د شیطان کیسې / څلوېښتمه او یو څلوېښتمه کیسه

 
څلوېښتمه کیسه:
   یوه شپه د شیطان لښکر له ځنګلونو او د غرونو له لمنو څخه را ووت او پر حضرت نبي کریم (ص) یې برید وکړ ، یوه شیطان چې اور یې په لاس کې نیولی وو ، غوښتل یې چې د حضرت رسول الله (ص) مبارکه او نوراني څېرې پرې وسوځوي ، چې په دې وخت کې حضرت جبرائیل (ع) راغی او نبي کریم (ص) ته یې وویل : دغه دعا ولوله :
اعوذو بکلمات الله التامات من شر ما خلق و من شر ما ینزل من السماء و من شر ما یعرج بینهما و من شر فتن اللیل والنهار و من شر کل طارق و الا طارق یطرق بخیر یارحمن .
نبي کریم (ص) دا دعا ولوسته ، ګوري چې د شیطانانو اور مړ شو او الله (ج) هغوی له ماتې سره مخ کړل .
یو څلوېښتمه کیسه:
   یوه شپه په مکه معظمه کې د کفارو مشران په یوه کور کې سره راټول شول ، په ګډه یې یو پلان جوړ کړ او په دې یې فکر کاوه ، چې څه ډول حضرت نبي کریم (ص) شهید کړو، په دې وخت کې شیطان د یوه بزرګ په څېره کې دروازې ته راغی او غږ یې وکړ ، چې دروازه پرانیزئ ، هغوی وویل : څوک یې او له کومه ځایه راغلی یې ؟ شیطان په ځواب کې وویل : زه شیخ یم ، د نجد له سیمې څخه راغلی یم او له تاسو سره په دې مشوره کې شریک یم .
نور بیا .....