
پالک داسې خواړه دي، چې پر هر دسترخوان ځانته ځای موندلې شي، ټول پردې پوهیږو، چې دا صحي خواړه دي، خو ایا دا راته مالومه ده، چې پالک زموږ بدن او روغتیا ته څه ګټه لري؟ اوس، چې تاسې څه لولئ دا دپالکو ګټه ده له دې وروسته به دا خواړه ستاسې د دسترخوان اساسي برخه وي.
پالک د زړه لپاره ګټور دي : څېړنو په ګوته کړې ده، چې پالک دا وړتیا لري،چې دبدن ځواک مو پیاوړې کړي او دوینې شکر مو کنترول او لوړ فشار مو راښکته کړي، ددې تر څنګ دا وړتیا هم لري، چې دسرطان په مخینوې کې مرستندویه رول ولوبوي ځکه پالک پوټاسیم، مقناطیس لري، چې دا د زړه لپاره ډېر ګټور دي. پالک مو دبدن وسپنه زیاتوي : ډیری کسان په خبل بدن کې دوسپنې له کمښت سره مخ وي دوی بیا دهمدې ستونزې له منځه وړلو لپاره غوښې خوړولو ته مخه کوي، خو سر له اوسه دوی کولای شي دوسپنې دپوره کولو لپاره پالکو ته مخه کړي. پاک شکرناروغي کنترولوي : دپالکو پاڼې اکسید ضد مواد “alpha-lipoic acid”مواد لري ، دا مواد په وینه کې کې دشکر په راکمولو کې خپله ونډه لري او په بدن کې انسولین زیاتوي، چې دشکر ناروغۍ لپاره ګټور دي. پالک قبضیت له منځه وړي : که چیرې یو څوک له قبضیت څخه ځوریږي او پالک وخوري ، قبضیت یې له منځه ځي ځکه دپالکو پاڼې دکولمو په خوځښت کې مرسته کوي. پالک ویښته او پوست پیاوړې کوي : دپالکو پاڼې ویټامین A او C لري او دا کولجین مواد دتولید لپاره اړین دي دا مواد دویښتو او پوست له روغتیا سره مرسته کوي.