
د ژنو ښار د موټرو نندارتون د نړۍ د ډیرو مهمو پیښو څخه یادیږي. په دغه نندارتون کې د نړۍ د موټر جوړولو ټول ستر شرکتونه خپل نوي موټرونه د نندارې لپاره وړاندې کوي؛ هر شرکت د خپل موټر ځانګړتياوي په ډاګه کوي، چې وښيي د هغوی موټر تر ټولو ښه او پیاوړی موټر دی.
دغه ښار د څه نا څه دوو اونیو لپاره د ټولې نړۍ د ښکلو او نوو موټرونو پلازمینه ګرځي. په دغه نندارتون کې معمولا ټول هغه نوي موټرونه، چې په راتلونکي نږدې کلونو کې به په ټوله نړۍ کې بازار ته وړاندې شي د لیدلو لپاره په نندارتون کې ښودل کیږي؛ هر شرکت په خپل نوي موټر نازیږي او لیدونکو ته یې د خپل نوي موټر خانګړتياوې او بیلونکي نخښې په ډاګه کوي.
د موټرونو د دغه نندارتون پیل به د انکلیسي موټر Bentley EXP 10 Speed 6 نه پیل کړو، چې په خپله ښکلا او بیلوونکو نخښو یې ډیر بازار ګرم و او د ډیرو لیدونو پام یې خپل ځانته اړولای و. دغه سپورټي دوه نفري موټر، چې سالون یې د لرګي او چرم نه جوړ شوی دی، د نوموړي شرکت د نورو موټرونو په پرتله د لا زیاتې ښکلا لپاره په سالون کې د المونیم او مس نه هم کار اخیستل شوی دی. د تیزوالي او سرعت اله په دغه نوي موټر کې د یوه نوي او ښکلي ساعت په شان جوړه شوې، چې په خپل جوړښت د خلکو لید ځان سره مل کوي او جذبوي یې.
د بنټلي نه راوروسته په دغه بازار او نندارتون کې دوهم موټر چې ډیر پرې بیروبار و، هغه Infiniti QX30 و. د دغې موټر د جوړښت داسې ښکاري، چې دی به د ځوانو او شتمنو لپاره، چې په هر ډول لارو ځي راځي جوړ شوی وي. لکه څرنګه، چې د نوموړې شرکت مشر په ډاګه کوي، دغه موټر داسې ډیزاین شوی، چې د مشر په اند به ډیر ځوانو شتمنو خلکو ته جالب او خوندور وي.
بلاخره هونډا شرکت خپل پټ زار خلکو ته جوت او ښکاره کړ. د هونډا شرکت په دغه نندارتون کې خپل نوی موټر Honda Civic Type R ښلکو ته د نندارې لپاره درولای و. نوموړی شرکت په ډاګه کوي، چې د دوی دغه نوی موټر، چې ۳۱۰ د اس قوتونه به لري، د موټرونو د سیالیو ټر ټولو ښه موټر دی.
د برتانیا Aston Martin موټر جوړونکي شرک په خپل نوي موټر خلک حیران کړي و؛ دغه موټر Aston Martin DBX د دغه موټر بیلوونکې نخښې دا دي، چې دغه موټر د سپورټي کوپې موټر او جیپ تر منځ یو نوی موټر دی، چې برقي او الکتروني ماتور به لري. یوه بله ښیګڼه یې دا ده، چط په دغه موټر کې ډیر د لوړې ټکنالوژۍ او قیمتي موادو څخه کار اخیستل شوی دی.
په دغه نندارتون کې د جیپونو په معصر تاریخ کې دا دی اسپانیا هم خپل نوی جیپ کتونکو ته درولای و. دغه جیپ، چې Seat 20V20 نومیږي د جوړښت او ښایست، نه معلومیږي چې اسپانیا هم د نورو سترو شرکتونو په ډول خپل زړه یوې لوې سیالۍ ته ښه کړی دی. د نوموړي شرکت کارکونکي په ډاګه کوي، چې دغه موټر به بازار ته په راتلونکي کال کې بازار ته د پلورلو لپاره وړاندې شي.
په دغه سیالۍ کې د Audi شرکت هم خپل نوی موټر Audi Q7 e-tron خلکو ته سترګې سترګۍ کولو؛ د شرکت مشرانو د دغه موټر تخنکي او میخانیکي ښیګڼې خلکو ته جوتولې. د دغه موټر د ډیرو نورو بیلیدونکو نخښو سره سره یوه نخښه دا هم ده، چې ماتور او انجن یې هم برقي او او ډیزلي دی او ډیر کم تیل خوري.
Honda NSX سوپرکار(سوپرموټر) هم د اروپا دغه ښار ته خپل ځان رسولای و. خدای شته، چې د دغه موټر په لیدو زما هم د لرلو زړه ورته وشو، خو لکه څرنګه چې وايي: کله ناکله د انسان غوښتنې د هغه د امکاناتو سره برابرې نه وي. د یادونې وړ ده، چې د نوړي موټر زوړ ماډل د نن نه ۲۵ کاله پخوا بازار ته وړاندې شوی و، چې په خپل نوي ډیزاین یې د خلکو پام خپل ځانته ډیر سخت را اړولای و. دغه موټر به له خیره بازار ته د اخیستلو لپاره د ۲۰۱۵ز کال په ورستیو کې پیل شي.
د Nissan شرکت کاپوهان داسې نتیجې ته راغلي دي، چې نن سبا د وړو او hatchback موټرونو بازار ډیر ګرم دی، نو ښه به دا وي، که خپله دغه څانګه نوره هم غني کړي، له دې کبله یې په دغه نندارتون کې خپل نوی موټر Nissan Sway خلکو ته ښکاره کړ. د جوړونکو په اند دغه موټر د هغه خلکو لپاره دی، چې په خپل ژوند کې روڼتیا، احساستو، خیال، تصور او وړتیا ته د لومړیتوب ځای ورکوي؛ ښه فلسفي جمله!!!
د نورو په Lamborghini هم داسې ځانګړتیاوې لري، چې د نورو په شان خپل د خپل نوي موټر د وتلو وروسته، د همدغه موټر نورې نوې بڼې په دغه بازار کې ښکاره کړې. په دغه نندارتون کې نوموړي شرکت Lamborghini Aventador LP 750-4 SuperVeloce لیدونکو ته ښکاره کړ.
د اوس لپاره همدومره، نور بیا...