د شیطان کیسې / اوه دېرشمه کیسه

 
د شیطان کیسې
ژباړن : عطا محمد میاخېل
اوه دېرشمه کیسه :
   حضرت عمر (رض) فرمایي ، چې یوه ورځ له حضرت نبي کریم (ص) سره د تهامه غره په څوکه ناست وم ، چې لکړه په لاس یو سپین ږیری راغی ، سلام یې وکړ ، حضرت رسول الله (ص) د نوموړي د سلام ځواب ورکړ او ترې داسې پوښتنه یې وکړه : غږ دې د پېریانو غوندې دی ،  ته څوک یې ؟ هغه ځواب ورکړ : هو زه پېری یم ، نوم مې حامد د هیم زوی ، هیم د لاقیس زوی او لاقیس د ابلیس زوی دی . حضرت رسول الله (ص) وفرمایل : داسې ښکاري ، چې ته د ابلیس لمسی یې ، بیا یې ترې وپوښتل : ستا عمر څومره دی ؟ هغه په ځواب کې وویل : یا رسول الله (ص) د دنیا له عمر څخه لږ کوچنی یم. یا رسول الله (ص) ! هابیل د قابیل له خوا ووژل شو ، نو په هغه ورځ زه د څو کالو ماشوم وم ، خو په ټولو خبرو پوهېدم ، غرونو ته به تلم د خلکو غلې و دانې به مې غلا کولې ؛ د هغوی په زړونو کې به مې وسوسه پیدا کوله ، تر څو له خپلو خپلوانو سره بد چلند وکړي . حضرت نبي کریم (ص) وفرمایل : ته ډېر بد سړی یې . هغه عرض وکړ :     حضرت رسول الله (ص) ! ماته خراب سړی مه وایه ، زه د توبې په نیت تاته راغلی یم .    یا رسول الله (ص) ! ما له نوح (ع) سره هم لیده کاته کړي دي ، یوه موده له هغه سره په جومات کې وم او توبه مې هم کړې وه . له حضرت یوسف (ع) او حضرت یعقوب (ع) سره مې مینه کړې ده او له هغوی سره مې ډېر وخت تېر کړی دی او له هغوی څخه مې څو سورتونه هم زده کړي دي ، د هغوی سلام مې حضرت عیسی (ع) ته رسولی .   ای د انبیاو سرداره ! حضرت عیسی (ع) راته وویل ، که چېرې له حضرت نبي کریم (ص) سره دې لیده کاته وشول ، نو زما سلام پرې ووایه ، نو اوس د دې له پاره تاته راغلم ، چې هغه امانت ، کوم چې د حضرت عیسی (ع) له لوري ماته سپارل شوی وو خپل اصلي څښتن ته یې وسپارم او له تا څخه دا هیله لرم ، چې د حق په ژبه ماته څو کلمې را زده کړئ ، نو حضرت رسول الله (ص) د مرسلات ، عم یتسالون ، اخلاص ، الناس ، والفلق او اذالشمس سورتونه ور زده کړل او دا یې هم ورته وویل ، هرڅه ته دې چې اړتیا پېښېده، نو ماته راشه او له ماسره وګوره  .
نور بیا .....