــان مۍ زنم
  کس چې داند تا چه دستان می زنم
 
د څه زيات وخت له پاره فضاء چوپه وه تا به ويل چې زما نغمو ته يې غږ ايښی بيا هر څه په تماشا يې حرکت پيل وکړ . سپوږمۍ جګه شوه او پرسر دپاسه ودريده او ستور وراته په غټو سترګو کتل او دونوښاخونه مست شول او ګډيدل ، د شپې له تورو پردو لاندې راته هر څه غوږ غوږ وو، ډېر ځله د تاج برجو نه په خوزيدو شول او څوځله داسې وشو چې منارو خپل ولي له خوزيدو څخه نه شو ايسارولای. تاسو باور کوې او که يې نه کوﺉخو دا یوه واقعه ده چې په دې عالم کې په وار وار مې له برجونو سره خبرې کړې او کله مې چې د تاج خاموشي او چوپي ګنبذې ته سترګې ور واړولې نو د هغو شونډې راته خوزيدونکې ښکاريدلې:
 
تومه پندار که اين قصه زخودمی گويم
گوش نزديك لبم آرکه آوازی هــــــــــــست
 
له دې زمانې څخه څه موده وروسته لکنووته لاړم او يو څو مياشتې هلته پاتې شولم، تاسو به نه وې هير کړي چې له هر چا څخه مې د مخه له تاسو سره وکتل تاسو د قلمي کتابونو له تاجر عبدالحسين څخه د صايب د کلياتو يوه نسخه بيرلې وه. او ماته دی راوښودله او راته دې وويل چې له قلمي کتابونوسره څه شوق لری؟
 
اين سخن راچه جوابست تو هم ميدانی
 
ددغه قيام په موده کې له مرحوم ميرزا محمد هادی سره آشنا شوم هغه په موسیقۍ کې پوره لاس درلود او له دې امله چې د علم او فن په لارو چارو پوه وونو په علمي طريقه په موسیقۍ بوهيده او نور يې هم ورباندې پوهولی شول چې ما هم له هغه څخه خپل معلومات بشپړ کړل.
افسوس چې اوس هغه هم مړ دی:
 
پيدا کهان هين ايســـۍ پراگنده طبع لوگ
افسوس تم کو (مير) سی محبت نهين رهی ([2])
 
به هغه زمانه کې يې د کرسچين کالج په مخ کې يو کور په کرايه نيولی وو او داد هغه د لياوه. د علم هيئت شوق د نجارې له چارو سره بلد کړی وو. کله به چې له کالج نه راغی نو د کور د چت د پاسه به يېله لرګيو څخه دايرې قطر او نصف قطر او ثلث قطر جوړول او خپله رصد خانه يې تياروله . د چت زينه ما ته شوې وه. ټوپ به يې پورته وواهه او بيا به ټوله شپه له ستورو سره وه:
 
که با جام و سبو هر شب قرين ماه و پروينم
 
څو کاله وروسته بيا لکنووته ولاړم، نو هغه مې په بل حال کې وموند . په کالپۍ کې يې کوم خپل مړ شوی وو او د هغه شتمني ده نه هم د نورو وار ثانو سره يو څه رسيدلی وه او اوس په دغه ميراث په بوډا توب کې خپل کړاوونه جبيره کول غواړي:
 
وقت عزيز رفت بياتا قضــــــــــــــــــــا کنيم
 عمرې که بی حضور صراحی و جام رفت
 
دده دا خوږ ژوند د موسيقۍ له ذوق سره ملګری و نو هميشه به يې مجلس تودوو او زما ساعت ور سره تيرو. دفن له استادانو سره مې مذاکرې هم کولې. دا ځله زه د لږ وخت له باره هلته پاتې شوم خو څو ورځې چې هلته وم د موسيقۍ مذاکرې جاري وې، له دغه وخت څخه څه موده وروسته ده له ماسره “معارف النغمات” پهترتيب کې مرسته وکړه چې چاپ او خپور شو.
له کوچينتوب څخه مې غوږونه د حجاز د سندر غاړو له آوازونو سره اشناوو . له صدر اول نه نيولې چې د هغه وخت حال ما په کتاب الاغاني او عقد الفريد کې لوستلی تر نن پورې د حجاز يانو دموسیقۍ په ذوق کې بدلون نه دی راغلی دا ذوق ددوی په خټه کې داسې اغږل شوي دی چې اذانونه هم د موسیقۍ په نقشو نو کې کوي. د نن سبا حال راته معلوم نه دی ، خو په هغه زمانه کې د حرم شريف په هره مناره کې يو موذن مقر وو او د ټولو مشر شيخ الموذنين وو. په هغه زمانه کې شيخ الموذنين شيخ حسن واو ډېر ښه اواز يې درلود. زما ښه په ياد دي چې د شپې په ورستۍ برخه کې د ترحيم ([3]) غږونه آسمان ته پورته کيدل ، زما مکان په قدوه کې باب السلام سره و چې د ګوټې له کړکيو څخه د منارو قنديلونه لیدل کیدل او اذانونه داسې اوريدل کيده لکه څوک چې د کوټې د چت له پاسه اذان کوی، زه دحج په سفر لاړم نو د موجوده عربی موسیقۍ په لټه کې شوم نو جوته شوه چې قدما و ډېر مصطلحات چې په کتاب الاغاني او خوارزمي او نورو کې مې ليدلی وو اوس ور باندې هيڅوک نه پوهيږي د تعبير او تقسيم نومونه او رموز تقريباً بدل شوی دی او د عربي هغو مصطلحاتو چې ايران ته تللی او ايرانې بڼه يې غوره کړې ده هغه بيرته عربي ته راغلې او معرب شوې دی. البته د فن پخوانی بنيادونه تر اوسه پورې نه دي متزلزی شوی هماغه دولس راګونه لا تر اوسه پورې کار ورکوي چې ديوناني موسیقۍ په تقليد وضع شوي دي اوس هم د اسمان دوولسو برجونو ته منسوبيږي لکه قدما وو چې ورته منسوبول . د موسیقۍ په الاتو کې اګر که ډېرې تبدیلۍ راغلې خو دعود پردې لا تر اوسه پورې نه دی غلی شوی. هغه آوازونه اوس هم اوريدل کيږي چې کله کله به د هارون الرشيد د خوښې په شبستان کې داسحق موصلې او ابراهيم بن مهدې له مضراب څخه راوتل :
 
اين مطرب کجاست که ساز عراق ساخت
و آهنګ بارگـــــــــــــــــــــشت ز راه حجا زکرد
 
عراق او حجاز د دوورا گونو نومونه دي او “راه” سرته وايي:
 
مطرب نگهدار همين “راه” که ميزنی
 
په هغه زمانه کې د شيخ سلامه حجازي جوق په مصر کې ډېر مشهوروو. “جوق” ته مونږ طايفه وايو او بيا دا طايفه لفظ چې مفرد په طوايفو بدل شوی او دا د جمع شکل د مفرد له پاره په کار وړل کيږي او رقاصي او سندر غاړی ښځې ته وايي د شيخ سلامه جوق د مصر په “اوپراهوس “ کې زياتره خپل کمال ښکاره کاوه اود ښار هيڅ بزم به بې له ده نه و. ما ډېر ځله دا جوق اوريدلی. په دې کې شک نه شته چې د عربی د موسیقۍ پوره ماهر وو د يوه دوست په واسطه ورسره آشنا شوم او د موجوده عربی موسیقۍ په هکله مې ورسره خبرې کړې دي.
په هغه زمانه کې د مصر يوه مشهوره “عالمه” طاهره نومې ښځه وه چې د طنطاوه. “عالمه” په مصر کې سندر غاړې ته واي يعنې چې د موسیقۍ علم يې زده دی. زمونږ علمای کرام دی له دې اصطلاح څخه په غلط فهمې کې نه لويږي ، د اروپا په ژبو کې دا لفظ “آليمه” شوې دی. شيخ سلامه هم ددې عالمې په مهارت باندې اعتراف کاوه. هغه په خپله هم بلا وه خو آواز يې د هوش او ايمان افت وو. له دې سره هم زه آشنا شوم او د عربي موسیقۍ کمالات مې واوريدل . و ګورﺉ چې دی کور وراني شوق په کومو کومو کوڅو وګر زولم:
 
جانا پړار قيب کې در پر هزار بار ([4])
  ای کاش جانتانه تری رهگذر کومين
 
د هغې زمانې واقعات چې ليكم له هغې څخه څو کاله وروسته په مصر کې ام کلثوم شهرت وموند او نامتو شوه او تر اوسه پورې دا شهرت قايم دی . ما ددې بې شميره ريكاډونه اوريدلي دي او د قاهرې ، طرابلس المغرب، فلسطين او سينګاپور په راډيو سټيشن کې نن سبا هم دا اوازونه انګازې کوي، په دې کې هيڅ شبهه نه شته چا چې دام کلثوم اواز نه دی اوريدلی هغه د موجوده عربي د موسیقۍ په ښکلا او خوند ورتوب نه پوهيږي چې ددې په سندرو کې د عاليه بنت المهدي سندره ډېره مشهوره ده:
وجـــــــــــــبــــب فان الحب داعية الجب
  وکم می بعيدالدار مستو جب القرب ([5])
 
البته دا بايد ومنل شي چې د پخوانېيوناني موسیقۍ په شان عربې موسیقۍ ساده ده او د تاليف ددقت له نوغولټولو نه خالي ده چې هندوستان دا معامله کومو اعماقو ته رسولی ده، حق دادی چې په قديمو تمدنونو کې هيڅ تمدن ورسره مقابله نه شي کولی. حسن تقسيم او دقت ترتيب دلته په هره فني څانګه کې عام خصوصيت دی.
خوتر کومه ځايه پورې چې د فن په دقيقه سنجيو پورې اړه لري په دې کې هم شک نشته چې د اروپا موجوده موسیقۍ چې د جنوبي کمال والا وو يې بنسټ ايښی دی پوره کمال ته رسيدلی ده، اګر که داور يدو د اختلاف له امله يې زمونږ غوږونه په قدر نه پوهيږي خودماغ يې په عظمت او سترتيا ارو مرو یواغيزمن کيږي. په اصل کې د مرکب مزاجو څيزونو او معنا ګانو په څير د موسیقۍ مزاج هم و مرکب دی او ټوله معامله له مفردو اوازونو او لحنونو څخه ترکيب کيږي. ددغه مفردو او اجزاوو ترکيب چې څومره متناسب دقيق او نازک وی، د موسیقۍ عمق هماغومره زياتيږي، نو په دې اعتبار دارو پا د اتلسمې او نولسمې پيړې د موسیقۍ فن د انساني فکر ددقت آفريننو يوه غير معمولي مثال دی. اود جرمني دفن کمال والاوو په دی باب کې ډېره سحر کاري کړی ده.
حقيقت دادی چې موسیقۍ او شاعري ديو حقيقت دوه مختلفې جلوې دی. او بيخې په يو راز سره ظهور کوي د موسیقۍ مولف د الحانو اجزاء تر کيبوی او وزن او تناسب په کې پيدا کوي او شاعر هم د الفاظو او معناوو اجزاء تر کيبوي:
توحنابستی ومن معنی رنگين بسم
هغه حقايق چې په شعر کې د الفاظو او معناګانو جامه اغوندی هغه په موسیقۍ کې دالحانو بڼه غوره کوي . نغمه هم يو شعر دی خو د تورې او کلمې جامه يې نه ده اغوستې بلکه د اوازو نو جامه يې په غاړه کړې ده:
ولاذن تعشق قبل العين احيانا ([6])
 دا څه خبره ده چې ځينې الحان د درد او الم جذبې را پورته کوي او ځينو په اوريدو څوښې او خوشالې پيدا کيږي. ځينو ته داسې کيږي چې ژوند او د ژوند ټولې هنګامې ورته هيڅ ښکاري او ځينو ته داسې معلوميږي چې ورته اشاره کوي:
 
ياران صلای عام است گرمی کنيد کاری
 
دا هماغه معنی ګانې دی چې د موسیقۍ په ژبه را څرګنديږي او که د شعر جامه واغوندي نو کله د حافظ ترانه شي او کله د خيام زمزمه، کله د شبلې د ماتم ساندی شي او کله د “وردس ورت” د حقايقو بيان شي:
 
درين ميدان پرنير نگ حيرانـســــت دانایی
که يك هنگامه آرايى وصد کشور تماشایی
 
دا عجبه خبره ده چې عربانو د هندوستان له ټولو علومو او فنونو سره مينه ښودلی ده، خود هندوستان پر موسیقۍ باندې يې يو غلط نظر هم نه دی اچولی. ابوريحان البيروني په کتاب الهند کې د هندوانو پرټولو علومو او عقايدو نظر اچولی او يو باب يې بر (فی کتبهم فی سائرا العلوم) باندې هم ليكلی دی خو په دغه کتاب کې د موسقۍ هيڅ ذکر نه دی شوی . ډاکټر “ ادوارد سخاو” دلا ثار الباقيه په مقدمه کې د البييروني يو ليك درج کړی دی چې په کې يې خپل ټول مصنفات ذکر کړي خو به دې کې هم پردې موضوع باندې کوم تصنفيف پهنظرنه راځی او حال دادی چې دا هغه
 
[1]- د عشق د معصيت دلذت پوشتنه مه کوه په جنت کې به مې هم دا بلاياده وي.
[2]- داسې راګنده طبع وګړي چيرته پيدا کيږی افسوس چې تاسو له “مير” سره محبت نه دی کړی.
[3]- د ګهيځ تر آذان د مخه دعاګانو مختلف کلمات په يو خاص لحن تکرايږی چې دې ته “ترحيم” وايي او دارسم له څلور سوو کالو راهيسې روان دی ملا علي قاري او صاحب الباعث په بدعو او محدثاتو کې شميرلی دی.
[4]- د رقيب په وره زر ځله تير شوم کاشکې چې ستا رهګذر مې نه موندلای.
[5]- دوستي کوه ځکه دوستي دوستي غواړي او ډير ليرې کورو والا د قرب وړ دی.
[6]- غوږونه له سترګو څخه کله کله دمخه میښيږی