ږيره زما واک د ملا

 
افغانستان تر اوسه د پخوانیو جنګسلارانو او  غلو  په لاس کی دی  او ترڅو چې دا جنګسلاران نه وی  ختم شوی افغانستان به هم ورسره همداسی  د جنګ میدان وی.
په میلونونو افغانانو د ټاکنو مخکی  هیلی لرلی چې  اشرف غنی  راشی نو افغانستان به له  جنګسلارانو، فساد  او ناامنی  نه خلاص شی خو د غنی د څو میاشتنی واکداری هم خلک اوس نا خوښی دی  او ورځ تر بلی تری سر ټکوی  ولی چې غنی خپلی ټولو وعدی له یاده ویستی دی کومی  چې  ولسمشر غنی له ټاکنو وړاندی له خپلو خلکو سره کړی وی.
له ډیر مودی راهسی  ګد حکومت د کابینی  خبری کوی خو له یی  کابینه جوړه نه دا او کوم کس چې  میدان ته  باسی نو هغه  خو یا واړ نه وی او یا هم څه نور موشکل لری،  خو وس خبره بل رانګ شوی ده  وایی چې د ولسمشر  اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د کابينې ناندريزه ځنډېدنی  ترشا برياليتوب لري. وايي: عبدالله او اشرف غني په خپل منځ کي د ملي فکر پر بنسټ يوه هوکړه کړې؛ چي لومړی به له دواړو خواوو زور واکه، نا اهله او ټوپکسالار خلک د وزيرانو په توګه د کابينې په چوکاټ کي را وړاندي کېږي، او طبعاً به يې اشرف غني مخالفت کوي. داسي ويل کېږي چي عبدالله عبدالله لومړی له خپلي ډلي داسي کسان د وزارتونو لپاره پېژني چي ځانونه يې پر عبدالله عبدالله تپلي او يا يې ځيني تاثيرات پری  پراته وي. کله چي داسي خلک د اجرايوي مشر له خوا اشرف غني ته ور وپېژندل کېږي هغه به يې د نه مسلکيتوب او نا اهليتوب له امله ردوي. عبدالله له اشرف غني سره د شوي هوکړي پر بنسټ غواړي په دې ډول نا پاک خلک له صحنې وباسي. کله چي ولسمشر د عبدالله عبدالله له لوري زور واکه او جنګسلاران  خلک رد کړي  نو عبدالله عبدالله به خپلو خلکو ته مايوسيت ور څرګند کړي چي ولسمشر داسي خلک نه غواړي چي وړتيا او مسلکيتوب ونلري. همدارنګه به عبدالله عبدالله هم د اشرف غني له خوا هغه پېژندل شوي کسان ردوي چي اهلیت او وړتيا ونلري. دوئ د خپلي پرېکړي له مخي غواړي له  وړتيا لرونکو او مسلکي کسانو څخه يوه رښتنې کابينه جوړه کړي خو خبره همدا شوه کنه چې ږيړه زما واک د ملا،  ولسمشر غنی  او عبدالله  وس نشی کولی چې  پراته  له جنګسلارانو اوس حکومتداری وکړی او که یی کولی شی نو بیا ولی  دومره اوږد   ځنډ؟  او ولی  دواړه  مشران په داسی  خلکو  وخت تیره وی چې  ولس یی نه منی
خو له دی سره سره بیا  د ګد حکومت پر دواړو مشرانو بهرانیان  هم  څه ډیر زور لری چې  دوی پراته له هغوی  کوم غټ پوسټ چاته په خپل سر نشی ورکولی  لکه څنګه چې څو ورځی وړاندی  سید اسخاق ګیلانی وویل چې  د امینت ملی  پوسټ ته کس د بهرانیانو لخوا ټکل شوی  او پر  پاتو یی  ګد حکومت سره نه جوړیږی ولی چې  دوړا خوا وو ته پخوانی  کسان شته چې په اداری فساد او نوری ورته ستونزی لری  او یواځی  دا هم نه چې  بهرانیان اوس صرف د امنیت ملی ریاست ته کس غواړی بکلی نورو  وزراتونه به هم له همدوی لخوا نه   وزیران پیژندل کیږی،
خو د افغانستان خوار ولس چېری هم داسی نه غوښتل چې د تیر دولت  په شان داسی   یو  دولت  بیا پر دوی واکداری وکړی  لکه څنګه چې وشول  او  روان دی  خو بیا د نورو افغانانو سره سره د ولسمشر غنی   لومړی معاون دوستم  هم وایی چې وزراتونه باید په ویش ونه ویشل شی  ولی چې دا کار  به  په راتلوونکی بدی پای لری او د ګد حکومت بدی پای د اوس نه څرګندی شوی ولی چې دوی  د واکداری له  سر نه خپل مخبوبیت د لاسه ورکړی  او  دا کار  د هر دولت  ناکامی ګنل کیږی،
 
ولسمشر غنی  خپل محبوبیت له هغه وخته د لاسه ورکړ چې د  مسعود  پوست یی عبدالله  ته ورکړ  ترڅو  عبدالله پری چوف کړی  او عبدالله عبدالله  خو له وړاندی پر دی کار کی بریالی وو چې  هر څه اوس په زور وغواړی او باید چې لاس ته یی راوړی او همداسی راوان دی،  اوس  که عبدالله  هر څومره  چوف شی نو د عبدالله  ملګری نه کینی  چې ترڅو  خپل هدف ته نه وی راسیدلی،  او همداسی ورسره د ولسمشر غنی ملګری هم کوشش کوی چې خپل هدف ته ځان ورنژدی کړی،
او که چېرته  ګد حکومت غواړی چې یوه ښه او پاکه کابینه ولری نو بیا  دومره وږد ځنډ ولی  دوی وکړ   او  ولی  دوی داسی یو کس وزرات  دپاره وړاندی کوی چې  هغه  پاک  او واړ  نه وی ؟