د مشتري  په تر ټولو لویه سپوږمۍ کې د خاورې لاندې د اوبو لوی سمندر موندل شوی

 
د امریکا د فضایي څیړونو ادارې (NASA) راپور ورکړی، چې دوی د هابل(Hubble telescope) تېلسکوپ په مرسته د مشتري گانمید(Ganymede) په نوم، چې د مشتري سیارې د۶۷ اقمارو له جملې څخه تر ټولو لویه قمر دی، د ځمکې لاندې چې اصلآ یخ دي د مالګینو اوبو یو لوی بحر موندل شوی، چې ژوروالی یې ۹۶،۵ کیلومتر ده، خو دغه موندل شوی بحر د ۱۵۲ کیلومتر یخو لاندې پروت دی.
د اسې ا ټکل کیږي، چې د اوبو اندا زه یې د ځمکې پر سر د اوبو نه ډیره ده.
دغه تازه کشف شوي معلومات دې ته لاره هواره کړې ده، چی دا باور نورهم قوي کړي، چې د ځمکې نه پرته په نورو سیاروو کې ژوند شته. ناسا هڅه کوي، چې د یوې سپوږمکۍ په لیږلو سره په دې اوبو کې د ژوند امکانات پیدا کړي.
په پای کې د یادولو وړ ده، چې د مشتري د سیارې په یوه بله سپوږمۍ "یوروپا" کې هم اوبه موندل شوي.