جان ګنډل؛  له کار سره مینې میلیاردر کړ

 
بنجامین فیرلس وايي د بریالیتوب فورمول د ده په باور څلور پړاوونه لري. لومړی د هغه کار ټاکنه ده چې مینه ورسره لرئ. دویم د توان تر بریده هڅه. درېیم له فرصتونو ګټه پورته کول او څلورم یې هم تعاون او هکاري ده. هغه کسان چې له کار سره مینه لري، له شک پرته چې یوه ورځ نه یوه ورځ به بریالیتوب ته رسېږي. دغه ډول کسان کار ته د تفریح په سترګه ګوري او هېڅکله له ناهیلۍ او ستړیا سره نه مخ کېږي.
اسټرالیایی جان ګنډل یو له همدغه ډول کسانو څخه دی. نوموړی وايي د بریالیتوب راز یې په دې کې دی چې ده د پلور د ساعتونو تنظیم له منځه یوړ او کار ته یې د تفریح په سترګه کتل.
جان په ۱۹۳۵ زېږدیز کال په اسټرالیا کې زېږېدلی دی. د نوموړي کورنۍ له پولنډ څه دغه هېواد ته کډواله شوې وه. مور او پلار یې د خپلې استوګنې په سیمه کې د شکم بندو هټۍ درلوده. جان ګنډل لا د ۱۵ کلونو و چې د خپلو والدینو د کار مسئولیت یې پر غاړه واخیست.
له خپل اوښي سره په ګډه یې دغه کار ته دومره پراختیا ورکړه چې د څانګو کچه یې تر ۲۰۰ پورې ورسېده. په ۱۹۸۳ کال کې یې د چاډسټون په نوم د یوه سوداګریز مرکز ونډې واخیستې او د سوسن په نوم له والدینو ورپاتې د ښځو د جامو سوداګري یې پر خپل اوښي په ۱۹۸۵ کال کې وپلورله.
په همدې کال یې د نارلنډ په نوم په یوه بل سوداګریز مرکز کې هم ونډې وپېرلې. په نارلنډ کې خپلې ونډې یې وروسته په ۴۵۵ میلیونه ډالره وپلورلې.
په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې یې د ابو رسونې په یوه کمپنۍ کې هم ۵۰ سلنه ونډې وپېرلې. د چاډسټون په نوم سوداګریز مرکز چې په مېلبورن ښار کې دی، د ویکي پیډیا د معلوماتو له مخې په اسټرالیا کې تر ټولو ستر سوداګریز مرکز دی. دغه مرکز ۵۱۰ هټۍ او د ۹۳۰۰ موټرو د درېدو لپاره پارکېنګ لري.
ویل کېږي داسې ورځې هم پېښېږي چې ۶۸ زره کسان دغه مارکېټ ته د سودا لپاره ورځي او په کلنۍ کچه د دغو کسانو شمېر تر دوو میلیونو نفرو رسېږي.
نوموړی په دغه سوداګریز مرکز پنځوس سلنه ونډې لري.
فوربس مجله وايي د جان ګنډل د پانګې کچه اوسمهال دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۸۱ ام او په خپل هېواد اسټرالیا کې شپږم ځای لري.
ده واده کړی، څلور اولادونه لري او د اسټرالیا په په مېلبورن ښار کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.