
نیټه: ۱۷/۱۲/۱۳۹۳،ه،ش
د روهي وېب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
په تېر څپرکي کې په دولتي ترهګرۍ باندې وغږیدو دا دی په دې څپرکي کې په کلتوري یا فرهنګي ترهګرۍ باندې رڼا اچوو، سره له دې چې په څلورم څپرکي کې باید په مذهبي ترهګرۍ باندې غږیدلي وای خو په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې د کړنو له امله چې د نمرود(*)تاریخي ښار پاتې شوني او نور تاریخي توکي یې له منځه یوړل، اړ شوم چې په کلتوري(فرهنګي) تروریزم باندې رڼا واچوو او په دې لړ کې به لومړۍ د طالبانو لخوا د بامیانو د بودا مجسمو پر ورانولو او په کابل کې د جهادي تنظیمونو پر فرهنګي ترهګرۍ باندې خبرې وکړو، هیله ده چې ګتور تمام شي.
کلتوري(فرهنګي) ترهګري:
د يوه ملت دلرغونو، علمي او ادبي آثارو او شتمنیو له منځه وړل،لوټول، تغیرورکول او یازيان ورته اړول چې په هغې کې تاريخي لرغوني توکي لکه: ليکل شوي اثار، تاریخي ودانۍ اونور داسې مهم اسناد او شواهد، چې په هغې کې د د بشر یا د يوه قوم تېر تاريخ، کلتور، عقاید یا د انسانانو د ژوند نورې ډول ډول نښې نښانې بيان او یا هم په کې ولیدل شي، داسې اثارچي د يوه هېواد خلک او نړيوال يې په ورکيدو باندې خواشيني شي، لکه د چنګېز اعمال چې د نړۍ لوى، لوى ښارونه يې له خاورو سره خاورې کړل چې په هغې کې لوى، لوى کتابتونونه اونورې ډېرې مهمې ودانۍ شاملې وې او په اوس وخت کې په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا د کتابتونو سوزول، د پېغمبرانو مړیستونونه ورانول، د شعیه ګانو د عبادت د ځایونو الوزول، د نمرود تاریخی ښار په ماشینونو نړول او نورې داسې ناوړه کړنې. په افغانستان کې د فرهنګي ترهګرۍ ښه بېلګه د باميانو د بودا مجسمې چې د طالبانو لخوا په توپونو او ټانکونو باندې وويشتل شوې او له منځه يوړل شوې چې د دوى په دې عمل باندې د ټولې نړۍ خلک هغه که هر څوک ووسخت وزوريدل.
همدا شان هغه مهال چې د کابل ښار د جهادي تنظمونو لاس ته ولويد د کابل ښار ډېره برخه يې د خاورو سره برابره کړه تاريخي اثار يې په خپل منځي جګړو کې وران کړل او هغه تاريخي اثار چې د کابل په موزيم کې موجود وو او د نړۍ له ډېرو لرغونو اثارو څخه شمېرل کيدل لوټ او غلا کړل او د نړۍ په بازارونو کې يې خرڅ کړل، کتابتونونه چورشول څه يې په پاکستان کې خرڅ کړل، او يوه لويه برخه يې د تش په نوم مجاهدينو د تربيې، حماقت او جهالت له وجې په نغريو او بخاريو کې وسوزول شول، دوى د خپلو ناپوهيو له امله په دې عقيده وو چې د ډاکټرنجيب الله د حکومت د واک لاندې سیمو کې هر څه کفري او کمونستي دي نو سوزول او له منځه وړل يې د ثواب کار دى.
اوځيني نور پښتو کتابونه د هغو نورو ترهګرو ډلو لخوا چې د پښتنو او پښتو ژبې سره يې تعصب او بې ځايه مخالفتونه درلودل وسوزول شول.
د بامیانو د بودا مجسمو ورانول، تاریخي شالید:
د بامیانو د بودا مجسمې د کوشانیانو د حکومت په دوره کې توږل شوي وې،(۴۰ــ ۲۲۰، ز) د بامیانو د غرونو تیږې د مجسمو د توږلو لپاره ښې او مناسبې وې، نو له دې امله کوشانیانو د بودا دوه لویې مجسمې چې په ټوله نړۍ کې یې ساری نه وو په ځانګړي هنر، پوهه او په خاص سبک باندې وتوږلې، چې یوه یې(۳۵) متره او بله یې (۵۳) متره لوړوالي درلود، دا مجسمې د نړۍ له حیرانوونکو عجاییباتو څخه شمېرل شوي وې، دغو مجسمو ته د نړۍ له لیری پرتو سیمو څخه زائیرین راتلل او هم په اسلامي پېر کې د مجسمو د لیدلو لپاره زموږ ګران هیواد ته د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه ګرځندویان(سیاحان) راتلل چې په اقتصادې او تاریخي برخه کې یې موږ ته ډېره ګټه رسیدله او دغو مجسمو د افغانستان (۱۸۰۰) کلن تاریخ په پټه خوله بیانولو په دې اړه مرحوم میرغلام محمد(غبار) په خپل تاریخ(افغانستان در مسیر تاریخ) کې وایي:«فقط چیزیکه از جمال و کمال بامیان قدیم حکایت میکند همانا پیکرهای سرد و خاموش اصنام بامیان است»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(*)_ په پخواني تړون(تورات) د پیدایښت په سِفر(۸) آیت کې نمرود د کوش زوی د یو زړور کس په توګه یاد شوی دی، خو د قرآن حکیم د بقرې سورت په(۲۸۵) آیت کې یې هم یادونه شوي ده، نمرود ابرهیم(ع) ته په مناظره کې وايي: زه هم خدای یم که ستا خدای خلک مړه کوي یایې ژوندي کوي نو زه هم دا کار کولی شم... په پای کې ابراهیم(ع) غالب او نمرود پړ کیږي.
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي