په مکډونلډ کې له کار کولو تر میلیاردرۍ د « ریچارډ لي» ژوند




د نړۍ تر ټولو شمتن کس او د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګېټس وايي اولادونو ته د ډېر میراث پرېښوودل ګټور نه دي. ده تېر کال له یوې سویډنۍ مجلې سره په مرکه کې ویلي وو چې غواړي خپل ټول شته تر مرګ وړاندې خیریه چارو ته ځانګړي کړي.
ریچارډ لي په اسیا کې د یوه ستر شتمن لي کا شینګ زوی دی، خو په خپله هم یو بریالی سوداګر دی چې په ژوند کې یې ډېرې لوړې ژورې لیدلي دي. سره له دې چې فوربس یې نوم د هغو میلیاردرانو په نوملړ کې نه دی راوړی چې په خپله یې شتمني پیدا کړې، خو د ژوند له مطالعې یې څرګندېږي چې خورا خوریکښ سوداګر دی. 
نوموړی د ۱۹۶۶ زېږدیز کال د نومبر په ۸مه نېټه زېږېدلی دی. ښوونځی یې په هانګ کانګ کې پیل کړ، خو په ۱۳ کلنۍ کې امریکا ته ولاړ او په کلیفورنیا کې یې پای ته رساوه. 
له ښوونځي تر فراغت وروسته یې سټنفورډ پوهنتون پيل کړ. له پوهنتون سره په یو وخت یې د پیسو د ګټلو په موخه له مشهور هوټل مکډولډ سره پس له وخته کار کاوه. د دې ترڅنګ یې د ګلف له یوه ټیم سره د «کډي» په توګه کار کار کړی دی. 
د سټنفورډ پوهنتون د کمپیوټر د انجنیرۍ په برخه کې یې دری کاله زده کړې وکړې، خو تر فراغت وړاندې یې پوهنتون پرېښوود او نوموړي د خپل دغه کار لامل شخصي دلایل بللي دي. 
په ۱۹۸۰ کال کې یې د کاناډا تابعیت واخیست او ویل کېږي چې دغه تابعیت له نوموړي سره په سوداګریزو معاملو کې مرسته وکړه او دې ته یې زمینه برابره کړه چې د « PCCW» په نوم کمپنۍ جوړه کړي. دغه راز یې په اییر کاناډا او بېل کاناډا انټرپرایس کې هم ونډې وپېرلې. 
پي. سي. سي. ډبلیو چې یو وخت د بانګونې کمپنۍ وه، اوس د کمپنیو پر یوه ستر ګروپ بدله شوې ده. نوموړي د دغه ګروپ تر چتر لاندې فعاله پاسفیک سېنچري انشورېنس په نوم کمپنۍ په ۲۰۰۷ کال کې پر یوه جرمني او بلجیمي ګروپ وپلورله. 
ده په ۲۰۰۹ کال کې د اې ای جي په نوم د پانګونې یوه کمپنۍ په ۵۰۰ میلیونه ډالره وپېرله چې وروسته یې نوم « PineBridge Investments» ته واړاوه او دغه کمپنۍ اوس ۶۷ میلیارده ډالره پانګه مدیریت کوي. 
فوربس مجله وايي د ریچارډ لي پانګه د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ تر دوه چنده زیاته شوې ده. مجله وايي د نوموړي په پانګه کې دغه زیاتوالی وروسته له دې راغلی چې پلار یې د « FWD» په نوم د بیمې د شرکت کنټرول ده ته وسپاره. دغه شرکت په ۲۰۱۳ کال کې په هانګ کانګ، مکاو او ټایلنډ کې د ای اېن جي په نوم په دوه میلیارده ډالره له اخیستل شوې کمپنۍ رامنځته شوی دی. 
د مجلې د شمېرو له مخې نوموړی اوسمهال څلور اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۶۰ ام او په هانګ کانګ کې ۱۵ ام ځای لري. 
دی دری اولادونه لري، ښځه یې طلاقه کړې او په هانګ کانګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.