د تېلو بادشاهان (۵۵ برخه)

 
د تېلو ټانکرونه نېغ په نېغه  د ګوانتنامو ټاپو پر لور وخوځېدل
ډېر ټانکرونه اوس د هغه دوه اړخیزې معاملې پربنسټ چې کیسنجر له شاه سره ژمنه کړې وه او د خزانې وزیر فرانک زیرب، د شاه د تېلو له وزیر هوشنګ انصاري سره پرمخ بېوله، بارېدل او امریکا ته را روان وو. په دې اړه وروستۍ تصمیم چې ایا د ایران د شاه د زېرمه شويو تېلو اخیستو معامله مخته یوسي او هغه تېل واخلي چې دوی یې تمه لري د خزانې د وزیر بیل سایمون په لارښوونې د سپینې ماڼۍ د اقتصادي پالیسیو په بورډ  پورې تړلې وه.  له ښاغلي زیرب سره یو ځای اوس ښاغلي سایمون د سپینې ماڼۍ په اقتصادي تګلارو بشپړ واک خپل کړی و. کیسنجر ډېر وروسته په دې پوه شو چې هغه  تنها په دې معاملې کې وروستۍ تصمیم نیونکی نه دی. دا چاره د جون تر میاشتې پورې روانه وه او د جون په میاشت کې هغه ټینګار وکړ چې د اقتصادي پالیسیو بورډ دې پراخ شي او د بهرنیو چارو د وزارت استازو ته دې هم په کې برخه ور کړل شي. کیسنجر ډېر دلایل در لودل چې د سایمون د چلونو او حرکتونو په اړه اندیښمن شي. بېرته د مې په میاشت کې د شاه پلان تر هغه وروسته صفر کړی شو چې  د امریکا د خزانې وزیر د شاه په هغه پلان کلکې نیوکې وکړې چې د تېلو د بیو د بیا لوړېدو غوښتنه یې په کې کړې وه. هغه د ایران د باچا دا هڅه سخته وغندله چې تېل د سیاسي وسیلې په توګه کاروي او غواړي چې لوېدیځ پرې بلک مېل کړي. هغه په لویه کې  دې مسئلې ته یوازې له اقتصادي اړخه نه کتل. نور داسې نه ښکارېده چې د ایران له شاه سره دې د تېلو د بیو پر سر کومه خوږه معامله ترسره شي. شیکاګو ټریبیون ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې  وویل: « د خزانې وزیر سایمون ډېر ساده کس هم نه دی چې له شاه پسې ولاړ شي او په دې پېښماني وښيي چې د خلیج دغه بابوجي(شاه) نور د لوېدیځ لپاره کوم اقتصادي چیلنج  نه دی.» د خزانې وزیر سایمون د ازاد مارکېټ په ارزښتونو او ګټو باور درلود او د بهرنیو چارو د وزیر هغه مفکوره او نظریه ونه منل شوه چې اقتصاد باید د نظامي ډیپلوماسۍ د موخو لپاره وکارول شي.»
بیل سایمون د تېلو د راتلونکې دوه اړخیزې معاملې د تصمیمونو په برخه کې پر کیسنجر او د بهرنیو چارو پر وزارت  ۴  بېړنۍ ګټې درلودې. دوی د تېلو د اخیستو د معاملې د شرایطو، بیې، اندازې او مودې په اړه د اقتصادي پالیسیو د بورډ له خوا له اقتصاد پوهانو او مالي متخصیصینو لکه الن ګرین سپن، د سپینې ماڼۍ اقتصادي سلاکارویلیم سایډمن، ارتربرنز او فرانک زیرب سره بحثونه او مشورې کولې. دوی به بې له دې چې د هغه د جیوپولیټیکې وړتیا او امتیاز ته پام وکړي د اقتصادي او مالي اړخ په اړه به یې تصمیم نیوه. دویمه ګټه یې دا وه چې ولسمشر فورډ تل د محافظه کاره جمهوریت غوښتونکوتر فشار لاندې و چې په بهرنۍ پالیسۍ کې د کیسنجر رول کم کړي او دارنګه د تېلو تولیدونکو ته هېڅ ډول اضافي امتیازات ورنه کړي. نو له دې اړخه هم دا نیوکه نوره پای ته رسېده. درېیمه ګټه دا وه چې دوی په عاجله هغه معامله له منځه وړله چې په بالقوه ډول هغه مهال چې د تېلو بیې لوړېدې او یا د اقتصاد د خرابېدو لامل کېدې، که د فورډ اداره له ایران سره یوې اوږدمهاله معاملې ته ور دننه شي او په سلګونه میلیون بیرله تېل له ایران څه په ارزانه بیه واخلي، دغه کار دا خطر لري چې موږ هغو شرطونو ته ځان تړو چې په  ازاد مارکیټ کې د شته ګټې پرتله لږه ګټه په کې پرته ده. څلورم: سایمون لېوال نه و چې له ایران سره دې داسې تړون وشي چې شاه ته یې له کبله ګټه رسیږي. هغه او د سعودي شیخ یمني غوښتل چې د اوپیک د تېلو تولیدونکي هېوادونه د سعودي عربستان په مشرۍ چارې مخې ته یوسي، په دې مانا چې دوی د شاه لخوا د تېلو د بیو د پورته کېدو د پلان  دړې وړې کولو ته  ملا تړلې وه. ولسمشر فورډ هڅه کوله چې د خپل اقتصادي ټیم د مالي اندېښنو او د بهرنیو چارو د وزارت د ستراتیژیکو او جیوپولیتیکو لومړیتوبونو ترمنځ  اختلاف یا درز کنټرول کړي. د جون په ۱۲ نیټه  د سپینې ماڼۍ په اوول افیس کې ولسمشر فورډ کیسنجر ته وویل هغه غواړي چې د تېلو معامله په هغه صورت کې تر سره کړي چې د تېلو د بیې د نورې لوړېدا مخه ونیسي.هغه وویل «ګرینسپن د اوپیک لخوا د تېلو د بیو د نورې لوړیدا له کبله ډېر سخت وېرېده.» کرینسپن  وویل« که دا معامله د تېلو بیه دروي او د لوړېدو مخه یې نیسي، نو زه فکر کوم هغه به یې تر سره کېدل وغواړي.»
کله چې د تېلو د معاملې شرایط و ارزول شول، په پراخه کچه د یو شمېر ټولنو، د نا معلومو منابعو مقالو لړۍ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جک انډرسون په کالم کې خپرې شوې چې ټولې یې د شاه مخالفې وې. په دغو لیکنو کې پر هغه سخت ګوزارونه شوي وو. په یوه مقاله کې لوستونکو ته ویل شوي وو چې شاه د خپلې بادشاهۍ په برخه کې د سي. ای. اې پوره وړی دی. انډرسون دارنګه یوه لوړ پوړي فرانسوي چارواکي ته اشاره کړې وه چې ویلي یې وو « د هغه حکومت تر اوسه په  دې نه پوهیږي چې ولې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په پرلپسې توګه شاه ته احترام کولو ته دوام ورکوي. په ځانګړې توګه واشنګټن ته د شاه له وروستي سفروروسته چې هغه ستاسو سترګو ته ازغی در چوخ کړ او اعلان یې وکړ چې د سپټمبر په میاشت کې به د تېلو د بیو د لوړولو هڅه وکړي.» په دغه مقاله کې د سنا د هغه یوه  باوري تحلیل کونکي خبرې را اخیستل شوې وې چې د امریکا د تېلو د پالیسۍ د ارزونې لپاره ګمار ل شوی و:« کیسنجر د تېلو ډرامه یا ستونزه داسې پرمخ بېوله چې پر بنسټ یې زموږ مخالفین په مهربانۍ سره وګواښي او زموږ یاران له سینده تږي پورې باسي.»
د جون په ۲۳ نېټه یوه ورځ د دغه کالم تر خپریدو وروسته کیسنجر د غرمنۍ لپاره په خپل شخصي ناست خونه کې د فرانک زیرب، الین ګرینسپن او چارلیس را بینسن کوربه و. په دې ورځ زیرب او ګرینسپن د تېلو د معاملې په  بریالي کېدو یا پرمختللو شک وښود. حکومت لا تر اوسه پورې له کوم بهرني هېواد څخه د تېلو د اخیستو د معاملې واک نه و اخیستی. تر دې بدتره دا چې  سپینې ماڼۍ په دغه برخه کې واک د کانګرس یوه ډیموکراټ غړي ته ور سپارلی و. زیرب وویل:«موږ دقیقا  له حکومت څخه دا واک اخیستل نه غواړو چې معامله وکړو که نه. د یوې دولتي ادارې لخوا ددغه ډول موضوع پرمخ بېول د نه منلو وړ خبره ده او زموږ د ازادې را کړې ورکړې د سیستم  له نظریې سره مخالف دی. لیبرالانو په دې ټینګار کاوه او دا هڅې یې زیاتې کړې وې چې د تېلو صنعت باید ملي بڼه غوره کړي. نو په دغه معامله کې چې موږ پرې بحثونه وکړبری کېدای شي د لیبرالانو په لاس کې وي.»
کیسنجر هم په دې تړاو ځان تېر ویست او له کانګریس څخه یې وغوښتل چې یو ځانګړی قانون پاس کړي چې د تېلو د اخیستو اجازه په کې ورکړل شي، سره له دې چې هغه له دې سره کم مخالف و چې دا کار دې د اخلاقي اصولو سره سم تر سره شي، خو هغه ډېر لېوال و چې دغه خبره باید پټه وساتل شي. هغه ومنله چې :«کیدی شي موږ له کانګریس څخه ونه غواړو چې په دغه معامله دې ډیر دقیق او له نژدې نظر وساتي.»  هغه وویل پر معاملې د نظر ساتلو پر تله د معاملې ترسره کېدو ته ډېره لېوالتیا وه. ګرینسپن خپلوهمکارانو ته وویل چې سعودي عربستان د اوپیک مهم تولیدونکی غړی هېواد دی چې معاملو ته بدلون ورکولی شي. یوازې سعودي عربستان په دغه ډله کې دومره ډېر تېل لري چې که اړتیا وه کولی شي د اوپیک سازمان د تېلو د بیو جوړښت دړې وړې کړي او یا یې وننګوي. امریکا ته د ایران د شاه لخوا په ورځ کې د ۷۰۰ زره بیرلو تېلو د ورکړې چاره هم یوازې په دغه برخه کې درد نه شي دوا کولی.»
زیرب وویل:«موږ ټول پوهیږو چې دغه معامله به بې له دې چې کانګریس ته ولاړه شي ډېرې پېچلې لارې ووهي.»
رابینسن ښاغلي زیرب او ګرینسپن ته وریاده کړه چې د بهرنیو چارو د وزارت لپاره دې معاملې تر یوې اقتصادي را کړې ورکړې پورته ارزښت لاره هغه وویل «تاسو په دې پوهیږئ چې موږ په دغه موضوع کې حتما سیاسي ګټې لرو چې د تېلو د بیو له اندېښنو دغه ګټې ډېرې زیاتې اوچتې دي. دا د امریکا له مشرتابه څخه یوه لویه پوښتنه ده. » هغه وړاندیز وکړ چې د ولسمشر فورډ اداره دې له ایران سره د تېلو دغه معامله له کانګریس څخه په دې ډول بچ کړي چې د دفاع له وزارت څخه دې وغواړي چې نظامي اړتیاوو ته په کتو سره دې له تهران څخه تېل واخلي نو دا کار دې وکړي. په دې توګه به د امریکې د دفاع له وزیر څخه وغوښتل شي چې د ملي امنیت پر اساس دې د تېلو د اخیستو واک ورکړي.
کیسنجر دوی ته په ډاګه کړه چې « دغه معامله باید  په ۶ اونیو کې تر سره شي، که نه  د لاسه به یې ورکړو.» خو هغه څه چې هغه ونه ویل دا وو چې د تېلو معامله د شاه او په خپله دده ترمنځ د باور یوه موضوع ګرځېدلې وه. د ایران باچا اړتیا درلوده، په دې پوه شي چې ایا تر اوسه هم کیسنجر له ده سره په خواکې ولاړ دی او له ده ملاتړ کوي که نه. کیسنجر د ګرینسپن نظر ته پام ونه کړ چې غوښتل یې دغه معامله له نور پرمختګ دمخه باید د قانون پوهانو له نظره تیره شي چې سبا کومه ستونزه په کې رامخې ته نه شي. هغه وویل:« ز ښه بولم چې شاه ته بیا ورشو او ورته ووایو چې موږ له دې معاملې سره یو لړ قانوني ستونزې لرو او هغه ته له همدا اوسه باید دا خبردارئ ور کړو. که داسې ونه کړو، هغه به وايي چې موږ ګنې کومې دانې ته په تمه یو. دا همغه ستونزه ده چې موږ په مجموع کې ورسره مخ یو. د شاه اندېښنه یا وارخطايي له دې ده چې د امریکا متحده ایالتونه دا هرڅه لري. زه ترجیع ورکوم چې وروسته هغه ته ووایم. هغه کېدای شي موږ ته ووايي چې اساسا له موږ سره دی او یا له موږ سره نه دی. خو که دغه موضوع نورو ته ورسیده (افشا) شوه نو موږ یې باید نورو ته په اړه څه ونه وایو. راځئ چې ولسمشر  ته دا سې ووایو چې موږ تر اوسه پورې ددغې موضوع تخنیکي معلوماتو ته په تمه یو . . . .  زه ډاډه نه یم ، خو زه پوهیږم چې بیل سایمون هڅې کوي چې دا کار تر سره کړي کنه؟ . موږ به له شاه څخه داسې یو دښمن جوړ کړو چې که  د تېلو په یوه بل بندیز کې ګډون  ونه کړيٍ نو له موږ سره  به یو ځای په لار تلل  هیڅکله ونه غواړي.»
په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي د معاملې پر لوژیستیکي اړخ، ښه والي او بدوالي په بحثونو لګیا وو شاه پر کیسنجر باور او هغه ته حوصله له لاسه ورکړه. شاه دا رد کړه چې تهران ته د کیسنجر له ور استول شوي استازي را بینسن سره وګوري. د رابینسن موخه داوه چې د یوه اوږدمهالي تړون وړاندیز شاه ته وکړي چې د « ډیرو نورو اضافي تېلو تر لاسه کولو چاره د امریکايي توکو د ورکړې په بدل کې یقیني کړي، په بله مانا چې ایران به د تېلو په مقابل کې امریکايي توکي تر لاسه کوي.»
شاه د جون په ۲۶ نېټه د خپل دربار وزیر اسد الله علم ته وویل چې « دغه خلک چې موږ معامله ورسره کوو، ډېر په واک او ریښتیني خلک نه دي. نه پوهیږم دغه خلک څه کوي او څه غواړي او څه ډول تشخیص لري.»
د جون په ۲۷ نېټه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شاه او کیسنجر لپاره ډېر تازه خو دردونکی خبر خپور کړ. جیک انډرسون د خزانې د وزارت  د هغه افشا یا په لاس ورغلی پټ رپوټ یوه برخه خپره کړه چې د شاه د هغې ادعا په اړه جنجال را منځ ته شوی وو. شاه په دې باور و چې د تېلو د بیو لوړېدل د انفلاسیون پرکچې اغیز نه کوي او د تېلو لوړې بیې یې د دې لپاره مناسبې بللې وې چې هغه وکولی شي له لوېدیځ څخه مهم توکي پرې واخلي. انډرسون رپوټ ور کړی و چې « ددغې صحنې ترشا په واشنګټن کې یو شمېر چارواکي له دې سره موافق و چې د شاه دغه پلان وننګوي، خو ولسمشر دوی ته لارښوونه کړې وه چې خپلې تبصرې او نیوکې له ځانه سره وساتي او په ډاګه یې نه کړي.»
 خو بیا هم دوی په خپلو شخصي ورځپاڼو کې د شاه په اقتصادي استدلال کلکې نیوکې وکړې او هغه ته یې د زیان رسولو هڅه وکړه. د ورځې په وروستیو کې کیسنجر ته د بیل سایمون له خوا تېلیفون وشو چې په کې د خزانې وزیر د خپلې بیګناهۍ او لاس نه لرلو څرګندونه وکړه او د جک انډرسون د خپاره کړي رپوټ په اړه یې له خپله اړخه اندېښنه وښووله او ویې ویل چې دا مسئله ستونزې زیاتولی شي. سایمون د بهرنیو چارو وزیر ته په تېلیفون کې وویل:« جک انډرسون تېره اونۍ ماته تېلیفون وکړ او را ته یې و ویل:« تاسو پوهیږئ چې زه غواړم د ایران په اړه یو رپوټ یا مقاله خپره کړم. ورپسې یې له ما سره خبرو ته دوام ورکړ. د هغه خبرې په سپینې ماڼۍ، په مشخص ډول د بهرنیو چارو په وزارت او د سي. ای. اې د ادارې په کارونو راڅرخېدې. هغه د هنري کیسنجر د رول په اړه ډېر قانع نه و.» هغه لا دمخه ۲ مقالې لیکلې وې او په دې ډېر ښه پوهېده چې په دغه برخه کې نور څه په څه ډول ولیکي. کیسنجرپه دې برخه کې هېڅ هم ونه ویل، خو بې له شکه هغه داسې یاداښتونه تر لاسه کړل چې د هغه یو شمېر خپل مامورین او دارنګه د سي. ای. اې یو شمېر چارواکي د شاه پرضد زهر شیندي او په رسنیو کې یې د هغه پرضد کمپاین پیل کړی دی.
د کیسنجر نظر او د اقتصادي پالیسۍ په بورډ کې د هغه د همکارانو نظرونه د شاه په اړه سر جلا جلا و. د کیسنجر د خبرو متن ښيي چې هغه د ښاغلي زیرب  او ګرینسپن سپکاوی وکړ او د هغوی خبرو ته یې هېڅ اعتنا نه کوله.« دوی وړوکي وخت جوړونکي وو». هغه چاک رابینسن ته له  توهین امیزه وروستیو خبرو مخکې ډاډ ورکړ:« دوی دواړه ماغزه نه لري.» زه فکر کوم په هغه ډول اقتصاد زه هم پوهیږم چې دوی یې پرمخ بیايي او یا یې زده دی.« دا د هغه لپاره د باور وړ نه وه چې هغه به د تېلو په معامله کې هېڅ برخه ونه لري او یا به یې څوک ونه پوښتي. د هغه ضمیر او وجدان د شاته تګ یا پاتې را تلو  امکان نه مانه. د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو متن دارنګه دا هم  تاییدوي چې د تېلو او پیټرولیمو په اقتصاد کې د هغه  لومړۍ درجه معلم رضا شاه پهلوي وو. کیسنجر ښاغلي زیرب او ګرینسپن ته په خپلو خبرو کې وویل چې « شاه ډېر سخت او خوږ انسان دی. تاسو هغه پېژنئ؟ هغه د تېلو په برخه کې په نړۍ کې تربل هرکس څخه ډېر پوهیږي.» دغو څرګندونو یو نوی احساس او نظر را منځ ته کړ. له ۱۹۶۹ کال را هیسې د تېلو د بیو  او تولید په  برخه کې د کیسنجر هره هڅه او خوځښت که هغه قصدي و او که  نه و داسې ښکارېده چې هغه غوښتل مخامخ ګټه یې د ایران شاه او د هغه هېواد اقتصاد ته ورسیږي. هغه له هرې لارې دا ډول هڅه کوله چې له کبله یې ان د امریکا اقتصاد ته هم زیان ورسېد. کیسنجر شخصا د شاه په اقتصادي زړورتیا ډېر زیات باور درلود، خو د ایران د پلان او بودجې د جوړولو د مرکز په چارواکو ډېر باوري نه و. د کیسنجر په ځورېدو کې شک نه و او په هغه څه چې هغه فکر کاوه د هغه نور همکاران او یاران نه پرې پوهېدل: که له ایران سره د اګسټ تر پایه پورې د تېلو د اخیستو تړون نه وای لاسلیک شوی، شاه کېدای شي دا مسئله د ګواښ په کولو سره بل ډول تر سره کړې وای ، په دې مانا چې هغه ګواښ کړی و د سپټمبر په میاشت کې به د اوپیک د تېلو د وزیرانو په غونډه کې د تېلو د بیو د پورته کیدو وړاندیز مخې ته کړي. وخت د کیسنجر لپاره په ډېرې چټکۍ سره تېرېده او معامله داسې برېښېده چې سړه روانه وه.  
 
د اسهامو له پورته کېدو سره موافقه وشوه او ژمنه وشوه چې د تېلو معامله دې د ولسمشر لپاره  د سیاسي او جیوپولټیکو ګټو پر بنسټ تر سره شي. کیسنجر له فورډ څخه د مخه اسراییلو ته د ایران د زیاتي تېلو د بې لارې کېدو مسئله روغه کړې وه او په دې برخه کې هغه ډېرې هڅې وکړې چې ایران پر اسراییلو تېل بند نه کړي. دا چاره کېدای شي د منځني ختیځ د کړکېچ د اواري  خبرو اترو ته د بریالۍ پایلې د رامنځ ته کېدو چانسونو ته سرعت ورکړي. کیسنجر د جولای په ۵ نېټه په کمپ ډیویډ کې ولسمشر فورډ ته وویل:« اسرایلیان د مصر د سیناي په ټاپو کې د ابو ریس د تېلو د زېرمو د له لاسه وتلو جبران او د تېلو د احتمالي بندیز پرمهال د تېلو د ور رسېدو تضمین غواړي. » د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې هغه ددغه په ټپه ولاړ حالت لپاره یوه منطقي حل لا ره ومونده:«  موږ کېدای شي د ایران تېل وکارولی شو. موږ له ایران سره یوه معامله لرو، خو که تاسو وغواړئ.»
انډرسن د جولای په ۱۱ نېټه په خپلې دریمې لیکنې کې ډېره تحریکونکې مقاله په دې عنوان ولیکله:( سي. ای. اې پوه شوه چې شاه خوندي نه دی). د امریکې د استخباراتو مرکزي ادارې سي. ای. اې د ایران د شاه چې په فارس خلیج کې د امریکا د ملي ګټو د ساتلو په موخه د واشنګټن لخوا وپړسول شو د کار او ژوند رواني وضیعت وڅېړه او په اړه یې  اسناد او معلومات راټول کړل. د سي. ای. اې روان پوهانو مختلفې تیورۍ وکارولې چې د شاه د شخصیت او چلند په اړه ځانته معلومات حاصل کړي. دوی شاه « د مشکوک او نا باوره متحد په توګه یاد کړ او په هغه یې تور ولګاوه چې متزلزله شخص یا مشر دی»
(۱) یو مغروره پلار دی چې  تل خپل دښمن ته غاښونه چیچي او وازه خوله یې ورته نیولې وي.
(۲) له ډېرې اوږدې مودې راهیسې شاه یوازې په نوم واک چلوي.
(۳) شاه د جنسي کمزورۍ ستونزه لري او له کلونو کلونو راهیسې هغه غواړي چې پهلوي شهزاده وزیږوي، خو نه کیږي.
شاه ښه پخوانی زنکه باز دی چې د شاهي بخت له کبله اوس پرې ډېر څه د نوم بدۍ له کبله درېدلي دي . . . . اوس دغه غیر باوري شخص د تېلو له برکته په میلیاردونو ډالره تر لاسه کوي او د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا په خلیج کې نور هم ښه پړسېدلی. خو انډرسون دا نه وه روښانه کړې چې که شاه رښتیا ضعیفه او غیر مطمین شخص وي نو بیا ولې هغه د امریکا له ولسمشر، د بهرنیو چارو  له وزیر، د دفاع له وزیر، سفیرانو او د استخباراتو له چارواکو سره په پرلپسې توګه، منظمې مانورې او خبرې اترې کوي او غواړي چې د وسلو د خرڅولواو د تېلو د عایداتو له درکه په میلیاردونو ډالره ځان ته بچت او تر لاسه کړي او یا ولې امریکایان له هغه سره د معاملو لپاره لېوال دی.
د انډرسون کالم یا مقاله ګڼو غوږونو ته څه ور ونه شو رسولی. په تهران کې د امریکا سفیر هلمز ډېر په غوصه شو او ویې ویل« هغه به دې مقالې ته اجازه ور نه کړي چې  د مامورینو په دننه کې یې خپره کړي. هغه لا دمخه هغه پالیسي منلې وه چې  خپل چارواکي یې د سي. ای. اې د هغو تحلیلونو له لوستلو منع کول چې هغه فکر کاوه پر رضا شاه په کې غیر مناسبې نیوکې کېدې. دلته کېدی شي په تاریخ کې ډېر کم ثبت شوي مثالونه وي چې په کې یوه امریکايي سفیر چې هغه هم پخوا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر پاتې شوی و، هغه دې د خپلو استخباراتو پښې د یوه  پردي کس یا هېواد مشر لپاره ور پرې کړي او د خپلې ادارې په اړه پر معلوماتو دې خفه شي، یا دې د ایران د باچا لپاره دې دومره تابعدار او سر ټیټی و اوسیږي.  خو دا کس ریچارډ هلمز په تهران کې د امریکا سفیر و.
کیسنجر د جولای په ۱۴ نېټه له ښاغلي زیرب او ګرین سپن سره د تېلو پر معاملې د بل پړاو مشورې پیل  کړې. زیرب نورو ته وویل چې که د امریکا حکومت غواړي چې د ایران اضافي تېل واخلي او ذخیره یې کړي، نو باید د کانګرس موافقه واخلي او د تړون جزییات دې عام ولس ته په ډاګه کړي. کیسنجر وویل په هر صورت په دغه معامله کې مخ ته ولاړ شئ:« زه فکر کوم چې تاسو باید په دغه معامله کې هر څه چې کولی شئ هغه تر سره او په دې برخه کې نورې خبرې اترې وکړئ او شاه ته ووایاست چې موږ یو لړ قانوني ستونزې لرو.»
هغه پوښتنه وکړه چې ایا ددفاع وزارت کولی شي له ایران څخه تېل واخلي. کله چې زیرب ځواب ورکړ د قانون پربنسټ د دفاع وزارت کولی شي تېل واخلي، خو بېرته یې نه شي پلورلی یانې ګټه په کې نه شي کولی. هغه په کافي اندازه د قانوني حرکتونو د ښه والي په اړه خبرې وکړې، خو په دغه برخه کې یې استثنا ته ترجیع ور کوله. دا د نړۍ د یوه لوی قدرت د بهرنۍ پالیسۍ د پرمخ بیولو لاره نه وه.
د نیکسون د واکمنۍ پرمهال په دغه برخه کې چارې په بل ډول تر سره کېدې. هغه وویل:« د یوه تاریخ لیکونکي په توګه، زه وایم چې دغه هیواد، دغه پالیسي درلوده. ما د خپل کاري عمر دوه پردرې برخې وخت په دې تېر کړی چې نورو هېوادونو ته دا خبره روښانه کړم چې ولې دغه هېواد هغه څه نه تر سره کوي چې په روښانه ډول یې په کې ګټې نغښتې وې.»
چاک رابینسون د جیک انډرسون وروستۍ مقاله راوړله:« د شاه د رواني حالت د مطالعې پر بنسټ په واشنګټن پوسټ کې راغلې لیکنه ډېره ګټوره یا خوندوره نه وه او په حکومت او تهران کې یې ځینو ته سرخوږی جوړ کړی و.»
برنټ سکوکرافټ چې په دغه ناسته کې حضور درلود وویل:« نه نه ، دا سرخوږی نه و، دا ډېره په زړه پورې لیکنه وه. خو دا مسئله څه ډول را برسېره شوه. زه په دې نه پوهیږم.»
 رابینسون کیسنجر ته خبرداری ورکړ:« زه او تاسو په ډېره چټکۍ په دې پوه شوو چې دا تصمیم باید ژر ونیول شي چې دا کار باید تر سره نه شي. هر ګام موږ په دغه لانجه کې نور هم خښوي او لا ښه مو شاته غورځوي.» شاه تر سخت فشار لاندې و او د تېلو له معاملې سره یې هېڅ ستونزه نه درلوده. سپینې ماڼۍ لا تر اوسه هم قانوني اجازه یا واک نه در لود چې دغه معامله مخې ته یوسي. ولې موږ باید تر دې مخې ته ولاړ شو؟ ولې د دوی بخت وازموییو؟
کیسنجر په ډاګه کړه چې :« که تاسو شاه ته ورشئ او ورته ووایاست چې موږ قانوني ستونزې لرو، هغه به سخت خفه او لویه ستونزه به را پیښه شي. هغه تېل ډېر ښه پیژني او تر بل هر چا په  دې برخه کې ډېر معلومات لري. هغه په ډېره اسانۍ سره کولی شي خپل تېل په اروپایانو بې له دې چې بیه یې را ټیټه شي، وپلوري. موږ هم باید په دغه برخه کې پرمخ ولاړ شو او دغه معامله تر سره کړو، وګورو چې که موږ معامله تر سره کولی شوای نو باید اجازه یې تر لاسه کړو.»
رابیسنسون وویل :« که دغه معامله د اکټوبر تر لومړۍ نېټې پورې بشپړه نه شي، نو دا به غیر ممکنه وي چې دغه معامله دې بشپړه شي.»
 د دوی ناوړه مزخرف حالت هغه مهال ډېر زیات روښانه شو چې کله ګریسپن اعلان وکړ چې هغه د تېلو لپاره یو مخفي ځای پیدا کړی دی. دا یو داسې ځای و چې د کیسنجر لپاره هم د رضایت وړ و چې باید پټ وساتل شي او ګرین سپین د بیو د ټیټ ساتلو په اړه اندېښمن و.  ده وویل: « لږ تر لږه موږ یو ښه نظر سره را وړاندې شو او هغه له اقتصادي اړخه د تېلو زیرمه کول وو: دغه نظریه د تېلو د ټانکرونو ډکول او لیږدول وو. موږ کولی شوای چې د تېلو ټانکرونه ډک او نېغ په نېغه یې ګوانتنامو ټاپو ته واستوو.»
 کیسنجر وویل: « که مو داسې فکر کړی وي چې د تېلو د بندیز د پای ته رسولو لپاره د هر ډول کار په تر سره کولو سره به کیوبا خوشحاله شي نو دا ډېره خندونکې خبره ده.»
ګرین سپن وویل :« نه ، دا جدي نظر دی، موږ د تېلو د زېرمه کولو او په ټانکرونو کې د لېږد او ساتلو کافي وړتیا لرو. ډېر دغه ټانکرونه هېڅ نه کارول کیږي او له بله اړخه دغه ډول معامله ارزانه هم پریوځي.»
فرانک زیرب چې هڅه یې کوله دغه کړۍ خوندي وساتي ورزیاته کړه:« وګورئ، زه غواړم چې تر پخوا ډېر واقعبینه و اوسم.»
جیرالډ فورډ هغه ته وویل چې دغه معامله د قانون سره سمه تر سره کړي. کیسنجر دوی ته وویل:« زه هېڅ بله لاره نه وینم بې له دې چې دغه معامله د کانګریس له موافقې پرته تر سره کړو. . . .  نو اوس پوښتنه دا ده چې ایا تاسو له دې سره موافق یاست؟ او ایا شاه به له دې سره سر وښوروي؟ که موږ دغه معامله بشپړه نه کړو، نو موږ به له ریښتینو ستونزو سرهمخ شو .زه په دې پوه نه شوم چې ولې ډیر زیات خلک غواړي چې پر ایران ډېر ټینګار وکړو. خو پر ایران باندې فشار راوړل د اوپیک د بیو د ماتېدو اصلي لاره نه ده.»
د جک انډرسون د مقالې په پای کې چې د جولای په ۳۱ خپره شوه راغلي دي چې « ایران کېدای شي تر منځنۍ کچې ډېر لګښت وکړي» د مقالې اصلي پام په هغو خبرو نه و را ټول چې د شاه په اړه یې لیکلي وو، بلکې په دې ډېر بحث شوی و چې د سپینې ماڼۍ لوړ پوړو چارواکو د ایران په اقتصاد ډېر نږدې څار کاوه او دوی فکر کاوه له خطر سره مخامخ کېدونکی دی. انډرسون لیکلي وو:« په لوړه کچه امریکايي چارواکي له دې وېرېدل چې د ایران شاه کېدای شي ترمنځنۍ کچې خپل لګښتونه زیا ت کړي. د شاه د مالي کړکېچ نښې هرې خوا ته ښکاري. سره له دې چې ایران د تېلو یو بډایه هېواد دی، خو دغه هېواد په ژوره توګه په پورونو کې ډوب دی. هغه امریکايي چارواکي چې د ایران له مالي سیستم سره بلد او په اړه یې معلومات درلودل وايي چې ایران شاوخوا ۳ میلیارد ډالره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو پورونو لاندې وو.» یو اقتصادي شنونکی جوسي مورسل وايي: « د وروستیو باوري اټکلونو پر بنسټ د شاه د تېلو زېرمې به بلاخره له ۲ لسیزو وروسته تر ډېره پای ته ورسیږي. دا چاره به ډېر حریص او بې پروا، ایرانی باچا رضا شاه په نه اټکل کېدونکي ډول داسې حالت کې خوشې کړي چې نه شي به کولی د خپلې لوړتیا خوبونه یې رښتیا او خپل لګښتونه او پورونه پرې کړی شي. بې له دې چې د هغه خوبونه پوره شي، شخصي وېره داده چې هغه کېدای شي د امریکا په مټ خپل سمبال کړی پوځ پر خپلو ګاونډیانو سعودي عربستان او کوېټ ور مرش کړي او د تېلو زېرمې یې لاندې کړي.»
د اګسټ په ۶ نېټه د جاپان لومړی وزیر ټاکیو میکي په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر فورډ مېلمه و. جاپان خپل ۷۳ په سلو کې تېل له ایران او منځني ختیځ څخه واردول. میکي پر ولسمشر فورډ فشار راوړ چې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ د کمولو اهمیت خورا ډېر دی او په دغه سیمه کې هر ډول تاوتریخوالی د تېلو د بیو د لوړېدو له اړخه د جاپان په اقتصاد منفي اغېز کوي. هغه وویل «که دلته په منځني ختیځ کې پنځمه جګړه پیل شي نو د جاپان صنعت به نور د ژوندي پاته کېدو وړ نه وي. د همدې لپاره د منځني ختیځ د سولې ټینګښت د جاپان لپاره فوق العاده اهمیت لري. په دغه سیمه کې د هر ډول دښمنۍ تازه کېدل به تېلو ته د لاس رسي په برخه کې پرجاپان فوق العاده بېړنۍ اغیزې ولري.» هغه سپینې ماڼۍ ته ور یاده کړه چې د جاپان د تېلو د اخیستو کچه د تېر یوه کال پرتله ۴ واره لوړه ده « او موږ تمه لرو چې سږ کال به زموږ د تېلو د اخیستو کچه تر ۲۳ میلیارد ډالرو لوړه شي. د جاپان اقتصاد سږ کال په سخت مالي کړکېچ کې را ښکېل دی. په ټوکیو کې حکومت  د ۶۸ ورځو لپاره تېل زېرمه کړل چې د دویم ځلي احتمالي تېل بندیز پر مهال ترې ګټه پورته شي. موخه یا هدف مو داو چې د ۹۰ ورځو لپاره د ۱۹۷۶ کال تر پایه پورې تېل زېرمه کړو .»
د امریکې ولسمشر فورډ لا تر دې مهاله هم له ایران سره د تېلو داسې اوږد مهالې معاملې ته لېوال و چې د امریکا د اقتصاد لپاره روښانه ګټې په کې نغښتې وي. د جاپان له لومړي وزیر میکي سره تر لېدو یوه ورځ وروسته ولسمشر فورډ د خپل بهرنیو چارو د وزیر هنري کیسنجر هغه شکایت واورېد چې « زیرب او ګرین سپن د ایران د تېلو په معامله کې پښې شاته وباسي. ما یوه داسې سناریو تیاره کړې او زه نن په تمه یم چې د ایران د مالیې له وزیر ښاغلي انصاري څخه د هغه ځواب واورم. زه په دې کې شک نه وینم چې دوی به یې ومني، دوی غواړي چې خپله مېړانه ثابته کړي.  خو زه غواړم چې ښاغلی انصاري او تاسو ته ووایم چې که غواړئ نو سبا ته دغه معامله باطله کړئ.» ولسمشر فورډ کیسنجر ته وویل چې « ورځه پرې. ښاغلي انصاري ته ووایاست چې معامله تر سره کېدای شي. خو تر اوسه هم دوی ټولې برخې نه دي برا برې کړي. ولسمشر  لېوال نه و چې د خزانې په وزارت باندې خپل امر تحمیل کړي. د همدې لپاره ولسمشر فورډ ، کیسنجر، زیرب، ګرین سپن، سکوکرافټ په دا بله ورځ بیا په خپلو کې غونډه سره وکړه چې د جمعې ورځ او د اګسټ ۸ نېټه وه. دوی په را منځ ته شوي بن بست بحثونه وکړل. بېل سایمون چې په دغه ناسته کې یې حضور نه در لود ، ددغې معاملې له تر سره کیدو سره مخالفت وښود او له لاسلیکولو یې ډډه وکړه.
 کیسنجر هڅه وکړه چې د تېلو دغه معامله د منځني ختیځ د سولې د ټینګښت له هغه توافق سره وتړي چې د اګست په میاشت کې اسراییلو ومنله چې د مصر د سینای په ټاپو کې د ابو رودیس د تېلو له سیمو به په دې شرط په شا کیږي چې سپینې ماڼۍ ژمنه وکړه چې د تېلو له اړخه به یې ملاتړ کوي او هغه مهال تکیه او تمه له ایران څخه کیده چې تهران به اسراییلو ته د تېلو ورکړه په منظم ډول روانه ساتي او شاه په زوریخ کې ژمنه کړې وه چې اسراییلو ته به یې د تېلو ورکړه روانه وي.
برنټ سکوکرافټ وروسته وویل چې د امریکا د اقتصادي پالیسوبورډ یا ډلې بهرنۍ اقتصادي پالیسي چې د شاه او کیسنجر د دښمنیو له کبله ښه سولیدلې او خرابه شوې وه ښه اغېزمنه او پیاوړې تنظیم او برابره کړه. هغه وویل « هر څه به چې هنري وړاندیز کړه، بیل سایمون به یې په اړه منفي نظر ور کړ او هرڅه به چې سایمون پیشنهاد کړل، هنري به ورسره مخالفت ښکاره کړ. دا له اقتصادي پلوه ډېره پېچلې دوره وه او دې کار نېغ په نېغه د تېلو په پالیسۍ اغېز در لود. »
د ولسمشر فورډ په ادارې کې دغه کړکېچ په تهران کې باچا رضا شاه سخت خراب کړی و. هغه په حیرانونکي ډول ددغه وروسته والي په اړه ډېر په غوصه نه و. د ایران د دربار وزیر اسد علم په خپلو یاداښتونو کې هغه لیک هم را اخیستی چې محمد رضا شاه د اګسټ په ۲۴ مې نېټې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر ته استولی و او شاه په هغه کې ویلي وو چې ،« هغه ډېرزیات نا امیده شوی چې د تېلو پر سر زموږ خبرې بریالی نه شوې او کېدای شي بې نتیجې پای ته ورسیږي.» ښاغلي علم شاه ته وویل « زما شک دا دی چې موږ دې د کیسنجر د بیو د ټاکل کېدو په اړه باور وکړئ شو. » شاه له ښاغلي علم سره موافقه وښوده. هغه وویل:« خو تر اوسه ، باید موږ د ډیپلومټیک چینل له لارې په احتیاط سره مخته ولاړشو.»
د اګسټ د میاشتې په ۲۸ نېټه یو سعودي لوړ پوړی پلاوی تهران ته ورسېد چې د اوپیک د را تلونکې سرمشریزې په اړه بحثونه وکړي. هیله داوه چې سعودیان له متقابلو صف بندیو  منعه کړي، د ایران مشر خپلو مېلمنو ته ومنله چې کیسنجر او نیکسون لا دمخه منلې وه چې د تېلو له ټولو هغو پخوانیو لوړو کړی شویو  بیو سره موافقه ښوولې وه چې له کبله یې د ایران نظامي ځواک پیاوړی کېده. شاه سعودي پلاوي ته وویل چې کیسنجر دارنګه وژل شوی سعودي باچاملک فیصل ته درواغ ویلي وو چې شاه ور سره ژمنه کړې چې د تېلو بیې به نورې نه لوړوي او ده هم ور ته د مننې سر ښورولی. ددغو خبرو په اورېدو سره سعودي پلاوی سخت په غوصه شو. کله چې د سعودي د تېلو وزیر شیخ یمني بیرته ریاض ته را ورسېد، هغه ددغو ادعاوو په اړه په سعودي کې د امریکا سفیر جیمز اکینز د سپیناوي لپاره را وغوښت .جیمز یوازې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له لوستلو دومره پوه شوی وو چې کیسنجر غواړي، دی د هغه استازي پرځای وټاکي چې د تېلو د بیو  په لانجه کې د سعودي غاړه ونیسي. ها خوا د جون په میاشت کې له سناتور کینیډي سره د هنري د ناستې پرمهال  کیسنجر په کینیايي ډول له هغه پوښتلي وو چې « هلته زموږ ددوی ملاتړی قونسل څرنګه وو؟ هغه ډیر هوښیار کس دی ، خو هغه یوڅه بې اهمیته دی .» کینیډي په ټوکه کې ورته وویل چې د هغه خور په تېروتنې سره د امریکايي سفیر رول شیخانو ته لوبولی دی.»
کله چې امریکايي سفیر له شیخ یمني سره ولیدل نو یې واشنګټن ته  یو لیک ولیکه  او په هغه کې یې د سعودیانو خفګان  روښانه کړاو د خلیج په اړه یې د امریکایانو د پالیسیو په اړه د عربانو غوصې ته اشاره وکړه . اکینز ولیکل « سره له دې چې سعودیان په مجموع کې په دې پوهیږي چې ایرانیان د درواغو لیواله دي .خو  دوی په دغه مسله کې  په دې باور دي چې ایرانیانو دا ځل دوی ته رښتیا ویلي دي .»
پر همدې مهال یو چا سعودیانو ته د هغه بیړني نظامي پلان جزیات افشا کړل چې له ایران څخه غوښتل شوي وو چې یو شمیر ځواکونه سعودي عربستان ته واستوي. یمني په ډېر غضب سره د امریکا په متحدو ایالتونو تور ولګاوه چې « دایران شاه دې ته تیاروي چې د سعودي عربستان او نورو عربو د تېلو په سیمو وسله وال یرغل وکړي  . . .  هغې پایلې ته چې سعودیان رسیدلي و، دا و چې موږ امریکایانو له ایران سره کوم داسې پټ تړون کړی چې ایران او امریکا دې په فارس  خلیج کې عربي سواحل لاندې کړي. د ایران د پوځي وړتیا لوړېدل په روښانه د دې مانا لري چې په خلیج کې عربي دولتونه، امارتونه لکه : کوېټ، بحرین، قطر او ان په خپله سعودي عربستان باید ونیول شي. په راتلونکي عرب اسراییلي جګړه کې، اسراییل کېدای شي وهڅول شي چې د سعودي په شمال کې د تبوک ښار ونیسي او ایران ته کیدی شي ویل شوي وي چې په فارس خلیج کې ټول عربي سواحل لاندې کړي.» شیخ یمني ان په دې باور وو چې په الجزایر کې د ایران د شاه او صدام حسین ترمنځ د هغه شوي تړون لاسلیک چې خپلې پولې به سره تازه کوي او د کردیانو بغاوت ته به پای ور کوي کېدای شي د دې  دسیسې یوه برخه وي. د همدې لپاره ایران کېدای شي په لاندې خلیج کې ازاد لاس ولري. د رپوټونو له مخې شیخ یمني سفیر اکینز ته وویل :« که ایران را مخې ته شي او د عربي سواحلو ځینې برخې لاندې کړي، دوی به د خپلې بربادۍ دوړې په هواکې وویني او د لوېدیځ د تېلو اخیستونکي به له یوه ناورین سره مخ شي.» هغه دې پایلې ته ورسېد او ښاغلي اکینز ته یې وویل چې د هغه خپل نظر دا دی چې « شاه له دماغي پلوه ثبات نه لري او رواني بیمار راته ښکاریږي . »