
د ژوند د نورو برخو ترڅنګ پر اقتصادي برخه ههم چاپیریال ډېر اغېز لري. د هغو کورنیو نسلونه چې کاروباري خلک وي، تر هغو چې د نورو لپاره کار کوي، له کاروبار سره ډېره لېوالتیا او د ګواښ منلو ډېر جرئت لري. مخکښ اروا پوه او مشهور ویناوال بریان تریسي له پنځو هغو دلایلو چې د خلکو د شمتنېدو مخه نیسي یو یې په بې وزله چاپیریال کې ژوند کول بولي. دی وايي هغه کسان چې په بې وزلو کورنیو کې را لویېږي ډېری یې دا نشي درکولی چې شتمنېدل ممکن دي. دی وايي دغه ډول کسان په ژوند کې له داسې کسانو سره مخ کېږي چې بې وزله وي او همدا کار سبب کېږي چې دوی د شتمنېدو لپاره هڅه نه کوي.
اېټالوي لاصله سویسۍ ډونا بېرټاریلي ته یوه برخه پانګه په میراث پاتې ده، خو دا هم لاس تر زنې نه ده ناسته. د نوموړي له مشرانو د دې کورنۍ کشرانو ته د سېرنو په نوم د بیو ټکنالوژۍ یوه ستره کمپنۍ په میراث پاتې شوه. د کورنۍ غړو دا کمپنۍ په ۲۰۰۷ کال کې په ۹ میلیارده ډالره وپلورله، خو دې د کمنپۍ له پلور وروسته په خپله کاروبار پيل کړ چې نن یې له برکته میلیاردر ده.
نوموړې په ۱۹۶۸ زېږدیز کال کې د اېټالیا په پلازمېنه روم کې زېږېدلی ده. دې له ښوونځي وروسته د متحده ایالاتو د ماساچوسیټ ایالت په بوسټن پوهنتون کې د ساینس پوهځی لوستی دی. نوموړې له لویېدو سره سم د خپلې کورنۍ په کمپنۍ کې کار پیل کړ. دا له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۷ زېږدیز کال پورې د سېرنو کمپنۍ د عامه او مسلکي چارو اجرایوي مشره وه.
کله چې یې کورنۍ کمپنۍ وپلورله نوموړې په ۲۰۱۱ کال کې د خپل یوه همکار په مرسته د «Spindrift Racing» په نوم د بېړیو د مسابقو یوه کمپنۍ جوړه کړه. ددې ترڅنګ د «Bertarelli » په نوم د یوه فونډېشن مشره ده. دا د سویس په ګستاډ سیمه کې د ګرنډ پارک په نوم هوټل لري او په دې وروستیو کې یې په کانیس کې د فایف سي په نوم یو بل هوټل هم اخیستی دی.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ډونا بېرټاریلي اوسمهال څلور اعشاریه څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۵۲ ام او په خپل هېواد کې د ټولو میلیاردانو ترمنځ اتم خو د ښځو تر منځ دویم ځای لري. نوموړې د سویس په ګستاد سیمه کې ژوند کوي او د استراحت لپاره ځانګړی او مجلل ځای لري.
د نوموړې ورور د سویس تر ټولو بډای کس دی.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.