په پوهنتون کې له ناکامۍ  تر میلیاردرۍ د « جېم جانارډ» ژوند

 
د برېتانیا د سیاسي تاریخ یوه مشهوره څېره وینسټون چرچل وايي بریالیتوب له یوې ناکامۍ تر بلې ناکامۍ تګ دی، په دې شرط چې اشتیاق له لاسه ور نه کړې. د ډېری خلکو تر ټولو ستره سونزه دا وي چې ناکامۍ ته د ژوند د پای په سترګه ګوري. دوی فکر کوي چې په یوې ناکامۍ سره هر څه پای ته ورسېدل او تر دې وروسته د بریالیتوب هېڅ فرصت نه لري په داسې حال کې چې حقیقت په بشپړ ډول د دې عکس دی. واقعیت دا دی او تجربو هم دا ثابته کړې چې ناکامۍ په اصل کې د بریالیتوب د ودانۍ خښتي دي.
همدا ناکامۍ دي چې وروسته د بریالیتوبونو په څېره کې رابرسېره کېږي او پر مټ یې خلک تر لوړو پوړیو رسېږي.
امریکایی جېم جانارډ په کالج کې د زدکړو پر مهال ناکام شو، خو هوډ یې له لاسه ورنکړ او د نه سترې کېدونکو هڅو په پایله کې نن میلیاردر دی.
نوموړی په ۱۹۴۹ کال کې د امریکا په لاس انجلس کې زېږېدلی، خو را لوی شوی په کلفورنیا کې دی. له دې کبله چې پلار یې فارمسېسټ و، ده هم له ښوونځي وروسته د سویلي کلفورنیا په پوهنتون کې د فارمسي پوهنځۍ پیل کړه. په درېیم ټولګي کې وه چې ډراپ او له پوهنتون څخه یې اخراج شو.
له دې پېښې وروسته نوموړي یو موټر سایکل واخیست او د متحده ایالاتو سویلي سیمو ته ولاړ. نوموړي په همدې سیمه کې سوداګري پیل کړه. په یوه موټر کې به یې د موټر سایکلونو پرزې پلورلې. دې کار ته یې د څه وخت لپاره دوام ورکړ او د تجربې له ترلاسه کولو وروسته یې په خپله د موټر سایکلونو د اړتیا وړ یو شمېر توکو تولید پیل کړ. لومړنی شی چې تولید یې پیل کړ د موټر سایکل د هنډلو لپاره داسې پوښوونه وو چې د چلوونکي له لاسونو سره به یې مطابقت کاوه. وروسته یې د موټر سایکلونو لپاره د عینکو او خولیو تولید پیل کړ. کار یې له دې برخې د لمر ضد عینکو ته وغځاوه.
تر ۱۹۹۱ زېږدیز کال پورې یې د کارکوونکو شمېر ۲۰۰ تنو ته ورسېد او دوه کاله وروسته یې د « اوکلي» په نوم کمپنۍ عامه کړه.
په ۲۰۰۵ کال کې یې پر دې کمپنۍ سربېره د « RED Digital Cinema » په نوم د ډیجټل کمرو کمپنۍ جوړه کړه. په ۲۰۰۷ کال کې یې په اوکلي کمپنۍ کې خپلې ونډې په دوه میلیارده ډالره وپلورلې او خپل فعالیتونه یې په ریډ پورې محدود کړل.
ده په ۲۰۱۳ کال کې د ریډ ډیجیټل کمپنۍ له اجرایوي مشرۍ استعفی وکړه. دا کمپنۍ یې له دې کبله مشهوره ده چې په کمرو یې د یو شمېر مشهورو امریکايي فلمونو او سیریالونو فلم برداري شوې ده.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې نوموړی دری اعشاریه اووه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۶۳ ام او په متحده ایالاتو کې ۱۷۷ ام ځای لري.
ده واده کړی او څلور بچیان لري.
دغه ليکنه په «همیانۍ» کې هم خپره شوې ده.