طالب جان او ګل مرجان

 
دا دواړه د دې غم ځپلې هېواد د پرمختګ او بیا جوړونې په لاره کې خنډ دي. طالب جان چې د تلویزیون کتل یې هم ناروا بلل د دیموکراسی له برکته اوس په فیسبوک کې ناست دی خپل تبلیغ کوي، ویډیوګانې کښته پورته کوي، دیموکراسي خو پرېږده چې خلکو ته هم سپکې سپورې وايي. ګل مرجان هم په دیموکراسی کې متیا.... وکړې او د خلکو پرې شویو ګوتو ته یې په سپکه سترګه وکتل. نوموړي د افغانستان کمزوري اقتصاد ته سخت ګوزار ورکړ. شپږ میاشتې یې د انتخاباتو په ناندریو او جنجالونو تېرکړل. تر څو خپل ځان په دې خوار ملت ور وتپي. خپله خو هدف ته ورسید او سملاسي یې پر بودیجې هم خېټه واچوله او په ملیونونو پیسې یې کښته پورته کړې چې نه یې اسناد درک لري او نه هم بېلونه.
 
ویل کیږي چې دوولس مرستیالان یې هم ټاکلي چې د افغانستان په شان یوه غریب هېواد ته د دوی د خېټو ډکول هم دومره اسان کار ندی. ډبل معاشونه، دسترخوانونه، موډرن دفترونه، لوکس کورونه، ځانته میلمستونونه، د ګولیو ضد نوي ماډل موټرونه، باډي ګاردان، خپلوان، دوستان، اشنایان، بې شمېره چاپلوسان، پدې دنیا حوري او غېلمان او چې د یوې خاشې کار درک اوخرک یې هم نه وي معلوم نو ور سره ګزوه یې. نوموړی اوس په القابو کې هم له ؤلسمشر سره سیالي کوي او غواړي چې پخپله خپل ځان جلالتمااب کړي. په کار او خدمت کې سیالي خو لده نه پاتې ده.
 
آ خواته کرزی له ګېره وتلی دی هغه هم خپلو داړه مارانو ته له دولت نه باج غواړي. سیاف په پغمان او تورن اسمعیل په هرات کې پښې خري. دا ټول هغه جنجالونه دي چې ولسمشر یې نور پزې ته راوستی دی. هغه ولسمشر چې مچ به یې په پزه نه پرېښود اوس محبور دی چې هره ورځ ګل مرجان ته وخاندي. هغه ولسمشر چې په بیت المال باندې یې زره چابدیږي او زړه یې غواړي چې د خارجي سفرونو مصارف هم له خپله جیبه ورکړي، اوس مجبور دی چې د ګل مرجان شاهانه خواهشاتو ته ځواب ووايي. هره ورځ نوې جنجالونه، نوې سناریوګانې او نوي تیاترونه. وه ګل مرجانه کور دې له غنمو ډک شه نور لدې غریب ملت نه څه غواړې؟ خیر دی دا د جلالتما اب نوم هم د تا، خو لږ ولس مشر ته لاس ورکړه او لږ زړه پر وسوزوه. ته خو د ده د ټولو پلانونو په مخکې خنډ یې. نوموړی باید خپل اقتصادي او پرمختیایي پلانونه عملي کړي. خلکو ته یې وعدې ورکړي دي. تا خپله هم خلکو ته د دورواغو وعدې ورکړي دي او اوس یې هیڅ په کیسه کې هم نه یې. ورک یې کړه تا خو بیخې مرداره کړه.
 
خلک حیران دي چې چاته وژاړي؟ هر شی حد او اندازه لري. پارلمان د رخصتیو په مزو او چړچو کې ډوب دی، زاړو داړه مارو سرپرستانو او جنګسالارانو ته ښه موقع په لاس ورغلې چې د هېواد معدنونه او شتمنۍ ولوټي ، جیبونه ډک کړي، خپل ځانونه خو څه، چې د لمسیانو او کړوسیانو غم هم وخوري. له ټولو نه بده او عجیبه داده چې د دې خلکو خېټې او جیبونه تل نلري. چې هرڅه ور آچوي پکې ورکیږي او ډکیږي نه.