
ایا د هغه احمق فورډ لیک مو ولید؟
شاه د امریکا پرضد د تېلو د بیو د لوړولو له اړخه خپلو ګواښونو ته دوام ور کاوه. سعودیانو ته دغه مهال ډېر ښه چانس برابر شوی و چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د تېلو پرسر معاملې ته را مخې ته شي. امریکا دغه مهال تمه درلوده چې د تېلو د بیو د لوړېدو په مقابل کې د سعودي عربستان په څېر یو هېواد را پورته شي او د اوپیک د تېلو بیې لوړېدو ته پرې نه ږدي. په تهران کې د امریکا سفیر ریچارډ هلمز د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رابنسون ته په تېلېفون کې وویل: « په هغه څه چې موږ پوهېږو او تاسو په شخصي ډول د شاه له شخصي کړو وړو پوه شوي یاست او اورېدلي مو دي، هغه په پرلپسې ډول په ډیپلوماتیکه ژبه ویلي دي چې د هغه لپاره دا ستونزمنه وه چې له هغه څه ځان وژغوري او هغه احساس کوي د تېلو د بیو د لوړېدو لپاره پراخ سپیناوی غواړي او په دې یې ډېر فشار راوړ چې د هغه نظر باید ومنل شي.» ښاغلي هلمز دغه پېچلي استخباراتي معلومات هم په کې شامل کړل. « د ډېر لګښت په اړه د شاه بدعادت بلاخره امریکایانو ته هم دروند تمام شو.»
ښاغلی هلمز په دې پوهېده چې کیسنجر د هغه پلوی دی. خو خبره دا وه چې که د ایران باچا غوښتل چې له امریکا سره مرسته وکړي نو هغه د دې وړ نه و چې دا کار تر سره کړي. نو د دغو ټولو پایله د ایران لپاره د مالي کړکېچ سبب کېده. شاه خپل ځان نورهم څنډې ته او څو ورځې وروسته هغه د ایران د پارلمان په مخ کې په ډاګه کړه چې په پلان کې لري، د تېلو بیې نورې لرې کړي. له دغه پلان څخه بیرته په شا کېدل اوس په کور دننه د هغه لپاره د ضعیفوالي په مانا بلل کېده چې ګنې د امریکایانو د فشار له کبله هغه بېرته له خپلو موخو په شا شو.
د سپټمبر په ۲ نېټه، په طایف کې د سعودي باچا خالد په کور کې یوه ډېره سپکونکې پېښه رامنځته شوه. دغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر سعودي ته راغی او دلته یې د تېلو له وزیر شیخ ذکي یمني سره د زړه خواله پیل کړل او هغه ته یې په ډاګه کړه چې نور د ایران د شاه ملاتړ نه کوي چې په دغو شپو ورځو کې له ۱۵ تر ۲۰ په سلو کې د تېلو د بیو د لوړولو سوچونه په ذهن کې تاوول را تاوول. دلته نو ښاغلي یمني ته ډېر ښه چانس په لاس ورغلی و چې له کیسنجر سره ګوړه وڅټي. هنري هڅه وکړه چې ښاغلي یمني ته ډاډ ورکړي چې هغه هېڅکله هم د سعودي پرضد نه و. هغه وویل « ما یو شمېر لیکنې ولوستې چې تاسو په کې داسې اشارې کړې وې چې باور کوئ، د امریکا متحده ایالتونه له سعودي عربستان سره له ناسمو پالیسیو کار اخلي. زه یوازې غواړم چې په شخصي توګه تاسو ته دا ووایم چې زموږ پالیسي دا ډول نه ده،( یانې د سعودي پرضد هېڅ ډول منفي نظر نه لرو). . . .اجازه راکړئ چې تاسو دا ډاډ درکړم چې باید په دې اړه هېڅ اندېښنه ونه لرئ. په یقیني ډول په دې برخه کې چې امریکا له سعودي سره سمې اړیکې نه غواړي حقیقت نه لري. دا په هېڅ ډول زموږ تګلاره نه ده.» هغه وویل چې « د تېلو د بیو د لوړ والي مسله په امریکا کې زموږ د مخالفینو لخوا را پورته کیږي ـــــ د ا هغه مخالفین دي چې د عربي نړۍ پر وړاندې زموږ د تګلارو مخالفت کوي. دوی ټول وايي چې موږ له عربانو سره په بشپړه توګه داسې ټینګ روابط نه لرو او هغوی ښه نه پیژنو، نو که موږ له هغوی سره سخت ولاړ شو هغوی به هم د غچ اخیستو هڅه وکړي. دا ظاهر سناتور جکسون او نویو محافظه کارانو ته یوه لنډه اشاره وه.
شیخ یمني په روښانه ډول ځواب ورکړ:« ځینې وخت موږ بیخي ګډوډ او ګنګس شو.» د هغه اشاره دا روښانه کړه چې هغه په کیسنجر باور نه لري. « کله چې لوړ پوړي سعودي شهزاده، فهد په تهران کې و، شاه موږ ته وویل چې ستاسو نظر دا و چې د تېلو د بیو لوړیدو ته اړتیا وه.»
کیسنجر وویل:« دا هېڅ امکان نه لري او د باور وړ نه ده چې دا دې زما نظر وي. هغه به شاید اوس په دې پوه شوی وي چې زه داسې پلان نه تاییدوم.» هغه ښاغلي یمني ته توضیح کړه چې « د تېلو د بیو د پورته کېدو مسئله کېدای شي په منځني ختیځ کې زموږ هڅو ته لویې سیاسي ستونزې جوړې کړي. دا چاره به دا رنګه موږ ته لویې اقتصادي نا خوالې رامنځ ته کړي چې تاسو ښه پرې پوهیږئ.»
ښاغلي یمني کیسنجر ته وویل:«موږ ستاسو په نظر پوهیږو، خو دا هم باید درته روښانه کړم چې موږ د هغو کسانو په مخکیني قطار کې نه یو چې د تېلو د بیو د لوړیدو غوښتونکي دي. دا زموږ دودیز موقف نه دی. خو ستاسو نظر باید د اوپیک نورو غړو هېوادونو ته باید وویل شي چې بل ډول احساس او فکر کوي.»
کیسنجر ژمنه وکړه چې د تېلو د مسئلې په اړه به د امریکا د دریځ په اړه هر ډول نا سم پوهاوی او اشتباه له مینځه یو سي .هغه وویل چې:« کله چې زه بېرته واشنګټن ته ستون شوم، نو ولسمشر فورډ به د ایران باچا ته یو پیغام واستوي، او دغه پیغام به ډېر روښانه وي او د تېلو په اړه به د امریکا دریځ او له دغې مسئلې سره زموږ چلند به په کې روښانه شوی وي.» هغه یو ځل بیا خپلو اصلي خبرو ته ور وګرځېد:« زه تاسو ته دا ډاډ درکوم چې په دې برخه کې بله هېڅ خبره نه شته. دا هسې د ورځپاڼو اوازې او بېځایه خبرې دي. په دغو خبرو کې هېڅ ډول حقیقت نه شته. ما تاسو ته له خپله اړخه شخصي ډاډ در کړ.»
په دا بله ورځ ، د سپټمبر په ۳ نېټه شیخ یمني په امریکا کې خپل ملګري بیل سایمون ته چې د خزانې وزیر و یو شخصي لیک ولیکه او له هغه یې وغوښتل چې سپینه ماڼۍ دې د ایران پر شاه تر اندازې زیات فشار راوړي.« زه له تاسو غواړم په دې پوه شئ چې زموږ په منځ کې داسې څوک شته چې فکر کوي د امریکا متحده ایالتونه په رښتیا نه غواړي چې د تېلو بیې دې لوړې شي.» یمني دوام ورکړ او په روښانه ډول یې کیسنجر ته اشاره وکړه. « دلته داسې څوک شته چې فکر کوي تاسو یې مخې ته نه پریږدئ او هغه نه غواړي چې ستاسو ویناوو ته سر ټیټ کړي.» که د امریکا متحده ایالتونه د شاه په مسئله کې مداخله ونه کړي، نو سعودي عربستان به د اوپیک له پاتې نورو غړو هېوادونو سره یو ځای شي او د تېلو بیې به په کافي اندازې سره لوړې کړي. بیل سایمون ته ښه موکه په لاس ورغله او ها خوا دیخوا یې ځان دېته برابر کړ چې ولسمشر فورډ ته له یمني سره د خپلو تر سره کړو خبرو اترو په اړه ۶ مخیز رپوټ ولیکي او دارنګه له ایران سره د ممکنه مخامختیا د پایلو په اړه هم خپل تحلیل وړاندې کړي.
د سپټمبر په ۹ نېټه ولسمشر فورډ د ایران شاه ته یو پیغام ولیکه. د ایران د دربار وزیر اسد علم د دغه لیک یوه کاپي په خپلو یاداښتونو کې را اخیستې ده. ولسمشر فورډ شاه ته اخطار ورکړ چې د ده پر وړاندې د تېلو بیې لوړې نه کړي، ځکه چې که دا کار وشي نو کېدای شي د عامو یا ملکي امریکایانو په منځ کې زموږ او ستاسو د نژدې اړیکو په اړه ګڼې او جدي پوښتنې را پورته کړي، ځکه چې موږ همدا اوس ستاسو د هېواد په ډېرو پرمختیايي برخو کې په پانګونه بوخت یو او په خپلو کې له ډېرو کلونو را هیسې ښې دوه اړخیزه اړیکې لرو .. . . زه له تاسو اعلی حضرت څخه په ډېر درنښت غواړم چې په ژوره توګه ددغې مسئلې مخالف اړخونه هم وسنجوئ ـــ هم د تېلو د بیو د لوړېدو روانې او هم یې واقعي بڼه وارزوئ.
شاه په دغه لیک سره سخت قهر وړی و. هغه له اسد علم څخه پوښتلي وو چې «ایا تاسو د هغه احمق فورډ لیک ولید چې ماته یې را لیږلی دی.» هغه وویل چې د دغه پیغام تر شاه یا بېل سایمون او یا هم «هغه شیطان کیسنجر» لاس لري. شاه ډېر پرېشانه و. هغه په ۱۹۷۳ کال کې ولسمشر نیکسون ته هغه مهال را پورته شوی و چې د تېلو بیې ۴ برابره لوړې شوې او دا ډاډ یې تر لاسه کړی و چې بلاخره یي د تېلو بیي ۱۵ په سلو کې لوړې کړې.
دواړو غاړو اوس ډېره سخته لوبه لوبوله. د ولسمشر فورډ په ځواب کې شاه د سپټمبر په ۱۰ نېټه، یوه ورځ وروسته د سپینې ماڼۍ سره کړکیچن بحثونه پیل کړل او ویې ویل: د تېلو د تولیدونکو هېوادونو لپاره د بیو ثابت ساتل نا مناسب کار یا چاره ده. هغه امریکايي ولسمشر ته ولیکل چې « زه دارنګه د هغو ځانګړو دوه اړخیزه اړیکو قدرداني او مننه کوم چې تهران او واشنګټن یې په خپلو کې له ډېرو کلونو راهیسې سره پالي او تاسو یې ټول اړخونه در ک کوئ. ښاغلی ولسمشر دا اړیکې نه یوازې د ایران لپاره مهمې او ګټورې دي بلکې همدومره ګټه د واشنګټن لپاره هم لري او په لویه کې د دواړو غاړو لپاره یې دوام ورکول یو شانته اهمیت لري. نو که موږ له خپلو مشروع ګټو دفاع کوو، نو کېدای شي دا مسئله ستاسو په اند د امریکا د ولس په دننه کې ګڼې پوښتنې را پورته کړي، موږ ډېره بښنه غواړو چې د امریکا له ولس څخه ریښتیني حقایق پټ کړو. په دغه ځوابیه لیک کې وروستۍ کرښې ډېرې شمېرل شوې او سپکونکې خبرې وې او هغه داسې وي چې« دا لیک د باچا هانو د باچا له خوا یوه غیر ټاکل شوي ولسمشر ته چې یوازې د۱۳ میاشتو لپاره به په واک کې وي .»
د سپټمبر په ۲۲ نیټه ولسمشر جیرالډ فورډ له یوې ډېرې نازکې وژونکې پېښې ژوندۍ وتښتېد. دغه برید د سانفرانسیسکو د سټ فرانسیس له هوټله بهره د یوې مېرمنې لخوا په ولسمشر وشو. د نړۍ مشرانو ښاغلي فورډ ته د نور ژوند هیلې وکړې چې هغه له یوه مرګوني بریده روغ رمټ ووت. د ایران باچا محمد رضا شاه هم هغه ته د مبارکۍ پیغام مخابره کړ.هغه له اسد علم سره خپل شخصي احساس شریک کړاو په خندا یې له هغه وپوښتل چې «ولې په نړۍ کې خلک دغه ډول یو زوړخر له دې دنیا شړل غواړي ؟»
پنځه ور ځې وروسته په ویانا کې د اوپیک د تېلو وزیرانو په ناسته کې د تېلوپه بیو کې د ۱۰ په سلو کې بیو د لوړوالي اعلان وشو چې د اکټوبر له لومړۍ نېټې به دغه لوړه بیه عملي کېده او اغېز به یې په دغه میاشت کې معلومېده. دغه بیې به د ۹ میاشتو لپاره په خپل حال پاته کېدې او په دې ډول د تېلو مصرفونکو هېوادونو د خپلو تېلو د بېلونو یا مصرفونولپاره نور۱۰ میلیارد ډالره زیات باید ورکړي او تیار کړي وای. د ایران د تېلو او مالیې وزیر ډاکټر جمشید اموزګار ددې ناستې له پرېکړې ډېره خوښ برېښېده، خو د سعودي د تېلو ځوان وزیر شیخ یمني بیا په دغه پرېکړه ډېر غمګین و. هغه داسې تمه درلوده او هڅه یې کوله چې د تېلو د بیو د پورته کېدو مخه ونیسي. د بېلګې په توګه، ددې لپاره چې د هغه غوسې او خفګان ته اشاره وکړو نو هغه د ۲۱ ساعتونو لپاره لندن ته خپله الوتنه وځنډوله چې هلته د شهزاده او ولیعهد فهد سره اړیکې ونیسي او هغه ته د ناستې د جزییاتو په اړه معلومات ورکړي او له هغه سره ډېرې مهمې او خوندي خبرې اترې تر سره کړي. تحلیل کونکو دا خبره یاداښت کړې چې «سعودي عربستان یو لړ داسې خوځښتونه ترسره کول چې نړیوالو ته د تېلو د تولید او په دغه مسئله کې د مخکښ رول تر لاسه کولو هڅې کولې. سعودیانو په ډېر روښانه ډول د خپل هیواد تېلو تولید ته ګوته ونیوله. دا د امریکا متحده ایالتونو ته یو ښکاره زیګنال و چې سعودي عربستان دا مهال ډیره سخته لوبه تر سره کوي.» سعودي عربستان په تدریج سره دا زده کړل چې په څه ډول د ایران د شاه پرضد خپله دفاع وکړي او هغه له پښو وغورځوي. د تېلو د بیو تازه پورته کېدو د ایران په عایداتو کې ۲ میلیارد ډالرو لوړوالی را وست، خو دا عواید هم د ایران لپاره کافي نه و چې خپل پورونه پرې کړي او د خپلو لګښتونو اندازه پوره کړي. د دربار وزیر اسد الله علم په ډېرې هوښیارۍ په خپلو یاداښت پاڼو کې لیکلي چې په ویانا کې د اوپیک د غړو هېوادونو د ناستې پرېکړې د سعودیانو او امریکایانو له اړخه په پام کې ونیول شي نو د هغوی ګډ پلان زموږ او زموږ د ملاتړو لخوا دړې وړې او یا ونه منل شو چې دا موږ ته ډېره لویه خبره ده.