د سولې اړتيا؛ ګواښونه او فرصتونه

 
افغان ولسمشر، د تېر کال د سیپټامبر په ۲۹ مه د لوړې په مهال د خپل حکومت د پروګرام د وړاندې کولو په ترڅ کې ولس ته د ثبات په یوه مثلث ( اقتصاد، امنیت او بشري منابعو) باندې د کار وعده ورکړه. سیاسي ثبات دغربت او بیکارۍ په وجود کې ممکن نه دی. اقتصادي وده مسلکي بشري قوت او د پانګه اچونې مناسب چاپیریال ته ضرورت لري، چې سوله یې اساسي شرط دی، نو ځکه ولسمشر غني د سولې دراوستو له پاره کار پیل او د مقدماتي کارونو او په پاکستان باندې اغیزلرونکو هېوادونو، سعودي عربستان او چین ته د سفرونو وروسته پاکستان ته لاړ. پخواني ولسمشر، کرزي هم د دغه طلايي مرغه د نیولو په نیت یوویشت ځله اسلام اباد ته سفرونه کړي وو. د جنرال مشرف، زرداري، ګیلاني او کیاني په شمول ګڼ شمېر پوځي او استخباراتي چارواکي کابل ته راغلل، خو د سولې په راوستو او د پاکستان سره د اړیکو په عادي کولو کې کوم د پام وړ پرمختګ ونشو.
نوځکه افغانان اوسنیو هلو ځلو ته هم په احتیاط سره خوشبیني ښیي او د پاکستان نیت ته د شک په سترګه ګوري. د ښاغلي کرزي په شمول د ګڼ شمېر افغانانو سره دا سوالونه موجود دي، چې ایا پاکستان به په رښتیا هم په خپل چلند او اهدافو کې بدلون راولي، له جنګ نه د طالبانو او نورو پاکستان پلوه ډلو د منع کولو په مقابل کې به کوم قیمت غواړي او افغان حکومت به د احتمالي لوړ قیمت د ورکولو توان ولري؟
د ټولو شکونو او ستونزو  باوجود د سولې له پاره کار د افغان حکومت مسوولیت دی، خو موږ په سیمه ییزه سطحه نه یوازې د پاکستان سره طرف یو، بلکې، ایران، هند، سعودي عربستان او د خلیج نور هېوادونه، چین، د مرکزي اسیا هېوادونه، روسیه او د امریکا متحده ایالات هم  ذیدخل دي او د پروسې د بري له پاره یې همکاري ضروري ده. همدا شان په هېواد کې دننه هم په دې هکله یوه ملي تفاهم ته ضرورت دی، ترڅو د بهرنیو لوبغاړو د متضادو اهدافو د ټکر مخنیوی وشي. دلته هغه چلنجونو ته لنډه کتنه کیږي، چې افغانستان ورسره د سولې په پروسه کې مخامخ یو.
کورني ګواښونه:
د پخواني شوروي له خوا د افغانستان اشغال په دې هېواد کې ډېرو بهرنیو په تېره بیا ګاونديو هېوادونو ته د لاسوهنې زمینه برابره کړه. په پاکستان او ایران کې د دین او مذهب په نامه د بهرني مستقیم اغیز لاندې یوشمېر جنګي ډلې جوړې شوې. متضادوانترناسیونالیستي ایډیالوژیو افغاني ناسیونالیزم او هېوادپالنې ته سخت زیان واړه، افراطیت د عقل ځای ونیو، د مغزو فرار رامنځ ته شو، د کار مورال له منځه لاړ، د مفتخورۍ او سوالګرۍ ذهنیت رامنځ شو.
جګړې د افغانانو ډېره برخه له تعلیم نه بې برخې کړه، تعلیمي، ټولییز، اقتصادي او اداري مرکزونه د خاور سره سم شول، اردو او پولیس د منځه لاړل. د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط سره سم لومړی د بهره اغیزمنې جنګي ډلې او بیا طالبان حاکم شول او د دولت د سقوط سره اخلاقي سقوط هم رامنځ شو. په ملي مسایلو د افغانانو تفاهم له منځه لاړ، د تنظیمونو او زورمندانو ګټو د ملي ګټو ځای ونیو، چې دغه حالت تراوسه هم حاکم دی. د دغه قشر ګټې یوازې د جګړې  او نا امنۍ په وجود کې خوندي پاتې کیږي. نو ځکه په کور دننه د سولې په لار کې لوی خنډونه ایجاد وي او د بهرنيو ځواکونو په تېره بیا د ګاونډیوهېوادونو لاسوهنی ته د زمینې په برابرولو سره خپل سیاسي، اقتصادي اغیز او ګټې دایمي کول غواړي. همدا شان د سولې په لار کې د سیمې او د سیمې د باندې هم چلنجونه موجود دي، چې لاندې ورته اشاره کیږي.
سیمه ییز ګواښونه:
پاکستان چې په ۱۹۴۷ کال کې د خپل تاسیس او په تېره په ۱۹۷۹ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل نه وروسته په افغانستان کې د هند په وړاندې د ستراتیژیک عمق په لټه کې و او یا اوس هم دی، افغانستان ته یې منځنۍ اسیا ته د ټوپ د تختې په سترګه کتل، د افغانستان په اوبو او طبعي منابعو یې د پاکستان د سمسورتیا او اقتصادي ودې له پاره محاسبه کوله او د مذهبي افراطیت په وسیله یې په یوه سیمه ییز پوځي او اقتصادي ځواک د ځان بدلول غوښتل.
همدا شان ایران په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د اقتصادي او کلتوري برلاسي په لټه کې دی، د افغانستان له اوبو نه د زیاتې استفادې هدف تعقیبوي. افغانستان ته د ایراني صنعت د ودې له پاره د اومو موادو د ګدام او د خپلو تولیداتو د خرڅلاو د بازار په سترګه ګوري. په دې برسیره د نیابتي جګړې په وسیله په سمیه کې د خپل تاریخي دښمن، سعودي عربستان د نفوذ مخه نیسي. همدغه شان ایران په افغانستان کې د غرب په تېره بیا د امریکا سیاسي، اقتصادي او کلتوري نفوذ په اوږد مهال کې د خپل ثبات له پاره خطرناک ګڼي.
هند چې د طالبانو د حکومت نه پرته یې د تاریخ په اوږدو کې تل د افغانستان سره ژورې سیاسی، اقتصادي او کلتوري اړیکي ساتلي نه یوازې په سیمه کې یوغښتلې اقتصادي او پوځي قوت دی، بلکې په نړۍ کې د زیاتیدونکي اقتصادي، سیاسي او کلتوري اعتبار نه برخمند دی، چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې د افغانستان د معارف، لوړو زده کړو، ترانسپورتي انفراسترکچر، انرژۍ، کرني، د تجارت په وده او د ارودو د پرسونل په روزنه کې د دوه میلیارده ډالره مرسته کړې، هم دلته ګټې لري. هند په افغانستان کې د خپلو تولیداتو د خرڅلاو، د افغانستان د طبعی زیرمو په استخراج کې پانګونه، مرکزي اسیا بازارونو ته د لاس رسي، په دوه اړخیزو او نړیوالو مسایلو کې د افغانستان سره همغږي غواړي.
همدا شان د پاکستان همپیمان او د ایران سخت سیال، سعودي عربستان په افغانستان کې د ایران د نفوذ نه په هراس کې دی. سعودي عربستان په پاکستان، طالبانو او په ډېرو تنظیمي ډلو او شخصیتونو پوره نفوذ لري او د پردې شاته د افغانستان د معضلې یوه کلییز لوبغاړی دی. د دې نه پرته د مرکزي اسیا هېوادونه چې د افغانستان سره تاریخي، قومي، کلتوري، دیني او اقتصادي اړیکي لري، هم د افغانستان د حالاتو په هکله بې تفاوته نه دي. دوی د افغانستان له لارې په وزیریستان کې روزل شويو سخت دریځو له ورتګ نه په هراس کې دي او یو باثباته افغانستان د خپل سیاسي ثبات، اقتصادي ودې او د جنوبي اسیا سره د سوداګرۍ  له پاره ضروري ګڼي.
نتیجه: د سولې فرصتونه:
د سولې پر وړاندې یوازې چلنجونه موجود نه دي، بلکې چانسونه او وسایل هم شته، چې په افغانستان او پاکستان کې د سولې او ثبات سره مرسته او د ټولې سیمې او د هغې نه بهر هم د اختلاف پر ځای د همکارۍ ذهنیت ایجادولی شي. څنګه چې په افغانستان کې د پاکستان په هکله د عمومي شک او تردید ترڅنګ بېلا بېل دریځونه او د نظر اختلاف شته، همدغه شان ټول پاکستان هم د افغانستان په هکله یوه پالیسي نلري. هلته هم د افغانستان او حتی د هند سره د ښو سیاسي او اقتصادي همکاریو پلویان شته. له یوې خوا په سیمه کې بدلونونه او په سیاسي، اقتصادي، پوځي او استخباراتي مؤسساتو کې د ځوان او زاړه نسلونو د فکر اختلاف په پالیسۍ کې بدلون راولي، چې اړوند پاکستاني مؤسسات هم ترې مثتثی نه دي. له بلې خوا د داعش راپیدا کېدل او پراختیا ایران او پاکستان دواړه تهديدوي، چین او هند یې په وړاندې بې تفاوته نه دي. همدارنګه پاکستان نشي کولی، چې په طالبانو خپلو نفوذ تل وساتي. پښتني نشنلیزم په پښتونخوا او وزیرستان کې ژورې ریښې لري او دا احتمال شته چې پاکستاني طالبان د وخت په تېرېدو سره په نشنلستي او بیلتون غوښتونکي نهضت بدل شي.
د افغانستان حالاتو د پاکستان په نړیوال حیثیت، سیاسي ثبات او اقتصاد منفي اغیز کړی دی. نه یوازې پښتونخوا ناامنه ده، بلکې افراطیت او ترهګرۍ اوس د پاکستان زړه پنجاب ته هم سرایت کړی، سند او بلوچستان خو لا پخوا نا امنه وو. هند د انرژۍ په کمبود او پاکستان د انرژۍ په سخت بحران اخته دی. افغانستان زیاتې طبعي زېرمې او مناسب ترانزیتي موقعیت لري. د سولې او همکارۍ په صورت کې هند او پاکستان د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا بازارونو او د انرژۍ منابعو ته لار پیدا کولای شي. د ټاپي او کازا پروژې عملاً درې واړه هېوادونه نږدې کوي. افغانستان د ۲۳۰۰۰ میګاواټه برق د تولید ظرفیت لري چې د سیمه ییزې همکارۍ او سرمایه ګذارۍ په صورت کې په واقعیت بدلېدای شي او د پاکستان د انرژۍ د ستونزې په اوارولو کې به مرسته وکړي.
لنډه دا چې د هرې سیاسي او پوځي ستونزې حل په خبرو کیږي او موږ باید هم په کور دننه او هم د خپلو ګاونډیانو سره د خبرو او همکارۍ پالیسۍ ته ادامه ورکړو. د سولې په لار کې هم خنډونه او چانسونه شته، خو وخت، قوي ارادې، د خبرو باکفایته، باحوصلې او د سړې سینې مرکچیانو ته ضرورت دی. د ځنډ او یا نه پرمختګ په صورت کې باید ناامیده نه شو. د سولې په خبرو کې باید د ولسمشر ملاتړ وشی او حکومت هم بایدد طالبانو سره د سولې او پاکستان سره د اړیکو ښه کېدلو په قیمت خلک خبر او د هغوی دا تشویش رفع کړي، چې د افغانستان په حیثیت، ملي ګټو، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکومعامله نه کیږي. همدغه شان د هند، چین، ایران او نورو هېوادو سره باید زموږ سیاسی او اقتصادي اړیکي صدمه و نه ویني. د افغانستان خلک په ګاونډي هېوادونو کې د خپلو پوځیانو روزلو نه په هراس کې دي، خو د شپږو پوځیانو روزنه سمبولیک ارزښت لري او د زغم وړ ده. سوله او اقتصادي همکاري په ټوله سیمه کې یو حیاتي ضرورت دی. د پاکستان، ایران، هند او چین په شمول د ټولو ذیدخلو هېوادونو د هلوځلو په نتیجه کې سوله یقیني او دلته د اقتصادي ودې یوه لویه سیمه رامنځ ته کېدای شي، نو ځکه باید د دې مناسب حالت نه استفاده وشي او وخت او انرژي ضایع نشي.
دغه ليکنه په «محور» ورځپاڼه کې هم خپره شوې ده.