د شیطان کیسې
ژباړن : عطا محمد میاخېل
نهه دېرشمه کیسه :
حضرت ابراهیم (ع) ته په خوب کې حکم وشو ، چې خپل زوی د الله (ج) په لار کې قربان کړه ، دا خوب یې درې شپې پرله پسې ولید . هغه (ع) دې ته چمتو شو ، چې د خپل ځیګر ټوټه د الله (ج) په لار کې قربان کړي . درېیمه ورځ ابراهیم (ع) د اسماعیل (ع) مور ته وویل : اسماعیل (ع) ته غسل ورکړه ، نوې جامې ور واغونده ، وېښتان یې غوړ او ږمنځ کړه ، چې زه نوموړي هغه چاته یې بیایم ، چې ډېر ستر او سخي دی .
حضرت هاجره ټول کارونه ترسره کړل ، کله چې ابراهیم (ع) خپل زوی اسماعیل (ع) له لاسه ونیوه او له کوره بهر شول ، نو شیطان په ډېرې چټکۍ او د یوه ښه سړي په څېره کې حضرت هاجرې ته راغی او ورته وې ویل : آیا ته پوهېږې ، چې حضرت ابراهیم (ع) حضرت اسماعیل چېرته له ځانه سره بوته ؟ حضرت هاجرې وویل : نه پوهېږم . شیطان بیا وویل : ای هاجرې ! هغه یې حلالولو ته ته بوته ، هغه قرباني کوي . هاجرې وویل ، چې ولې د شیطان له خولې دا خبره راووته ، چې ابراهیم (ع) په دې ګومان دی ، چې دا الله (ج) حکم دی ، که چېرې په رښتیا دا خبره وي ، نو ته څوک یې ، چې د دې کار مخه نیسې ؟ موږ د الله (ج) حکم منو . له دې ځایه ووځه ، ته رټل شوی شیطان یې . شیطان ناهیلی شو حضرت اسماعیل (ع) ته ورغی او ورته وې ویل : ته پوهېږې ، چې پلار دې تا چېرته بیایي ؟ هغه ورته وویل : نه پوهېږم . شیطان بیا وویل : حلالولو ته دې بیایي ؛ حضرت اسماعیل (ع) په حیرانتیا سره وپوښتل : آیا پلار خپل زوی حلالوي ؟ شیطان له خولې یوځل بیا دا خبره راووته ، چې پلار ته دې د الله (ج) له لوري حکم شوی دی . حضرت اسماعیل (ع) وویل : که چېرې د الله (ج) حکم وي ، نو زه د خدای (ج) حکم ته سر ټیټوم ، ته څوک یې ، چې د دې کار مخه نه نیسې ؟ داسې ښکاري ، چې رټل شوی شیطان یې ، له دې ځایه هم ناهیلی شو او د حضرت ابراهیم (ع) لورته ورغی او هڅه یې وکړه ، چې هغه (ع) له خپل هوډه پېښمانه کړي ، ورته وې ویل : ته هسې په بېځایه خوبونو باندې باور کوې او خپل زوی دې قربانۍ ته چمتو کړی دی ؛ تا ته په خوب کې شیطان دا حکم درکړی دی ، ابراهیم هم وپېژانده ، چې دا رټلی شیطان دی ، وې فرمایل : لعینه ! له دې ځایه لاړ شه ، زه به خامخا د الله (ج) حکم پر ځای کووم . شیطان له دې ځایه هم ناهیلی لاړ او وې ویل : په دې درې کسانو باندې زما مکر او دوکه کومه اغېزه نه کوي او زه پر دوی باندې نه شم بریالی کېدای .
نور بیا .....
وروستي