مارتین او اولېور؛  فرانسوي میلیاردر وروڼه

 
مارتین او اولېور فرانسوي میلیاردر وروڼه دي. دوی ته کاروبار له خپل پلاره پاتې دی. پلار یې فرانسېس د « Bouygues  » په نوم د کمپنۍ بنسټ کېښوود. تر ۱۹۷۰ زېږدیز کال پورې دې کمپنۍ د فرانسې د ونډو د بازار په نوملړ کې ځای وموند. په ۱۹۸۵ او ۱۹۸۶ کلونو کې یې د ساختماني چارو دری کمپنۍ وپېرلې او وروسته یې د یوه ګروپ تر چتر لاندې راټولې کړې.
پر ساختماني چارو سربېره د بویګوس کورنۍ په ۱۹۸۷ کال کې د «TF1» تلوېزیوني چینل هم جوړ کړ. تر دې نهه کاله وروسته یې خپل فعالیتونه مخابراتي خدماتو ته وغځول او د بویګوس تېلېکان په نوم یې کمپنۍ یې جوړه کړه.
د کمپنۍ بنسټګر او د دې میلیاردرو فرانسوي وروڼو پلار فرانسېس په ۱۹۸۹ کال کې مړ شو. تر هغه وروسته د کمپنۍ مشري د مارتین په نوم د هغوی زوی ته وسپارل شوه. نوموړي هم له پلاره د ورپاتې سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړې چې اوس د کمپنیو پر یوه ستر ګروپ اوښتی دی.
د بویګوس په نوم د ګمپنیو دغه ګروپ چې مرکز یې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې دی د نړۍ په ۸۰ هېوادونو کې فعالیتونه لري.
په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې تر ۲۰۱۱ زېږدیز کال پورې ۱۳۰۰۰۰ کسانو ورسره کار کاوه.
دغه دوه وروڼه د کمپنیو په دغه ستر ګروپ کې ۲۰ سلنه ونډه لري. د دغه ګروپ د کلنیو عوایدو کچه ۴۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
مارتین د کمپنیو له دغه ګروپ سره د سوپر وایزر په توګه دنده پیل کړه او اوس یې رییس او اجرایوي مشر دی. نوموړی دوې لسیزې کېږي چې پر دغه پوست کار کوي.
دی د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي شخصي ملګری او د زوی ملاتړ یې دی. بل ورور اولېور یې د ساختنامي چارو د یوې کمپنۍ اجرایوي مشر دی. په فوربس کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې ساختماني برخه یې د فرانسې، سویس، هانګ او سنګاپور په ګډون په ۸۰ هېوادونو کې پروژې لري چې ۳۲ میلیارده ډالره عواید یې ترې ترلاسه کړي دي.
د بویګوس تلېکام په نوم مخابراتي کمپنۍ یې په فرانسه کې د مخابراتي خدماتو درېیمه ستره کمپنۍ ده چې ۱۳،۲ میلیونه ګډونوال لري. دا لومړنۍ مخابراتي کمپنۍ وه چې په فرانسه کې یې د فور جي خدمات وړاندې کړل.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې مارتین او اولېور په دواړو دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۸۱ ام په فرانسه کې ۱۵ ام ځای لري.
دوی دواړه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ژوند کوي او یوازې د همدغه هېواد تابعیت لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.