د شیطان کیسې / دري دېرشمه او څلور دېرشمه کیسه

 
دري دېرشمه کیسه:
   یوه ورځ شیطان فرعون ته وویل : که څه هم زه له تا څخه ستر یم ، خو تر ننه مې د خدایي دعوه نه ده کړې ، نو تاسو څنګه د خدایي دعوه کوئ ؟   فرعون وویل : ته رښتیا وایې ، زه توبه کوم . شیطان وویل : نه نه هېڅکله دا کار مه کوه .       ټول مصر ستا خدایۍ ته قایل دي ، دا به تاته د ذلت خبره وي ، که چېرې ته ووایې ، چې زه خدای نه یم ، فرعون د دې خبرې په اورېدو سره بېرته په خپله دعوه ټینګ ودرېده .
څلور دېرشمه کیسه:
   یوه ورځ شیطان یوه راهب ته ځان ورښکاره کړ ، راهب ترې وپوښتل : د آدم (ع) د اولاد کوم عادت د هغه د ګمراه کېدو لامل ګرځي ، چې په هغې سره ستا معاون ثابتېدلای شي ؟ شیطان په ځواب کې وویل : غوسه ، کله چې انسان غوسه وي ، نو په دې وخت کې زه پر هغه د توپ په څېر لوبې کووم .