د شیطان کیسې / یو دېرشمه او دوه دېرشمه کیسه

 
یو دېرشمه کیسه:
   یوه ورځ یو بزرګ  جومات ته د تللو په تکل روان شو ، ګوري چې شیطان د جومات په دروازه کې ډېر خواشینی ولاړ دی ، هغه له شیطان څخه وپوښتل : څه خبره ده ؟ شیطان وویل : دننه وګورئ ؛ هغه دننه وکتل ، ګوري چې یو کس په لمانځه ولاړ او بل د جومات په دروازه کې ویده دی . شیطان وویل : هغه کس ، چې په لمانځه ولاړ دی غواړم ، چې په زړه کې وسوسه پیدا کړم ، مګر هغه کس ، چې په دروازه کې ویده دی ، روژه تي دی ، کله چې ساه باسي ، نو سوزېږم او دننه نه شم ننوتلی ، له همدې امله دلته خواشینی ولاړ یم.
دوه دېرشمه کیسه:
   حضرت اسرافیل (ع) ولیدل ، چې په لوح محفوظ کې داسې لیکل شوي وو : یو بنده چې     اتیا زره کاله د الله (ج) په عبادت بوخت دی ، مګر پایله یې دا چې ټول عبادت یې په اوبو لاهو او الهي لعنت پرې اوري .
   اسرافیل (ع) چې دا ولوستل ولړزېده او ژړا یې پیل کړه ، چې کېدای شي دا زه یم .ټولې پرښتې حضرت اسرافیل (ع) ته ورغلې او د ژړا د لامل پوښتنه یې ترې وکړه ، اسرافیل (ع) په لوح محفوظ کې له یادې لیکنې هغوی خبرې کړې ، پرښتو چې دا خبره واورېده ، نو له ډېرې وېرې ورېږدېدې او په ژړا شوې ، هریوې به له ځان سره ویل ، زه نه یم . ټولو پرښتو پرېکړه وکړه او وې ویل : راځئ چې عزرائیل ته ورشو ، هغه ډېر عابد دی ، چې دعا وکړي . ټولې پرښتې حضرت عزرائیل ته ورغلې او په لوح محفوظ کې یې له یادې لیکنې خبر او د دعا غوښتنه یې ترې وکړه ، عزرائیل (ع) هم په ډېرې عاجزۍ سره دعا وکړه او وې ویل : یا الله (ج) ! پر دوی باندې خپل غضب مه نازلوه ، دوی له خپلې غوسې څخه وساته .
   شیطان لعین په دعا کې ځان ترې هېر شو او وې نه ویل ، چې پر موږ غضب مه نازلوه. وې ویل : پر دوی غضب مه نازلوه ، ځکه نو څه چې په لوح محفوظ کې لیکل شوي وو پرده باندې نازل شول .
نور بیا .....