دولتي ترهګري/ دریم څپرکی؛ دیارلسمه برخه

 

   نیټه:۱۱/ ۱۲/۱۳۹۳، ه،ش                                           
د امیر عبدالرحمن خان، د حکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛(د امیرعبدالرحمن خان مرګ، ۱۹۰۱،زیږدیز)
د امیرعبدالرحمن خان د حکومت په دور کې انګریزانو او روسانو د افغانستان پر جنوبي او شمالي سیمو باندې یرغلونه وکړل  او د افغانستان ډېره خاوره یې لانده کړه. امیر د خپل مرګ څخه وروسته یو ګوډ، ړوند او استبداد څټلې افغانستان پرښود، د امیر له  مرګه وروسته په هیواد کې نه ښوونځی ؤ نه کتابتون، نه کومه صنعتي موسسه (بې له یوې حربي فابریکې څخه) او نه کوم هنري زدکړې ځای، په هیواد کې کله منارونه ولاړ وو او زندانونه له نر او ښځو څخه ډک وو، خو تام امنیت پلی وو او دا امنیت د قبرستان امنیت ته ورته ؤ. ( د افغانستان پر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۱۴۱)
 په امیرعبدالرحمن خان باندې یو ځل هغه مهال مرګونی برید وشو چې د سردار محمداسحاق خان سره د جګړې لپاره د بلخ ولایت ته روان ؤ، امیر چې د مزار ښار د لارې په اوږدو کې خپل پوځ له نظره تېرولو او د سیورې لاندې په چوکۍ ناست ؤ، یو تن هراتی سرتېری د پوځي له لیکې څخه ووت او په امیر یې د توپک ډز وکړ، په دې وخت کې امیر تصادفاً له چوکۍ څخه په یوې خوا کوږ شو، د توپک مرمۍ د امیر د چوکۍ تکیه ځای سوری کړ او د چوکۍ شا ته ولاړ ساتونکی یې ټپي کړ، خو امیر بچ شو، په دې ځای کې جنرال غلام حیدر خان(لنډی) چې د رسمي ګذشت د لیکې سره نږدې ولاړ ؤ، هغه سرتېری یې په توره باندې ووهلو او ووژل شو او د امیر غږونو ته یې پام نه شو چې امیر ورته وویل «مه یې وژنئ» له دې امله وو چې د سپهسالار لنډي له مرګ څخه وروسته، د دومره خدمتونو سره سره یې دې ده شتمني ونیوله او کورنې یې محبوساً  کابل ته وغوښتل شوه.
 د امیر هغه چوکۍ چې د توپک د ډز له امله سورۍ شوي وه، د هغې تفنګچې سره چې انګریز مکتاټن، وزیرمحمداکبرخان ته ورکړي وه، او مکناټن په هغه خپلې انګریزۍ تفنګچه باندې ووژل شو، یو ځای د کابل به لمُړني موزیم (د ارګ په کوتي باغچه) کې ساتل شوي وه ... . په هر حال کله چې امیر له مزار څخه کابل ته ستون شو د سردار محمداسحاق خان له پلویانو څخه یې سخت انتقام واخیست هغه اسیر افسران چې لاس ته ورغلي وو په کابل کې یې هره ورځ د مرادخانۍ په ډګر کې د تورو په وهلو سره ټوټې ټوټې کول. ( مسیر ص ۶۶۶)
 امیرعبدالرحمن خان خپله د وژلو پېښه داسې یادوي:«په مزارشریف کې مې له عسکرو څخه لیدنه کوله، په دې مېنځ کې یوه تن سرتېري د خپل توپک ګولۍ زما پر لور خالي کړه، څه نه وو پاتې چې ووژل شم خو دا چې ژوندی پاتې شوم دا داسې یو پټ راز دی چې نه زه ورباندې پوهېږم او نه هغه کسان چې هلته حاضر وو، ځکه چې د دې پوهیدل ناشوني دي چې څه ډول د هغې چوکۍ د تکیه ځای منځ چې ما تکیه پرې کړي وه د ګولۍ د لګیدلو له امله سوری شوي دی او د دې پر ځای چې ګولۍ زما له سینې څخه تېره شوي وای په هغه غلام هلک چې زما د چوکۍ شا ته ولاړ ؤ ولګیدله او هغه یې سخت ټپي کړ، زه یو غټ او پلن سړی یم نو له دې امله چوکۍ دومره پلنه وه چې زما د ناستي لپاره کافي وه، د حیرانۍ خبره ده چې څه ډول زما له سینې څخه ګولۍ خطا شوي ده، دغه چوکۍ ما د یاګار لپاره ساتلي ده.
امیر په دې هکله زیاتوي: څوک چې خدای تعالَی ساتي څوک یې نه شي وژلی. او د قرآن کریم د اعراف سورت (۳۴) آیت شریف هم وړاندې کوي، خو په پای کې له مرګ څخه د ساتلو عامل د تېغ بندۍ یو طلسم(تعویذ) بولي نوموړی وایي: «یو بل جهت چې زما ساتنه کوي دا دی چې زه چې کله ماشوم وم راته وویل شول چې یو سپیڅلی سړی داسې طلسم لري چې په کاغذ باندې یې لیکي او هر څوک یې چې له ځانه سره وساتي هیڅ ډول توده او سړه وسله اغېزه نه پرې کوي، په لُمړی مې په دغه طلسم باندې عقیده نه درلودله، نو هغه طلسم مې د ازمایښت لپاره د یوې مېږې پر غاړه وروتړلو، سره له دې چې ډېره هڅه مې وکړه چې نوموړی حیوان په ګولۍ باندې وولم خو ګولي هغې ته کوم زیان ونه رسولو، نو وروسته مې په هغې طلسم باندې عقیده راغله او په خپل ښي مټ مې له وړکتوب څخه تړلی دی او تر اوسه پورې راسره دی، زما عقیده دا ده چې زما د ساتنې سبب همدا طلسم ؤ.
په خواشینۍ سره چې د دغه عسکر د دا ډول کړنې علت ښکاره نه شو، ځکه چې یو تن جنرال چې هلته نږدې ولاړ ؤ بې له ځنډه یې د تورې په یوه ګزار ووژلو، سره له دې چې غږ مې وکړ (هغه مه وژني) تر څو څېړنې ترسره شي، زما په خیال چې سرتېری زما له ډېرو زورورو او پټو دښمنانو لخوا ګمارل شوی ؤ. (تاج ص ۲۸۴)
امیر له ډېرو کالو راپدېخوا د نقرس(*) په رنځ رنځور ؤ او په ډېر زحمت کې یې وخت تېرولو او نه یې غوښتل چې په خارجې ډاکټرانو او په نوی طب باندې خپله تداوي وکړي ځکه چې د انګریزانو په غولونکي او مکار سیاست باندې پوه شوی ؤ نو ځکه یې پر خارجیانو باندې باور نه درلود، د ننه په افغانستان کې د عصري طب ډاکټران نه ؤ نو د امیر تداوي د افغان طبیبانو لخوا د پخواني طب په طریقه ترسره کیده. امیر به ځیني وختونه له درد څخه سخت په قهر کیده له دې امله ټول د دربار خلک ترې وېریدل ځکه چې امیر د خپلو دردونو له کبله ډېر سخت د سزا احکام صادرول او په پای کې د نوموړي ناروغۍ څخه ډېر کمزوری او مغلوب شو او له نورو ناروغیو سره هم مخ شو. امیرعبدالرحمن خان د کابل اړوندو سیمو ته لکه پغمان، ګلباغ، د بابرباغ او باغ بالا ته د تفریح لپاره تللو، نوموړی د خپلو ظلمونو له امله د خلکو له عکس العمل څخه په وېره کې ؤ، نو ځکه به په دې سفرونو کې له ده سره شاهي ګارډ او د توپچې قطعات هم ورسره وو، امیر په کال(۱۹۰۱، ز) کې په باغ بالا کې اوسیدلو چې ناروغي یې ډېره سخته شوه او له پښو څخه یې وغوځولو، خو تر هغې ورځې پورې چې امیر سترګې له نړۍ څخه پټې کړې هېڅوک یې په افغانستان کې له ناروغۍ او د هغې له څرنګوالي څخه خبر نه وو او په دربار کې چا دې ده له ناروغۍ څخه خبرې نه شوې کولی، نو کله چې ومړ درې ورځې وروسته یې جنازه کابل ته راوړل شوه او دې ده د ځای ناستي امیرحبیب الله خان لخوا یې مړینه اعلام شوه، هېڅ چا یې له مرګ څخه څه نه شول ویلې ځکه چې هغه مهال چې امیر په پغمان کې ؤ او په کابل کې کولرا راغلي وه، یو تن د امیر جاسوس امیر ته راپور ورکړ چې یوه کس قاضي ویلي دي چې امیر د کولرا د ناروغۍ له امل په پغمان کې مړشوی دی، امیر پرته له څېړنې څخه هغه قاضي پغمان ته وغوښت او ورته ویې ویل:«وګوره چې زه ژوندی یم او ته به اوس مړ شې» او بیا یې امر وکړ او هغه یې له ونې څخه وځړولو.
امیرعبدالرحمن خان د شنبې په ورځ د جمادي الثاني په ۹/۱۳۱۹،ه، ق کال د (۷۱) کالو په عمر له دې نړۍ څخه تېر شو... هیڅوک یې پر مرګ باندې خواشیني نه وو او ټولو د دغه (ترهګر او وطن فروش) پاچاه پر مرګ باندې خوشالی کولې تر هغې چې یوې ډلې کسانو د امیر په مړیستون پسې اور واچولو او د مړیستون ساتونکی (پنجشېری، نفیس خان) د امیر حبیب الله خان لخوا مجازات شو او د میړیستون د ودانۍ د ساتونکو شمېر یې ور زیات کړ. (مسیرص ۶۹۹) 
 د امیرعبدالرحمن خان مړیستون د کابل د زرنګار په پارک دی او یوه ښکلي وداني یې پرې جوړه کړي ده څوک چې د دغې ودانۍ څخه تیریږي او د ده ترهګریزي کړنې او د ډیورنډ له خائینانه تړون څخه خبر وي د دوعا پر ځای ښیرا او حتیَ چې زیاړې(کنځل) ورته کوي او موږ خو په دې ګړوهه یو چې که په دې نړۍ کې له دغه ظالم او ترهګر پاچاه څخه چا پوښتنه ونه کړی شوه نو په هغې دنیا کې به خامخا سزا ورکړی شي، په دې اړه قرآن کریم فرمایي:
 
إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۚ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿٤٢: ٤٢﴾
ژباړه: د پړې وړ خو هغه کسان دي چې پر نورو ظلم کوي او په ځمکه کې په ناحقه تیری کوي، د دغه راز خلکو لپاره دردناک عذاب دی.
 
قَالَ أَمَّا مَن ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهُ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَىٰ رَبِّهِ فَيُعَذِّبُهُ عَذَابًا نُّكْرًا ﴿١٨: ٨٧﴾
ژباړه: ...خو چا چې ظلم کړی وي هغه ته به سزا ورکړو؛ بیا به هغه د خپل رب لوري ته وګرځول شي او هغه به ورته لا سخته سزا ورکړي.
 
وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِم بِمَا ظَلَمُوا فَهُمْ لَا يَنطِقُونَ ﴿٢٧: ٨٥﴾
ژباړه: او د هغو د ظلم له امله به د عذاب وعده پر هغو باندې پوره شي، بیا به نو هغوې هېڅ هم ونه شي ویلی.
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------
وَلَن يَنفَعَكُمُ الْيَوْمَ إِذ ظَّلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ﴿٤٣: ٣٩﴾
 (*)  د نقرس ناروغي د ډېرو غوښو خوړلو له امله رامنځ ته کیږي داسې ښکارې چې امیرعبدالرحمن خان د ډېرو غوښو خوړلو له امله د نقرس په ناروغۍ باندې اخته شوی وي نوموړی په یوه عجیبه او خندونکي پېښه کې د ځان لپاره د غوښو د رانیولو په تړاؤ وایې: «... په دغه ځای کې راسره کسانو هر یو د ځانو لپاره پخپله خواړه تیارول، زه هم د یوه څورب پسه په لټه کې شوم، پسه مې وموند او د پسه خاوند ته مې شل روپۍ ورکړې، نو کله مې چې پسه ذبحه کولو د پسه څښتن وویل: پسه نه خرڅوم، زما پسه راکړه، زه حاضر شوم چې پسه ورکړم خو هغه بیا راضي شو او پسه مې حلال کړ، دا چې هغه سړي ولید چې پسه مې حلال کړ، نو سړي هغه پېسې ما ته راوغوځولې او ویې ویل: زما پسه راژوندی کړه، ماځواب ورکړ: زه دومره وس نه لرم چې ستا پسه را ژوندی کړم، خو که غواړې نو دا حلال شوی پسه او پېسې درسره واخله، هغه سړی په دې هم راضي نه شو او ویل یې چې ته باید دا کرامت ولرې چې دا پسه راته ژوندې کړې.
امیر وایي: وروسته له دې زه اړ شوم چې یوه حیله رامنځ ته کړم، نو په هغه ځای کې یو تن ملا زموږ سره نږدې ولاړ ؤ او ما ورته پام شو هغه ته مې وویل: دا سړی تاسو ته کنځل کوي، زما د دې خبره په اوریدو سره ملا پسه والا سړي ته وروکتل، نو ما فوراً د پسه څښتن ته وویل: ګوره ته که غواړې ما ته کنځل وکړه نو خېر دی، خو دغه سپيڅلی شخص چې د خدای د اولیاؤ څخه دې ولې د ښځې کنځل ورته کوې؟، ملا خوابدی شو نو په دې سبب چې ولې کنځل ورته کوي وویل: اې خوکه څه وایې؟ د پسه خاوند د ملا په غبرګون کې کنځل وکړې او یو تړ بل سره ونښتل، ما پسه او پېسې راواخستل او له منځه ووتم او دوی مې سره پریښودل، د هغه ځای نیمایي خلک د ملا پر لور او نور د هغه سړي پر پلوۍ ودریدل، وروسته له ډېرو وهلو ډبولو څخه نور خلک ورمنځ ته شول او سره پخُلا یې کړل.
یو دوه ساعته وروسته د پسه خاوند د دوو کټوو مستو، وچې ډوډۍ او یوه کباب شوي وري سره زموږ ځای ته راغلو، ما ته یې تعظیم وکړ، ورته ومې ویل څو ساعته وړاندې خو ډېر پیاوړی وې اوس خو ښه با ادبه شوی یې، د هغه له خبرو څخه پوه شوم چې ښه سړی دی نو پوښتنه مې ترې وکړه، ولې دې د پسه په پلمه غوښتل جګړه وکړې؟ هغه وویل: محمدسرورخان په کندهار کې له ما سره ناوړه سلوک کړی ؤ نو اوس مې غوښتل چې له تاسو څخه يې غچ واخلم، ومې ویل: محمدسرورخان همدلته حاضر دی ولې دې د هغه په عوض کې له ما سره جګړه کوله؟ ځواب یې راکړ: ځکه چې تاسو محمدسرورخان د کندهار په حکومت ټاکلې ؤ ما تاسو مسؤل بللی... . (تاج لتواریخ ،۱۵۱مخ)
------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
دریم څپرکی چې د دولتي ترهګرۍ په اړه لیکل شوی دی پای ته ورسید، خو باید ووایم چې په کتاب کې د دولتي ترهګرۍ په باب لا زیات معلومات راټول شوي دي، په راتلونکي څپرکي کې د مذهبي ترهګرۍ(اسماعلیه فرقې) په اړه معلومات وړاندې کیږي.
اخځ لیکونه:
امیرعبدالرحمن خان؛ تاج التواریخ.
میرغلام محمد(غبار)؛ افغانستان در مسیر تاریخ.
کاندید اکادمیسین محمدابراهیم (عطایي)  د افغانستان پر تاریخ یوه لنډه کتنه .