
دا په موږ او تاسې کې ډېره عامه ده چې د کار پیل سخت دی او دوام یې اسانه. تر یوه بریده دا خبر سمه هم ده، ځکه د کار پیل په حقیقت کې د زړوتیا او رېسک منلو په معنا دی، خو یوازې پیل نه بلکې کار ته د پراختیا ورکول هم د پرله پسې سخت کار او منظمو طرحو له لارې ممکن دي.
ډېری کسان چې کار پیل کړي د پراختیا لپاره یې هڅه نه کوي او یوازې پر همدې بسنه کوي چې کار یې پیل کړی او بلاخره یوه ورځ د نه پرمختګ له کبله زړه سوړي کېږي. دوی اکثریت یې په دې باور وي چې کار پیل کړې پراختیا په خپله مومي.
جرمني «ډیو مېلر» ته له خپلو مشرانو کوچنی کار پاتې شو، خو د نوموړي د هڅو په پایله کې په جرمني کې د لبنیاتو پر یوه ستره امپراتورۍ بدل شو.
نوموړی په ۱۹۴۰ کال د جرمني په اریسټرایډ سیمه کې زېږېدلی دی. ده ته کاروبار له نیکه څخه پاتې دی. نیکه یې په ۱۸۹۶ کال کې په خپله سیمه کې د لبنیاتو کاروبار پیل کړ. د نیکه تر مړینې وروسته د کار مسئولیت په ۱۹۳۸ کال کې د ده پلار پر غاړ واخیست. په ۱۹۷۱ کال کې یې پلار هم مړ شو او کاروبار ده ته پاتې شوه.
ده ته له پلاره د لبنیاتو کومه ستره کمپنۍ پاتې نه شوه، بلکې یوازې داسې یو کلیوالي کاروبار ورته پاتې شو چې څلور کارکوونکي یې درلودل.
ډیو د خپل کار د پراختیا لپاره هڅې پیل کړې. د شیدو د پروسیس لپاره له نویو تخنیکونو یې کار واخیست او د وېش او پلور لپاره یې هم منظمه تګلاره رامنځته کړه.
د نوموړي د همدې هڅو په پایله کې د لبنیاتو کوچنۍ کلیوالي کاروبار په جرمني کې د لبنیاتو پر یوه ستره امپراتورۍ بدل شو. اوس یې فعالیتونه یوازې په لبنیاتو پورې محدود نه دي او د مولر په نوم کې د کمپنیو د ګروپ تر چتر لاندې یې بېلابېلې کمپنۍ فعالیت کوي.
پر لبنیاتو سربېره د لوژسیتیک یوه کمپنۍ، د ټرانسپورټ یوه کمپنۍ، د مېوو د پروسس کمپنۍ، د کبانو یو حلقوي رسټورانټ او د نانوایۍ یو شمېر هټۍ د مولر ګروپ تر چتر لاندې فعالیت کوي.
دغه ګروپ په ۲۰۱۲ کال کې د «Robert Wiseman Dairies» په نوم یوه کمپنۍ چې د برېتانیا د شیدو پر ۳۰ سلنه مارکېټ کنټرول لري په ۲۸۰ میلیونه یورو وپلورله.
د تېر کال په نومبر کې یې په ۸۰ میلیونه د «Dairy Crest» په نوم یوه بله کمپنۍ هم وپېرله.
پر دې سربېره یې له پیپسي سره په ګډه د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د مستو د تولید پر یوه فابریکه ۲۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړه.
له مولر ګروپ سره اوس په ټولیز ډول ۲۱ زره کسان کار کوي او د کلنیو عوایدو کچه یې پنځه میلیارده یورو ته رسېږي.
فوربس مجلې د نوموړي پانګه دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۶۲ ام او په جرمني کې ۳۲ ام ځای لري.
نوموړی له ۲۰۰۳ زېږدیز کال راهیسې د سویس په زوریخ کې ژوند کوي او ۹ اولادونه لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.