غزل

ستا په اراده کې يم جانانه زه
پټ په دې پرده کې يم جانانه زه

 
گرځمه له تا سره چکر وهم
ناست که په کوټه کې يم جانانه زه

ستا د مخ له وړانگو څخه وړانگه يم
ستا په رابطه کې يم جانانه زه

اې خوا له دېواله څه شى نه وينم
څومره په خطره کې يم جانانه زه!

ورک رانه په ځان کې شوې حيران يمه
تا وې په ساده کې يم جانانه زه.

 
١٣/١٠/١٣٨٥
حيدرآباد