په تېره زمانه کې دوه سکه وروڼه وو ، مشر یې ډېر عابد ، زاهد او تقوا لرونکی و ، خو کشر یې ډېره بد کاره او عیاش و . یوه ورځ مشر ورور وغوښتل ، چې شیطان وویني ، په همدې ورځ شیطان راغی او ورته وې ویل : تا زما د لیدلو غوښتنه کړه وه ، دادی زه هم راغلم ؛ زما پر تاباند زړه خوږېږي ، چې څلوېښت کاله دې د الله (ج) د عبادت په لاره کې خپل نفس هلاک کړ ، زه پوهېږم ، چې څلوېښت کاله عمر دې نور پاتې دی ، ته یو کار وکړه ، چې شل کاله عمر دې په مزو او چړچو کې تېر کړه ، د حلالو و حرامو لاره پرېږده او له خپل ژوند څخه خوند واخله ، شل کاله وروسته توبه وکړه او د عمر پاتې برخه دې د الله (ج) په عبادت او بنده ګۍ کې تېره کړه . د شیطان دې خبرو د عابد پر زړه ډېره ښه اغېزه وکړه او وې ویل : په رښتیا سره ، چې زما د ژوند یوه برخه پاتې ده ؛ یو څو ورځې به د ګناهونو په خوند سره تېرې کړم ، وبه ګورم چې څه پېښېږي ؟
عابد د ودانۍ په پورتني پوړ او بد کاره کوچنی ورور یې په ښکتني پوړ کې وو . عابد فکر وکړ ، چې ورور مې په ښکتني پوړ کې په مزو او چړو بوخت دی ، زه به همدا اوس هغه ته ورشم او له هغه سره به یوځای په مزو او چړچو کې ژوند وکړم ، څنګه چې مشر ورور دا فکر وکړ ، هلته د کوچني ورور زړه یې د الله (ج) د رحمت په رڼا روښانه شو او بد کاره ورور خپل ګناهونه پرېښودل ، ژړا او زارۍ یې پیل کړې ، د خپل مشر ورور عبادت او تقوا ته په پام سره یې خپل ځان ګرم وباله او له ځان سره یې وویل : ډېرې مزې و چړچې مې وکړې ، اوس مې د الله (ج) عبادت او بنده ګۍ ته ملا تړلې ، مشر ورور ته ورځم او په رښتیني توګه به توبه کووم او هېڅکله به ګناهونو ته نه نیږدې کېږم .
مشر ورور د ګناه په موخه ښکته راځي او کوچنی ورور د توبې په نیت پورته ځي ، په همدې وخت کې د مشر ورور پښه وښوېیده او د خپل کوچني ورور د پاسه ور وغورځېده ، دواړه په همغه ځای کې مړه شول .
مشر ورور د خپل نیت له امله الله (ج) د بد کارانو په ډله کې وشمېره او کشر ورور یې د خپل نیت له کبله د نېکانو په ډله کې وشمېره .
نور بیا .....
وروستي