د شیطان کیسې / پنځه دېرشمه او شپږ دېرشمه کیسه

 
پنځه دېرشمه کیسه:
   یوه ورځ شیطان له پنځو خرونو سره ، چې رمباړې یې وهلې روان وو ، کله چې حضرت عیسی (ع) ولیده ، نو ترې پوښتنه یې وکړه : دا څه دي ؟ شیطان وویل : دا سوداګریز توکي دي ؛ د خرڅلاو له پاره یې بیایم . حضرت عیسی (ع) بیا وپوښتل : ووایه دا څه دي ؟ شیطان یو ځل بیا د ځواب په ژبه وویل : (ظلم ، کبر، حسد ، خیانت او مکر ) ظلم پر پاچاهانو ، کبر د قبیلو پر مشرانو ، حسد پر قاریانو ، خیانت پر سوداګرو او مکر پر ښځو پلورم .
شپږ دېرشمه کیسه:  
   له زید ابن مجاهد څخه روایت دی ، چې شیطان پنځه زامن لري ، هر یو یې د شیطان په حکم په یوه کار مقرر شوی دی ، چې نومونه یې په دې ډول دي : ثبر ، اعور ، مسوط ، زکنبور. د ثبر دنده خلک په مصیبت اخته کول دي ، تر څو خلک په ژړا خپل ګرېوانونه وشلوي او د ښې ورځې مخ ونه ګوري . د اعور دنده خلک په زنا اخته کول دي . د مسوط دنده درواغ ویل او د خبرو ګرځول دي ، په یوه ځای کې درېدل د خلکو خبرو ته غوږ نیول او بل ځای کې یې ویل او دغه راز له یوه کس سره د هغه کورته ننوتل او هغه ته د هغه د کورنۍ د غړو د عیبونو ښکاره کول ، ترڅو هغه د خپلې کورنۍ پر غړو غوسه شي . زکنبور ته په بازار کې دنده ورکړل شوې ده ، تر څو هلته فتنه او فساد خپور کړي .

نور بیا .....