انتوني پراټ؛  د زرو فونډو له کاره میلیاردر شوی

 
مخکښ اروا پوه او وینانوال بریان تریسي وايي که غواړې چې کوم کار ترسره کړې، د ترسره کولو لاره به یې هم پیدا کړې او که غواړې چې ترسره یې نه کړې پلمه به ورته پیدا کړې. زموږ او تاسې ډېری له دې کبله له ښه ژوند څخه بې برخې یو چې هر وخت پلمې جوړوو. که د کاروبار او سوداګرۍ لپاره ښه طرحه ولرو هم پلمه کوو چې د پیل لپاره یې پانګه نه لرو. حقیقت دا دی چې که څوک د ښه ژوند لپاره ریښتینی فکر او هڅه وکړي له نشت پانګې هم ځان تر میلیاردرۍ رسولی شي.
اسټرالیایی انتوني پراټ له داسې یوه کاره میلیاردر شوی چې نیکه یې د پور په پیسو پیل کړی و. د نوموړي نیکه او پلار یې له دوو نورو کسانو سره په ۱۹۴۸ کال کې کاروبار پیل کړ. دوی د کار د پیل لپاره د اېډا ویسپور په نوم د انتوني د پلار له ترور څخه ۱۰۰۰ فونډه پور ترلاسه کړه او له همدې کبله یې د کمپنۍ نوم د هغې په نوم پیل شوی او ویزي نوم یې ورباندې کېښوود.
له یوې مېرمنې په پور شویو پیسو پیل شوی کاروبار اوس دومره پراخ شوی چې یوازې د انتوني په کورنۍ کې یې دری کسان میلیاردران کړي دي.  
د انتوني نیکه لیون په ۱۹۶۹ کال کې مړ شو او د کمپنۍ چارې یې زوی ریچارډ ته چې د انتوني پلار و پاتې شوې. نوموړي کمپنۍ تر ۱۹۷۰ کال پورې دې حد ته ورسوله چې په کال کې یې د یو لک بکسونو د تولید ظرفیت درلوده.
انتوني چې د اېټالیا په مېلبورن کې زېږېدلی و، د پوهنتون تر بشپړولو وروسته د خپلې کمپنۍ پر ځای له یوې بلې کمپنۍ سره کار پیل کړ. وروسته دی هم له ویزي سره د عمومي مدیر په توګه یو ځای شو. له کمپنۍ سره د یو ځای کېدو پر مهال یې کمپنۍ د اېټالیا په مارکېټ کې مخکښ نوم درلود، خو نوموړی یې د نورې پراختیا په هڅه کې شو. د همدې هڅو په لړ کې یې خپل فعالیتونه د امریکا متحده ایالاتو ته وغځول او هلته یې د پراټ انډېسټري تر نوم لاندې کار پیل کړ.
په امریکا کې د فعالیتونو پر مهال یې کمپنۍ په لږو کلونو کې د بکسونو د تولید په برخه کې له ۴۶ ام څخه پنځم مقام ته راټیټه شوه.
ویزي انډېسټریز اوسمهال په نړیواله کچه د بنسته بندۍ، کاغذو او «ریسایکلېنګ» یوه له سترو کمپنیو شمېرل کېږي چې ۹۵۰۰ تنه ورسره په امریکا او اسټرالیا کې کار کوي.
د فوربس مجلې د تازه شمېرو له مخې نوموړی دری اعشاریه اووه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۶۴ ام او په اسټرالیا کې اووم ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د اسټرالیا په ملبرن ښار کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «همیانۍ» کې هم خپره شوې ده.