د ټوټاپ پروژه د ټاپی، کازا ۱۰۰۰ تر څنګ یوه بله مهمه سیمه ییزه پروژه ده چې منځنۍ اسیا او جنوبی اسیا سره نښلوی. پروان، کابل، بامیان، پکتیا، خوست، وردګو، زابل او کندهار ته برق ورکوي او د ترکمنستان بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي. د دغې پروژې تکمیل به د یوې خوا د افغانستان ډیرو ولایتونو ته بریښنا ورکړي او په دی توګه به نه یوازې د خلکو کورونه رڼا شي، بلکی په اړوندو ولایتونو کې به د صنعت د رامنځ ته کیدو، بی کارۍ د کمیدو او بالاخره اقتصادی ودې او یو متمدن ژوند زمینه برابره شی او په دی توګه به د سمیې په امنیت ګټور اغیز وکړي. ددې پروژې سیاسی ارزښت د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا ترمنځ د متقابلې وابستګۍ رامنځ ته کیدل دي چې په دی توګه پاکستان اسیب پذیر کیږی او تروریزم د کنترول لاندی راځي.
ددغې پروژې ډیزاین لومړنی فیشنر المانۍ کمپنۍ کړي ؤ چې په اساس یې د بریښنا د انتقال لینونو د تیریدو مسیر د بامیانونه له لارې په نظر کې نیول شوې ؤ ځکه په هغه وخت کې تمه کیده چې د حاجی ګک د اوسپنې په معدن به کار پیل شي. خو کله چې هندی لورې د خپل تعهد نه په شاه شو، نو اسیایی بانګ چې د جاپان او او امریکا د متحده ایالاتونو ترڅنګ د پروژې لوۍ تمویلونکې دی د اقتصادی او لوژستیکي دلایلو په وجه دغه پلان اصلاح کړ او د انتقال مسیر د سالنګ له لاري چې د بامیانو په پرتله د ۱۰۰ نه تر ۱۲۰ کیلومترو لنډه ده وټاکل شو.
د مسیر د بدلون بل علت د ۱۱۰ میلیونو ډالرو تفاوت دی. خو ددی له پاره چې بامیان د بریښنا د حق نه بی برخې نه شي نو پریکړه وشو چې د چاریکارو د پشته سرخ د سبستیشن نه د غوربند له لارې بامیانو ته یو داسی ۲۲۰ کیلوولټه لیین وغزول شي چې د دائ کونډی نه تیر او د روزګان له لارې د کجکي سره وصل شي. دغه لین څو ګټې لري چې د یوې خوا اوسي د حد نه زیاتوضایعاتو مخه نیسي او د بلې خوا نه که چیرته کوم صادرونکي هیواد پرمونږ خپله بریښنا قطع کوي نو زموږ ټولې بریښنایې منابع به د یو بل سره نښلول شوي وي په دی توګه موږ کولې شو چې تر ډیره حده د یو بریښنایې فاجعی او همدغه شان د اقتصاد او صنعت د سقوط مخه ونیسو. د کازا ۱۰۰۰ برعکس د ټوټاپ یوه بله لویه ګټه داده چې نه یوازې په کال کې افغانستان ته لږ ترلږه ۴۵ میلیونه ډالر ترانزیتی فیس راوړی، بلکی دغه برق کال دولس میاشتی دی. کازا په کال کې یوازې پنځه میاشتي فعال دی.
د پروژې په ټولو اړخونو د کلونو راهیسې کار شوی او اوس د تطبیق په درشل کې ده. په داسی حساس حالت کې ښاغلو دانش، محقق او خلیلي د تغیر غوښتنه مطرح کړه او د نه تغیر په صورت کې یې د پراخو لاریونو ګواښ وکړ. په داسی حال کې چې تمویلونکي اړخونه د کار په پیل ټینګار کوي، افغانستان د مسیر د تغیر او ځنډ امکانات نه لری. د مسیر تغیر د اقتصادی، امنیتی او سیاسی منطق سره په سمون کې نه دی نو دغه ښاغلي ولې داسی څه مطرح کوي چې اقتصادی منطق نه لری، د هیواد سیاسی او امنیتي ثبات او ملي یووالې ته زیان رسوي، د هېواد د انرژئ د ویش سیستم د لویو بحرانونو سره مخ کوي او تمویلونکو ته بهانه په لاس ورکوي چې پروژه لغوه کړي. همدغه شان پاکستان د بین المللی فشار په نتیجه کې ددې پروژی قبلولو ته حاضر شوی او د ځنډ په صورت کې به پاکستان چې د انرژۍ په بحران اخته دی د پروژې نه په شا او د ایران وړاندیز به ومني.
که هدف د بامیانو له پاره بریښنا وي دا د بامیانو د خلکو حق دی او که څوک یې مخه نیسي هغه نه یوازې د بامیانو، بلکې د ټول افغانستان سره خیانت کوي. نو ځکه باید د افغانستان ټول خلک د خپلو بامیانی خویندو او وروڼو ترڅنګ ودریږي. د ماستر پلان د پیشبنۍ سره سم به د ۲۰۳۲ میلادي کال پورې دبامیانو ټول ضرورت ۲۸ میګاواټو ته ورسیږي. نه یوازې د ټوټاپ له پروژې نه بامیانو ته ۲۲۰ کیلو ولټه لین انتقالیږي، بلکې د لمریزی انرژۍ د تولید یو کوچني پارک هم تر کار لاندی دی او د بریښنا د تولید یو کوچنې بند هم په نظر کې نیول شوی چې په دی توګه به بامیان په نږدې راتلونکي کې د خپل ضرورت نه هم زیاته بریښنا ولري.
نو ولې دغه ښاغلي د لینونو د مسیر د تغیر په پلمه د یوی ملي او سیمه ییزې پروژې مخه نیسي؟ کیدی شي د پردې شاته نور مسایل مطرح وي. ایران د ټاپي او ټوټاپ دواړو مخالف دی ځکه ایران غوښتل چې دغه دواړه پروژی د ایران له لارې تیرې شي. همدغه شان دغه ښاغلي غواړي چې د بریښنا د انتقال د مزو نه په راتلونکي کې د یوې حربې په توګه کار واخلي او هر وخت چې وغواړي د بریښنا په قطع کولو سره د افغانستان د ډیرو سیمو روښنایې او اقتصادی وده د ګواښونو سره مخ کړي. په داسی حال کې چې د افغانستان د اکثرو سیمو په شان د بامیانو خلک هم دغربت او محرومیت په حال کې ژوند کوي دغه ښاغلو د بامیانو، غزنی دائ کوندی او نورو سیمو د اوسیدونکو په قیمت د ځان او خپلو کورنیو له پاره بی شمیره مالی او سیاسی امتیازات ترلاسه کړي. ډیر جنګ سالاران فکر کوي چې په نا امنۍ او بی ثباتۍ کې ددوۍ ګټه ده نو کیدې شي دغه ښاغلي د یو داسی جامع او د ټول افغانستان له پاره د حیاتي پلان د عملي کیدو نه په ویره کې وي او یو ځل بیا وغواړي چې د خلکو د ناخبرۍ نه په استفاده او د بهرنیانو په سپارښتنه اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسی او ولسونه یرغمل کړي. د افغانستان د ټول ملت او په تیره د هزاره وروڼو نه هیله کیږي چې پری نه ږدی یو ځل بیا د سیاسی سوداګرۍ قربانی شي.
وروستي