
په ناروي کې ترسره شوې څیړنه وايي : زیات وزن او سګرټ څکول د معدې د درد او سوزش لامل ګرځي او کېدای شي دستونې په برخه کې هم ستونزه رامنځته کړي.
څېړنه زیاتوي: ددې ناروغۍ نور لاملونه د عمر ډېروالې هم دی او دسړیو په پرتله ښځې ډیرې ورسره مخ کیږي.
ددې څیړنې مشر څیړونکی ډاکتر ایوینډس ینس وايي : دمعدې سوزش اودرد اوس عامه ستونزه او ناروغي ده او داروپايي هېوادونو نږدې 30% خلک ورسره لاس وګریوان دي او په اونۍ کې یو ځل له دې ناروغۍ شکایت کوي، موږ وغوښتل، چې ددې ناروغۍ لاملونه څرګند کړو .
دپرلپسې څیړنو څخه وروسته جوته شوه، چې ددې ستونزې لامل زیات وزن او سګرټ څکول دي .