
مینه او وفا د نن دستور ندی
دا دستور نور ښکلیو ته منظور ندی
لاړله کیسه کاروباري شوله
دا د هغې مینې هیڅ انځور ندی
جوړ چې پکې سوال د سپینو سرو شولو
داسې یاري هیچاته ضرور ندی
څوک به په دارنګه یاری څه کوي
سراسر غمونه دي سرور ندی
ډکه له مطلبه او ریا پکې
دا د ژوند ناخوالې ستا کسور ندی
عثمان رسولي