مړی، ژوندی

 
ماسخوتن مهال و. کلتور او ټولنه کتاب مې لوسته چې د يو خپل زنګ مو راغی، له جوړ تازه وروسته يې وويل: سبا غرمې ته مو ختم او ماښام ته خيرات دی. مبايل مې کېښوو. په دې سوچ کې شوم چې سهار ته مې له مړه برقه د ژوندي برق جوړولو( د شمسيو ډي سي برېښنا په اې سي تبديلولو) لپاره برقي راغوښتی و. بل انتخاب مې دا و چې که برقي رانه شي د خوست ادبي بهير نوبتي غونډې ته ځم. اوس نو که ختم او خيرات ته ورځم دواړه کاره پاتې کېږي. فکر مې وکړ چې د دريو واړو کارونو خير او شر وسنجوم چې د کوم کار ګټه او خير ډېر وي نو هغه ته به لومړيتوب ورکړم. د برېښنا سېتسم ګټه له همدې سهاره هره ورځ له څاه څخه د اوبو د راويستلو لپاره د جنراتور د يو لېتر له تېلو، د ګازي استري له ګازه او له يوه برخه لرګيو څخه خلاصون و او له دې سره ځينې نور کارونه هم ورباندې روانېدل؛ لکه د خياطۍ له برقي مشينه استفاده چې دغو ټولو کارونه نغد لګښت لره او يا په ځنډ ترسره کېدل مګر د سېستم له جوړولو وروسته اسان او بې لګښته کېدل. د خوست ادبي بهير غونډې علمي او رواني ګټه لرله چې هم ماته رسيده او هم ټولنې ته. له ختم او خيراته ديني ګټه او مردود ټولنيز خير پورته کېده البته يوخوراک ډوډۍ هم بايد ياده شي. ليکن زما په نه ورتګ ددغې ګټې اصلي وړونکي (مړه) ته څه تاوان نه رسيده ځکه چې خبره د نيت ده نو زما زړه او نيت باالکل جوړ و چې ورځم خو د نورو کارونو د ځنډ له امله يو څه تاوان پېښېده.
مهمه خبره دا ده چې د برق په پيدا کېدو سره ژونديو ته ډېر خير رسېږي او ختم خيرات ته په نه ورتګ سره مړي او د مړي وارثانو ته څه تاوان نه ورپېښېږي.
په همدې سوچ کې مې کتاب راواخيست او د نښې مزی مې کش کړو په ۵۵۷ مخ په /د فرد او د ټولنې کشمکش/ ليکنه کې راغلي و«په افغانستان کې يوڅوک په دې نه شرمېږي چې کوکنار يې کرلي دي ولې په دې شرمېږي چې له مېلمستيا ځان پټ کړي.» له ضرورته پرته له مېملستيا ځان پټول ښه کار نه دی بايد سړی ورباندې وشرمېږي خو د ضرورت په اساس بيا د کوکنارو د کر غوندې بد کار هم خلک شرم نه ګڼي. مګر مېلمستيا ته ورتګ او رواج دی که ور نه شې نو بيا تاته هم نه درځي او د کوکنارو کر هم د ډېرې ګټې او سياسي لاملونو له وجې اوس رواج ګرځيدلی ګني د نورو شيانو له کرلو هم ښه ګټه کېدلی شي. د دغې دوه رواجونو ترمنځ توپير دا دی چې خيرات کوونکی د پيسو په لګښت او تاوان سره ترډېره يوازې نوم ګټي چې پلاني په خپل مړي پسې ډېر زر، ډېر لوی خيرات وکړ او بيخي بې حسابه خلک ورته راغلي وو. البته دا سمه ده چې خبره په نيت مقدره ده خو دغه کار د نوم او شهرت له دخوله ځکه نه دی پاتې چې ماليدلي دي چې پيسې يې پور کړې او په مړي پسې يې خيرات کړی دی، که ويې نه کړي نو بيا يې ټولنه په بده يادوي او حتی پېغور ورکوي. خو د  کوکنارو کر په لږ لګښت ډېرې پيسې ګټل دي او ډېرې پيسې شهرت هم لري.
د دواړو رواجونو اوسنی اساس هوس او له حده تېرې نفساني غوښتنې دي نو سړی څنګه يو ښه کار د بدو کارونو د اجراء لپاره پرېږدي او له خلکو سره په رواجي خيرات کې ګډون وکړي.
د کلتور او ټولنې کتاب پورتنی پراګراف مې له ځان سره تکراروه، چې يوځل بيا زنګ راغی له پوښتنې ګروېږنې وروسته يې وويل: سبا مازديګر مو خيرات دی نو هيله ده چې راشی.
اوس نو يو ختم، دوه خيراته، غونډه او د برق جوړونې کار ټول سره يو ځای شول. شپه او ورځ لاپاتې وه، کېدی شي کومه بله چاره هم ورزياته شوې وی.
زموږ د يو مشر خبره راياده شوه، له هجرته چې راستانه شو مشر مو د خوست د نفوس ډېروالي او نورو ټولينزو بدلونونو او رواجونو ته په کتو سره وويل؛ بايد يو موټر، يوه سرېنده، يو درياګی او يو کس د کلي قوم لپاره ځانګړي کړو. ځکه چې نن د مړي خبر، بلکې له څو ځايه د مړي خبر، همدا ورځ له بل ځايه د ورا کارډ، سبا د ختم او خيرات بلنه، بله ورځ د لاسنيوي دعوت وي او دغه حالت هره ورځ وي نو مړي ته به مو په ځانګړي موټر کې چې تيار به ولاړ وي ځانګړی کس چې تيار به اماده وي په داسې حالت کې وړي چې موږ به د غم سرېنده غږوو، له مړي به مستقيماً ورا ته د درياګي د وهلو په حال کې ځو او همداسې ختم او خيرات هم بايد وپالو که ويې نه پالو نو موږ ته به څوک راشي.
په پای کې يې ترخه خندا وکړه او ويې ويل چې له دې به ډېره ښه وي چې مړی ژوندی په خپله ترسره کړو. يعنې مړېستون په مزدورانو وکندو او ورا غلي پلي وکړو چې څوک درباندې خبر هم نه شي.
مشر مو ګرم نه دی په انفرادي ډول د رواجونو ماتول ډېر سخت وي خو که هر فرد بدو رواجونو ته بد ووايي او له تکراره يې ډډه وکړي نو ډېر په اسانۍ ماتېدلی او سمېدلی شي.