سویډن د افغان مهاجرینو دپاره دافغانستان وړاندیز رد کړ

 
 
سیف الرحمن شیرزاد ـ سټکهلم
 
د سویډن د مهاجرینو وزیر مورګان یوهانسون د سویډن راډیو سره د افغان پناه غوښتونکو مهاجرو د بیرته د نه  لیږلو  په اړه وویل چی د م .م او یا هم د بین المللی د ټول قانون پر اساس د ټولو افغانانو مسولیت د افغان دولت پر سر دی او افغانستان نه شی کولی چی له دی مسولیت ځان خلاص او دا مسولیت پر نورو هیوادانو واچوی.
 
د افغانستان د مهاجرینو وزارت څو ورځی وړاندی په یو رسمی لیږل شوی لیک کی د اروپا او اسټرلیا وغوښتل چی ترڅو د افغانستان او د دوی ترمنځ نوی تړون  لاس لیک شوی تر هغی پوری دی د افغانانو په زور ویستل ودرول شی.
افغان وزیر زیاته کړه چی دوی باید د زوړ کرارداد پرمخ نور افغانان اوس بیرته ونه شړی کوم چی په کال ۲۰۰۱ کی له اروپایي هیوادانو سره امضآ شوی وو..
د افغانستان د مهاجرینو وزیر د سویډن راډیو سره په یوه مرکه کی وویل چی په ۲۰۰۱ م کال کی د افغانستان امنیتی وضیعت دومره نه و  خراب لکه څومره چی اوس دی نوموړی  په افغانستان کی د غزنی ولایت مثال ورکړ چی هیڅوک نشی کولی چی په غزنی کې په ارامه ژوند وکړی.  
خو د سویډن د مهاجرینو وزیر مورګان یوهانسون په یوه مرکه کی  سویډن راډیو ته وویل چی  تر اوسه داسی کوم لیک د سویډن دولت او یا هم په افغانستان کی  د سویډن سفارت ته ندی رارسیدلی چی افغان دولت تری نه د افغان پناه غوښتونکو د نه لیږلو په اړه غوښتنه کړي وي،
خو د سویډن دولت نظر دا دی چی د افغانستان سره نوو خبرو ته تیار دی خو اصلی شرط د خبرو او یا هم مذاکری به دا وی چی  افغانستان د خپلو هیوادوالو مسولیت واخلی، خو یوهانسون د دی سوال په جواب کی چی افغانستان د دغو بیرته شړل شو کډوالو امکانات او ځای نلری وویل. د سویډن دولت ته دی ته خاضر دی چی افغانستان سره  مرسته وکړو خو مونږ هغه پناه غوښتونکوی نه شوو ساتلی چی د پناه غوښتو لیک یی نه وی منل شوی او یا هم دلته د پاتی کیدو ضرورت ونلری .
خو بلخوا بیا د افغانستان د مهاجرینو وزیر وویل چی د افغانستان امنیتی وضیغت وس نور هم ډیر خراب شوی او ناامنی ډیره شوی  
او موږ وس نشو کولی چی هغه افغانان نورو هیوادانو ته مهاجر شوی ول وس بیرته واخلو کوم چی شمیر یی میلونونه نه اوړی،  
خو د سویډن د مهاجرینو وزیر مورګان یوهانسون وایی چی موږ د د سویډن د مهاجرینو د اداری د اساس پر سر چی د افغانستان امنیتی وضیعت خبر ورکوی عمل کوو کوم چی دغه اداره له همدی یو هیوادانو لاس ته راوړی.
او د سویډن د مهاجرو اداری د امنتی څنګی پر اساس  د افغانستان امنیتی وضیعت له مخکی نه دی خراب شوی، یوهانسون په اخیر کی زیاته کړه چی د افغان پناه غوښتونکو په اخراج او یا هم بیرته لیږلو کی اوس  کوم تغیير رانشی او همدا زوړ قانون به جاری وی ..
بلخوا بیا د م.م  قانون وایی چی هر بشر حق لری چی په دریم هیواد کی پناه واخلی او خپل ژوند خوندی کړی
خو څو ورځی وړاندی د بشر د عفوی مخکمی په یو تازه راپور کی پر یو شمیر هیوادانو نیوکی کړی چی د دوی د م .م او یا د عفوی قانون نه دی مراعت کړی،
 
د افغانستان امنیتی وضیعت
 
په افغانستان کی امنیتی وضعیت له پخوا ډیر خراب شوی او باید چی اروپایي هیوادونو د دوی په زور ویستلو کی نرمی وکړی ( په سویډن کی میشت افغان پناه غوښتونکی )
افغانان په افغانستان کی د طالبانو په شمول ډیری نوری شخصی بدی لري او نشی کولی چی بیرته خپل هیواد ته ستانه شی
که چیرته اروپایي هیوادانو موږ په زور ولیږی زموږ ژوند په خطر کی دی او نشو کولی چی په افغانستان کی ژوند وکړو، په سویډن کی افغان پناه غوښتونکوی د سویډن له دولته غواړی چی له دوی سره مرسته وکړی ترڅو دوی خوندی پاتی شی.