
برتانوي پوهانو په خپلې تازه څېړنه کې دې پایلې ته رسیدلي دي، چې تازه مېوه او سبزي دانسان مزاج ښه کوي او رواني فعالیت یې په ښه بڼه فعالوي.
څیړونکو د14زرهانسانانو( ښځینه ونارینه) چې عمرونه یې له شپاړلسو کلونو پورته وود ژوند بڼه او ډول څیړلې دی او دا ورته جوته شوه هغه کسان، چې په منظمه توګه تازه مېوې او سبزي خوري د دوی مغز ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کوي.
څیړونکو ته دا هم مالومه شوې ده، چې دا خوراکي توکي دانسان په بدن کې دنیکمرغۍ او خوشالۍ هرمون زیاتوي .
ډاکتران وايي : دا پایله به هغه مهال تر لاسه کیږي،چې انسان دالکولو او سګرټو څخه لاس واخلي ، اسرائیلي پوهان دا هم وايي : خوب او خیال هم دانسان پر بدن او ژوند هم مثبت اغیز لري، دا پوهان وايي :کله، چې انسان خوب ګوري مغز یې فعالیت پیلوي او ذهني هغه یې ډیریږي اوله رواني ورخطايۍ سره مقاومت کوي او له پیچلو ستونزو ته دحل لار مومي.