
دغه څیړنه د چین طب پوهنتون ترسره کړې وه. په دغه څیړنه کې ۲۵ سالمو ښځو د ۲۰ کالونه تر ۳۰ کالونو په عمر ونډه اخیستې وه، وڼدوالو ښځو به د ۸ هفتو لپاره هره ورځ نیم لیتر د سرو بادنجانو اوبه څښلې، چې په پایله کې یې هرې ښځې یو کیلو وزن له لاسه ورکړی و. د وزن کمولو سره سم د ښځو د وینې کلسترول هم ۱۰ ٪ کم شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې په بادنجانو کې لیکوپن، آنتی اکسیدان او ضد التهاب ترکیبات ډیر دي، کوم چې د سرطان، زړه ناروغۍ او رواني ناروغیو احتمال کموي. د دې نه برسیره په رومیانو کې ویټامین A هم ډیر دي، کوم چې د سترګو نظر ته ډیر کټور دی.