
څلورم څپرکی؛ دویمه برخه
نیټه: ۲۲/۱۲/۱۳۹۳،ه،ش
د بامیانو د بودا مجسمو ورانول، تاریخي شالید،(پسمنظر)
دغو مجسمو ته د تاریخ په اوږدو کې ډول ډول زیانونه اوښتي دي لمُړی دا چې په څلورمه هجري پېړۍ کې د عربو د هجُوم له امله چې د(۵۳) مترۍ مجسمې کار لا نه ؤ بشپړ شوی او د بامیانو ښار چې د پېښور او بلخ په لویه لاره پروت وو، د مجسمې داخلي پوړۍ ورانې شوې.
نوموړو مجسمو ته په دوهم ځل هغه مهال زیان ورواوښت چې د یرغلګر او غله نادر افشار لخوا د توپونو پر ګلیو وویشتل شوه چې د (۵۳) مترۍ مجسمې پښې ورانې شوې.
دریم ځل په(۱۹) میلادې پېړۍ کې هغه وخت چې د امیردوست محمدخان میرمن چې د بامیانو له لارې تېریدله په دې پلمه چې ګواکې مجسمې لوڅي دي، نو امر یې وکړ چې په توپ دې وویشتل شي، چې له امله یې لاندنۍ برخه ورانه شوله. (افغانستان در مسیر تاریخ)
او په څلورم ځل طالبانو د ۱۹۹۸، ز، کال د سپتمبر په ۱۴، د بامیانو ښار ونیو او د طالبانو یوه ملا د بامیانو د لویې مجسمې سر چې پخوا هم زیانمن شوی ؤ د ټانګ په مرمۍ والوزاوه ... . (د افغانستان پر معاصر تاریخ باندې یوه لنډه کتنه ص ۴۱۰)
نوموړي مجسمې په کال (۱۳۷۹، ه، ش) کې د ملاعمر په امر په بشپړه توګه ورانې شوې، مخکې له هغې چې طالبان د مجسمو پر ورانولو پېل وکړي د مصر له هیواد څخه د دې هیواد مفتي او د الازهر(۱۲۰۰) کلن پوهنتون څخه اسلامي پوهان او د اسلامي نړۍ د علماؤ مشر علامه ډاکټر محمدیوسف (قرضاوي) د کندهار ښار ته راغلل او د طالبانو مشرانو ته یې توصیه وکړه چې نوموړي مجسمې د راتلونکو ناوړو عواقبو او د مصلحت پخاطر ورانې نه کړي ځکه چې د مجسمو ورانول به په نړۍ کې د مسلمانانو لپاره ډېر له خطره ډکې پایلې ولري، خو له بده مرغه چې د طالبانو مشران د کبر، غرور او لویې ناپوهۍ په سمندر کې غرق وو د هیڅ چا خبرې او مشورو ته یې یوه زره ارزښت ورنه کړ او خپلو سرتمبه ګیو ته ورتمبه وو، سره له دې چې همدغو طالبانو یو ځلې نړیوالو ته د مجسمو د نه ماتولو او ساتلو ډاډ هم ورکړی ؤ او په خپله یې فتوی ورکړي وه چې په اوس وخت کې د بتانو عبادت نه کیږي نو موږ یې نه ماتوو، خو وروسته یې د خپلې بې عهدۍ او بدقولۍ له امله خپله کړي فتوی تر پښو لاندې کړه چې په دې بنسټ د تاریخ په پاڼو کې د تاریخ شکنانو په نوم ثبت شول.
په دې جریان کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د څو تنو دیني علماؤ سره کندهار ته راغی او له ملاعمر څخه یې هیله وکړه چې د بودا مجسمې ورانې نه کړي، ملاعمر د نړیوالو په دې ډول غبرګون باندې حیران شو هغه وویل: « والله که موږ پوهیږو چې ټوله ولی دومره وارخطا دی، موږ خو صرف ډبری ورانوو.»
امریکایي لیکوال سټیوکول د بودا د مجسمو د ماتولو په اړه د ملامحمدعمر د خولې خبرې چې د پاکستاني پلاوي سره یې کړي وې په دې ډول لیکلي دي: ... یو بُت (۱۲۰) فټه او بل یې (۱۷۵) فټه لوړ وو. پر دغو بُتانو باندې کارول شوي جواهرات لا ډېر په خوا زمانو کې تروړل شوي وو او مُخونه یې د پخوانیو مسلمانو حاکمانو پر لاسونو ویجاړ شوي وو. خو تنې یې پرځای ولاړې وې د طالبانو د دې ناوړه کار پر خلاف ټولې نړۍ داسې شوک او غبرګون وښود چې دا ډول غبرګون د ملیشاؤ پر لاس د ملکي افغانانو د ډله اییزو وژنو په هکله نه ؤ ښودل شوی. لرغون ساتونکو او حکومتونو د بتانو د نه ویجاړولو لپاره غوښتنې وکړې، ملا عمر حیران پاتې ؤ، ویل یې ... موږ نه پوهېږو چې ولې ټول دومره وارخطا دي ټول هغه څه چې موږ کوو، هغه یوازې د ډبرو ماتول دي.
د نړۍ د ډېرو بودایی مذهبه هیوادنو مشرانو پر پرویز مشرف باندې زور واچولو چې مداخله وکړي او طالبان له دغه ناوړه کار څخه منع کړی. مشرف (معین الدین حیدر) کندهار ته واستاوه چې له ملا عمر سره خبرې وکړي نوموړی د اسلامي سلاکارانو په ګډون کندهار ته ولاړ... وروسته له کيناستو، څخه، ملاعمر میلمنو ته وویل: «موږ له شپږو میاشتو بحث څخه وروسته دې پایلې ته ورسیدو چې باید بُتان مات کړو.»
په ځواب کې یې حیدر د قرآن کریم یو آیت ولوست چې مسلمانان د نورو دینونو د خدایانو سپکاوی ونه کړي، نوموړي د تاریخ په اوږدو کې په تېره په مصر کې، د ګڼ شمېر پېښو یادونه هم وکړه چېرې چې مسلمانانو د نورو ادیانو د بُتانو او هنرونو ساتنه کړي وه... حیدر وپوښتل چې ... هغو [مسلمانانو] د یو نیم زرو کالو راپه دیخوا دغو بُتانو ته څه ضررنه ؤ رسولی، دوی خوهم ټول مسلمانان وو،نوستا له هغو سره څه توپیر دی؟.
ملاعمر یې په ځواب کې وویل: « ښایي چې هغوی یې د ماتولو لپاره وړ تکنالوژي نه درلودله؛» زیاته یې کړه: «د دې ویره لري چې د قضاء پر ورځ به خدای[تعالَی] څه ورته وایی.»
... عمر وویل: «... الله به مې وپوښتي؛ عمره! تاد شوروي پر نوم یو زبرځواک پر کونډو کړی ؤ، دوه بُتان د نه شول ماتولی؟ نو ملاعمر به څه ځواب ورکوي؟»
لیکوال وړاندې ځي او وایي: ملا عمر چې خپله یوه روغه سترګه یې په میلمنو کې خښه کړي وه، خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ: «... د قیامت پر ورځ به دا ټول غرونه په شګو(ریګونو) بدل شي او هوا ته به والوزي، که چېرې دا بُتان په دې بڼه د الله مخې ته ودریږي، نو بیا به څه وي؟ بیا به نو ملاعمر خدای ته پر کوم مخ ورځي؟.»(دپیریانو جګړې ص ۸۰۵)
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي