
مـخـمـــــس
(هجــــــــــران)
د هجران په اور کې سوزم له ازله ــ ځکه تور لوګي مې خیږي له ګوګله
بیلتانه مې زړه ایستلی دی له تله ــ دې فراق کړمه اخته په دا بُښکله
خلاص به زه له دې بلا شم خدایه کله؟
د هجـــــــــران په اور کې سوزم له ازله
د هجران د لاسه ډېر په زړه زهیر یم ــ تور لښکرکې د غمو اوسم اسیریم
لاس تړلی بیلتانه په لوی ځنځیر یم ــ لکه شمعه پټه خوله ژاړم په ویر یم
اړولی دې هجــــــــــــــــــران یم په دربله
خلاص به زه له دې بلاشم خدایه کله؟
له هیـــــواده یم ډېر لیرې زه راغــلی ــ ځکه تل پسې ژړیږم غــــلی غـــلی
دې فراق یمه په زړه باندې داغلی ــ خدایه چېرې دې زه نه کړمه ښاغلی
زړه مې تور دی لـــــه پردیو هم له خپله
خلاص به زه له دې بلا شم خدایه کله؟
دا له خپله بخته هسې ژړا را شي ــ نوي نوي مې په زړه زخمونه وا شي
چې یادونه د اشنا مې خیال ته راشي ــ مرګ زما و عزائیل وته روا شي
بیماري مې د هجــــــران شوه بې درمله
خلاص به زه له دې بلا شم خدایه کله؟
د هجران د لاسه خورم د زړګي وینې ــ په ژړا ژړا مې سترګې شولی سپینې
بیلــــتانه کړمه جــــدا له خپلې مینې ــ لویه خــــدایه حال مې وینې ښه یې وینې
ورځ په ورځ مې درد زیاتیږی څوڅو ځله
خـــلاص به زه له دې بلا شم خدایه کله؟
دې هجران یم کینولی په سره اورکې ــ زما حال لکه د مړوچې وي په ګورکې
نه پوهیږم چې به څه پېښ وي په کورکې ــ څه به وي اوکه به نه وي زموږ په شکورکې
حال پوښـــــــــتم ځکه مدام له یو له بله
خلاص به زه له دې بلا شم خدایه کله؟
د اوکراین د ادېسې ښار ۹/۵/۱۳۷۸ه،ش
محمدانور(آڅړ)
د هلمند (آڅړ) لخوا خپور شو.