يو څو کيسه ګۍ/ ۱۰

 
تیریدونکی وخت:
له پخواني همصنفي سره مې خبرې کولې هغه د فوټبال په ورځ د ګټلې مسابقې په شیرینۍ کې يې د اخیستل شوو کولچو داستان راته بیاناوه، خو په زړه پورې دا وه چې د ټولګیوالو هغه نومونه يې اخیستل چې موږ پرې ایښي وو د هغوی اوسنۍ قوارې او وظیفې همدومره لیرې وې لکه زما او زما ذهن...
خاطرې:
د ښو او بدو خاطرو د ویلو بحث وو، یو ملګری مې په سوچ کې ناست وو، سر یې وخوځاوه او ویې ویل یاره دا ستا د بایسکل تر خاطرې ما ته هم یوه خوږه خاطره رایاده شوه چې په بایسکل هان تر غزني ښاره لاړم، کاش اوس هم هماغه عمر وای او په هماغه بایسکل سپور وای...
 
خپل وطن:
د ټولن پیژندنې استادې په ډیر او لږ نفوس بحث کاوه، ما په خپل د مطالعې په کتاب کې د افغانستان نقشې ته کتل، ذهن مې کابل ته لاړ، کله به چې په بازار او کوڅو کې ګرځېدم په دې به مې فکر کاوه چې د هیواد د نفوس څو فیصده خلک به زه پیژنم، هلته به دا فیصدي ټیټه راته بریښیده خو اوس په دې باور یم چې دا نهه نوي فیصده ټول پیژنم...
پلار:
له پلار سره مې چې له دې ځای نه په ټلفون خبرې کوم، په ژبه یواځې ستړي مشي سره وکړو، نور نو داسې تفاهم راسره شروع کړي چې نه په خوله خبرې او سوال او ځواب په کې وي او نه د سترګو او بدن حرکات خو رازونه ټول ورته ووایم او هغه هم دعا راته وکړي، په داسې حال کې چې نه دلته څوک پوه شوي وي یا یې خبره اورېدلې وي، نه هلته چا د پلار خبرې اورېدلې وي، پرته له موږ دواړو...
 
یتیمه:
نکاح ناآشنا ملا تړله، پوښتنه یې وکړه د ناوې وکیل خو یې پلار دی؟ د نجلۍ نیکه په لړزیدلو ګوتو د چوپ اشاره ورته وکړه او تر سترګو یې اوښکې وڅڅیدې...