
سعودی عربستان په سټهکولوم کی خپل سفیر له سویډنه ورغوښت،
وویل کیږی چی سعودی دا تصمیم د سویډن هیواد د هغی پریکړی ورسته ونیو چی کله سویډن هیواد له سعودی سره خپل نظامی د واسلو قرارداد نوی نکړ،
دسویډن د دفاع وزیر پیتر هولت کویست وایی چی پر دی قرارداد کی داسی بندونه هم ول چی دغه نظامی همکاری بنده او لغوه کړی،
د واسلو دغه قرارداد د سعودی سره په کال ۲۰۰۵ کی د سویډن هیواد د سوسیل دیمکرات ګوند لخوا امضا شوی وو کوم چی پر هغه وخت کی د حکومت واک په لاس کی لارلی،
وویل کیږی چی د دغه قرارداد وخت پینځه کاله وو، پر دغه قرارداد کی پرمختللی واسلی، نظامی وسایل، تجهیزات، انتقالی نظامی وسایل شامل ول چی سویډن به پر سعودی پرولول، په ۲۰۱۰ کال کی چی کله ایتلافی حکومت رامنځته شوو نو دوی پر دی وتونیدل او د دی امکان وو چی دغه قرارداد لغوه کړی، خو دوه ګوندونه مودرات او سنتر یا منځنی په دی موافق ول او د قرارداد په نتیجه کی پر دی سره جوړ شول چی د لاسی بم او ټانګ ضد تولیداتو ته ادامه ورکړی او دغه موضوع په کال ۲۰۱۰ کی د سویډن راډیو پر مټ افشا شو او د وخت دفاع وزیر مجبور شو چی ځان څنګ ته کړی، خو دا ځل دی قرارداد په پارلمان کی د مخالف نظر ګوند چی د چبریال ساتنی ګوند وو کوم چی قوی سایسی ګوند دی پارلمان کی او د دی قراداد لغوه غوښتونکی ول،
بلخوا بیا د سعودی عربستان رفتار چی د سویډن د خارجه وزیری مارګوت والستروم سره وشو چی د عربی اتحادیی غړو په غونډه کی ورته د وینا وخت ورنکړ شو شاید تاثیر ولری خو هولت لوکویست بیا دا خبره راده وی چی شاید د دی تاثیر وی خو د دفاع وزیر لوکویست زیاته کړه چی داسی رفتار به ختمی د دوه هیوادنانو په اړیکو تاثیر ولری،
د سویډن د چپریال ساتنی ګوند ویاند ګوستاو فریدولین وویل چی مخکنی حکومت هم د دغه قراداد د نه تمدید او لغوه کولو تصمیم نیولی وه، نوموړی زیاته وی چی باید دغه قراداد ډیر مخکی لغوه شوی خو بیا یی هم ۱۰ کاله ادامه وکړه،
بلخوا بیا ۳۱ تنه تجاران د دغه قراداد ادامه غواړی چی له سعودی سره دغه قراداد تمدید شی
دغه تجاران وایی که چیر دغه قراداد لغوه شی نو د سویډن او عربستان په تجارتی اړیکو بد تاثیر ولری
له دغی کسانو نه یو چی د سویډن د اریکسون مخابراتی شرکت مسول وو وویل چی د قراداد لغوه د سعودی سره پر دوی تاثیر ناک شوی دی