د شیطان کیسې / اته دېرشمه کیسه

 
د شیطان کیسې
ژباړن : عطا محمد میاخېل
اته دېرشمه کیسه :
   یوه کس به هره ورځ په خپل خوب ځای کې متیازې کولې ؛ یوه ورځ یې مېرمنې ورته وویل : کمبخته په تا څه شوي ، چې هر وخت په خپل خوب ځای کې متیازې کوې ؟ هغه په ځواب کې وویل : زه هره شپه شیطان په خوب کې وینم ، چې ما تفریح ته بیایي ، کله چې ماته قضایې حاجت پېښېږي ، نو راته وایي ، په همدغه ځای کې دې قضایې حاجت وکړه او زه یې هم کووم . مېرمنې یې وویل : شیطان له پېریانو سره وي او پېریان ډېر کارونه ترسره کوي ، نو نن شپه هغه ته ووایه ، چې موږ ډېر غریبان یو ، موږ ته څو روپۍ رواړه. خاوند وویل : سمه ده ، که چېرې نن شپه راغی ، نو دا خبره به ورته وکړم . شیطان یې بیا په خوب کې ولیده ، نو ورته وې ویل : ته هره شپه ما خواشینی کوې ، نن زما یوه خبره واوره ، موږ ډېر غریبان یو ، موږ ته له کوم ځای څخه یو څو روپۍ راوړه. شیطان وویل : ولې دې مخکې ونه ویل ؟ را ځه چې ځو ، هغه یې یو ځای ته بوته ، چې هلته ډېرې پیسې وې ، ورته وې ویل ، هرڅومره دې چې پکار ترې واخله ، هغه کس خپل څادر په ځمکه وغوړاوه او ډېرې پیسې یې پکې واچولې ، کله چې له ځمکې څخه یې پورته کاوه ، نو مرداری را بهر شو ، کله چې له خوبه را ویښ شو ، ګوري چې د خوب په بستر کې یې د پیسو په ځای مرداری شتون لري .
نور بیا .....