الکساندر سټېواکوف؛  د زده کړو پر مهال له کاره تر میلیاردرۍ

 
مخکښ امریکایی اقتصاد پوه او میلیاردر وران بوفېټ وايي په ۱۳ کلنۍ یې سوداګري پیل کړې، خو لا یې هم د کار لپاره ډېر وخت له لاسه ورکړی دی. اکثریت انسانان د پیسو پیدا کولو او اقتصادي خپلواکۍ لپاره زده کړو ته مخه کوي چې دا له شک پرته ښه لاره ده، خو د تخصصي زده کړو له عملي کولو پرته ډېرې پیسې پیدا کول ناشوني دي. یعنې د شمتن کېدو لپاره یوازې زده کړې کافي نه دي. د نړۍ له پوهنتونو هر کال خورا ډېر کسان په دې هیله چې شمتن شي له بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول اقتصادي او مالي برخو فارغېږي، خو ترمنځ یې ډېر لږ کسان په دې توانیږي چې زده کړي شیان په عملي ژوند کې پلي کړي او شتمن شي.
د شمتنېدو لپاره زړورتیا او عملي کار ته اړتیا ده. روسی میلیاردر الکساندر سټېواکوف یو له هغو میلیاردرانو دی چې د زده کړو پر ځای د عملي کار پر مټ میلیاردر شوی دی.
نوموړی ۱۹۶۸ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۱۵ نېټه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې زېږېدلی دی. تر ښوونځي وروسته یې د مسکو د الکترونیک ټکنالوژۍ په انسټېټیوټ د انجنیرۍ په برخه کې د لسانس تر کچې زده کړې وکړې.
نوموړي وړاندې له دې چې زده کړې بشپړې کړي، کاروبار ته مخه کړه. لا په انسټېټیوټ کې و چې د دوو نورو ملګرو په ملتیا یې له سنګاپور څخه روسیې ته د الکټرونیکي توکو وارودول پیل کړل. ده او ملګرو به یې وارد کړي توکي په روسیه کې په عمده ډول پلورل. سره له دې چې په پرچون ډول پلور یې ښايي ډېره ګټه درلوده، خو پر زده کړو بوختیا ښايي د دغه کار مخه نیولې وي.
ده له همدې لارې په ترلاسه کړو پیسو د ابسولوټ ټرډ هوس په نوم یو بنسټ رامنځته کړ. له دې لارې په ترلاسه کړو پیسو یې د بانکدارۍ برخې ته مخه کړه.
په ۱۹۹۳ کال کې یې د ابسولوټ په نوم یو بانک یې د سوداګرۍ د برخې له شریکانو سره رامنځته کړ.
په همدې کال یې د جایدادونو او املاکو برخې ته مخه کړه او د ابسولوټ ګروپ په نوم یې یوه کمپنۍ جوړه کړه.
بانک یې تر نړیوال اقتصادي کړکېچ یو کال وړاندې په ۲۰۰۷ کال کې پر یوه بلجیمي شرکت په یو میلیارد ډالره وپلوره او په ترلاسه کړو پیسو یې د جایدادونو په برخه کې پانګونه وکړه.
ده ځمکې اخیستې او پر هغو یې سوداګریزې سیمې جوړولې. په ۲۰۱۳ کال کې یې په نیویارک او لندن کې پنځه سترې پروژې پیل کړې دي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې نوموړی اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۱۴ ام او په روسیه کې ۳۴ ام ځای لري.
ده مېرمن طلاقه کړې،  دری اولادونه لري او په مسکو کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.