د شیطان کیسې / دېرشمه کیسه

 
   د حضرت عیسی (ع) په زمانه کې ، یوه نېکمرغه او صالحه ښځه وه ، یوه ورځ یادې ښځې په تناره باندې ډوډۍ پورې کړه او په لمانځه ودرېده ، چې شیطان د یوې ښځې په څېره ورته راغی او وې ویل : ډوډۍ دې وسوځېده ، مګر د ښځې په نیت کې کوم بدلون را منځته نه شو ، نو شیطان یې زوی تناره ته وغورځاوه ، دې کار ته هم نوموړې ښځې کومه پاملرنه ونه کړه ، څو دقیقې وروسته ، د ښځې خاوند راغی ، ګوري چې زوی یې په تناره کې د اور له سکروټو سره لوبې کوي ، الله (ج) د اور سکروټې په سرو غمیو بدلې کړې وې ، دا سړی له کوره ووت ، حضرت عیسی (ع) ته ورغی او هغه (ع) یې له دې پېښې خبر کړ ، هغه (ع) وفرمایل : مېرمن دې ماته راوله ، کله چې هغه خپله مېرمن حضرت عیسی (ع) ته راوسته ، نو حضرت عیسی (ع) له هغې ښځې څخه پوښتنه وکړه : تا کوم کار ترسره کړی ، چې دا پېښه را منځته شوه ؟ ښځې په ځواب کې وویل : ای د الله (ج) پیغمبره ! زه چې کله بې اودسه یم ، نو ژر تر ژره اودس کووم ، هېڅکله بې اوداسه نه ګرځم او هرکله چې اودس کووم نو ژر تر ژره خپل لمونځ ادا کووم ، هر څوک ، چې له مانه د حاجت سوال وکړي ، چې الله (ج) ته نیږدې او خوښ وي ، نو زه یې ژر ترژره پوره کووم ، څوک مې چې ځوروي ، پرې صبر کووم او په سړه سینه یې زغمم .
نور بیا .....