پښتانه مشران باید د پنجاب په استازیتوب کابل ته رانشي

 
د اسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان جمهور رئیس، داکتر محمد اشرف غني پاکستانې استازې  ښاغلې سرتاج غزیز مخاطب کړ او ویې ویل چې هغه مرسته چې پاکستان د افغانستان له پاره په نظر کې نیولې، بهتره به وي چې هغه په پاکستان کې د تروریزم په ضد ولګوي. ځکه که پاکستان د افغانستان سره هرڅومره مالي مرسته وکړي، خو په خپل قلمرو کې د ترورویستانو د روزنې، تجهیز، هغوئ ته د سفر او د لوژیستکي امکانانو له برابرولو لاس وانخلي، افغانستان ته به هیڅ ګټه ونه رسوي. د افغانانو وینې به توئیږي، د ابادۍ مخه به نیول کیږی او موجود فزیکی جوړښتونه به هم ړنګیږي.
د جمهور رئیس غني وینا هم په هند کې چې زموږ په شان په پاکستان کې د زیږیدلي او لوئ شوي تروریزم قرباني دی او هم افغانستان کې د ښه غبرګون سره مخ شوه او افغانانو یې په یوه غږ ملاتړ وکړ. خو د پاکستاني رسنیو غبرګون نه یوازې دا چې منفی ؤ، بلکی پاکستاني میډیا په افغانستان او په تیره بیا جمهور رئیس غني پسې په سپکو سپورو ویلو پیل وکړ.
خو پاکستاني سیاستوالو د حالاتو نازکوالی او د پاکستان د زیاتیدونکي انزوا نزاکت درک کړ. ښاغلی عزیز د افغانستان په چارو کې لاس لرل رد کړه خو په عین حال کې یې دا هم وویل چې د افغانستان حالاتو ته په کتو سره د اشرف غنی موقف درک کولې شي. د ښاغلي عزیز دغه وروستۍ جمله په دیپلوماتیکه ژبه په خپل تقصیر اعتراف دی. اوس چې پاکستان په دی پوه شو چې په وړاندې یې د افغانانو کرکه وروستې حد ته رسیدلې، زموږ سره یې سوداګري مخ په زوال ده او افغانستان د بدیلو ترانزیتي لارو په لټه کې دی. نو یو وار بیا د وسیلې په توګه د پښتنو مشرانو دکارولو په فکر کې شو. داسي اوازې دي چې پاکستان غواړي یوځل بیا ښاغلې اسفندیار ولي، محمودخان اڅکزې، افتاب احمدخان شیرپاؤ، مولانا سراج الحق او مولانا فضل الرحمان کابل ته د اړیکو د عادی کولو په نیت راولیږي.
د افغانستان په هکله د ښاغلو اسفندیار ولی، محمود خان اڅکزي او افتاب احمد خان شیر پاؤ دریځ معلوم دی. دوۍ په دی هېواد کې تل د عزت او هرکلي سره مخ شوی. ښاغلي سراج الحق که د افغانستان د موقف ملاتړ کله نه دی کړي خو د مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په شان یې لاسونه د افغانانو په وینو سره نه دي. دا به بهتره وي چې دغه مشران د پنجاب په استازیتوب کابل ته رانشي. ددوۍ راتګ به په افغانانو کې ددوۍ اعتبار او حیثیت ته لوۍ زیان ورسوي. ځکه چې د پاکستان سره زموږ اړیکي په لومړیو دری تنو کې یوه هم نه دی کړکیچنې کړي. بلکه دا د پنجاب پوځ او استخبارات دي چې حالات یې دی حد ته رسولي. اوس یوازې پنجاب کولې شي چې د پالیسۍ په بدلون سره دغه اړیکي عادی کړي.
پاکستان باید په دې پوه شي دغه هېواد د ۱۹۷۸  کال راپدیخوا په پرله پسې توګه د افغانستان د سیاسی، اقتصادی او کلتوري جوړښتونو د تخریب او افغانانو د فزیکی محوه کولو له پاره کار کوي، په دی موده کې یې هیڅکله افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په سترګه نه دي کتلي. دغه هېواد باید په دی هم پوه شي، چې د اسلامي ورورولۍ غولونکې شعار نور د کاره لویدلې. اوس افغانان په دۍ پوهیږي چې دغه شعار یوازې اخلاقی ارزښت لري او د دولتونو ترمنځ د اړیکې بنسټ نه شي کیدي. ملي ګټې او متقابل احترام د نړۍ په هرکنج کې د دولتونو ترمنځ د اړیکو معیار او بنسټ جوړوي.
پاکستان باید د افغانانو زخمی احساس درک کړي او په دی پوه شي چې یوازې اتم بمب او غښتلې پوځ د دوۍ د بقا او قوت او په ګاونډ او نړۍ کې د دوۍ د ښو اړیکو ضمانت نشي کولې. په تیرو کې پاکستان، د سنتو او سیاتو د غړیتوب، د عربانو د بیساري مرستو، غښتلې پوځ باوجود د هند په وړاندې ټول جنګونه بایللی. همدغه شان، د پاکستان پوځ او استخباراتو د ټول چل فریب، پاکستان پلوه تنظیمونو، طالبانو، داعش، قفقازی او اوزبک تروریستانو د همکارې باوجود نه یوازی داچې افغانستان په خپله پنځمه صوبه بدل نکړې شو، بلکی اکثره هغه تنظیمونه یې هم په ضد شول چې د پاکستان د وروۍ په نارو یې کلونه کلونه ستونی شلول. هغه ورځ هم لري نده چې همدغه طالبان چې اوس د پاکستانی پوځ په لمسه زموږ ځوانان، سپین سري او ماشومان وژني، زموږ زیربنایې جوړښتونه رڼګوي، د وسلو خولې پنجاب ته واړوي.
لنډه دا پاکستان باید په دی هم پوه شي چې افغانان ددوۍ سره د دښمنئ په فکر کې ندي او نه به هند او یا بل هېواد ته اجازه ورکړي چې زموږ له خاوري ددوۍ په ضد استفاده وکړي. موږ په سمیه او نړۍ کې د پاکستان په ګډون د ټولو اولسونه سره په سوله کې ژوند او هراړخیزې ښې اړیکي غواړو. که پاکستان هم زموږ سره دوستي غواړي ګټه یې په تروریزم کې نه، بلکي په متقابل احترام او ښو اړیکو کې ده. نو ځکه باید پښتانه مشران هم پوه شي چې ددوۍ راتګ ګټه نه کوي یوازې پنجاب کولې شي چې اړیکي ښې کړي.