
د ګټې خبرې
هر کار او کسب د وخت په تېرېدو سره پراخېږي او بدلېږي.
معمولاً دغه بدلونونه د کار له نوو شرایطو او اړتیاوو سره تړلي وي؛ کله چې بدلونونه او اړتیاوې له شرایطو سره سم عیار نه شي، یا ادارې او افراد له دغو بدلونونو سره توافق ونه کړي، کار او کاري محیط بې اغېزې کېږي.
انسان باید د وخت له غوښتنو او شرایطو، یا له زمان سره همغږی پر مخ ولاړ شي. پرونی انسان په اوسني دور کې هغه کاري قوه نه ده چې د نن دور یې ایجابوي، خو دا په دې معنا نه ده چې د هغوی پر تجربو خاورې واړول شي، حل لار یې ظرفیت جوړاوی دی؛ له ظرفیت جوړونې پرته کاري قوه ورځ تر بلې خپل کاري اغېز له لاسه ور کوي.
د بشري سرچینو ساتل مهم کار دی؛ هېڅ اداره باید دا کوښښ ونه کړي چې خپلې بشري سرچینې بدلې کړي. دا معقول کار نه دی؛ ځکه د نوو هغو ګومارل وخت، ظرفیت جوړاوی او دغه راز لګښت غواړي، تر دې چې یو نوی کس ګومارل کېږي، غوره لاره دا ده چې پر شته بشري سرچینو یا کارکوونکو پانګونه وشي او د وخت له غوښتنو او شرایطو سره سم یې ظرفیت جوړ شي.
نن مې واورېدل چې د ارګ د تشریفاتو ۱۴ تنه له دندو یوځايي لرې شوي، حیران شوم چې دا څه ډول مدیریت دی؟!! هغوی چې لسګونه کلونه یې په دې برخه کې تجربه ترلاسه کړې، ایا په یوه انګلیسي پوه یې تشه ډکېدای شي؟ زموږ مشکل خو ژبه نه دی، زموږ مشکل تجربه ده چې د پوهې مور بلل کېږي. له دې وړاندې د چارو ادارې هم تر یو درجن ډېر کسان پر نوو هغو تعویض شوي دي.
د بشري سرچینو دا ډول مدیریت ناکام او ناعاقبت اندېشه مدیریت دی، ښه مدیران زاړه کارکوونکي په هېڅ وجه له لاسه نه ورکوي.
په اوسمهالې نړۍ کې د بشري سرچینو رول تر ګومارنې بدل شوی.
دلته ګومارل یو اړخ دی، خو مهم او د تمرکز وړ ټکی د کارکوونکو ظرفیت لوړول دي. د بشري سرچینو مدیریت دی چې له چا نه چېرې، څنګه او څه وخت کار واخیستل شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.