
پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی چې، ورسره کلتوري، مذهبي، اقتصادي او دې ورته نورې ګډې اړيکې لري. د پاکستان له جوړېدو بيا تر اوسه يو له هغه هېوادونو څخه دی چې د افغانستان په جګړه کې يې پوره ونډه درلودلې ده.
که څه هم په تاريخي لحاظ پاکستان نوی وزېږېدو، خو په ډېر لږ وخت کې يې وکولی سول چې خپل هېواد د ساتلو ترڅنګ ځان د اټومي بټۍ او قوي فوځ خاوند کړي، دغه هېواد له افغانستان پرته د ډېرو لويو ستونزو او ننګونو سره مخامخ و، د بېلګې په ډول پاکستان له څلورو خواو د سرحدي کرښو له امله په جنجال کې و او اوس هم په سرحدي ناندريو کې ښکېل دی، خو د خپلې شيطانې پاليسۍ له امله يې دغه جنجالونه تاوده ساتلي دي او خپله لويه ګټه يې پکې موندلې ده، په سرحدي جنجالونو کې د دوی لويه ګټه دا ده چې له دغې لارې خپلو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان ته په بېلابېلو نومونو جنګيالي روزي او له نړيوالو پرې کرېډيټ اخلي.
افغانستان اوس د هند او پاکستان د سياليو مرکز دی، پاکستان هم هڅه کوي چې افغانستان ته ځان نږدې کړي ترڅو دا وښيي پاکستان ورته تر ټولو نږدې دی او همدا يې ښه ګاونډي دی، بل پلو هندوستان هم کوښښ کوي چې دا ثابته کړي چې هند د دغه هېواد خواخوږی دی او پاکستان هسې په سترګو کې خاورې ورته شيندي.
افغان حکومت ته پکار ده چې له دغه سيالو د خپل هېواد د ګټو لپاره کار واخلي او د دوی ترمنځ يوه داسې انډوالتيا وساتي چې نه سيخ وسوځي او نه کباب.
کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو د پاکستان د ګټو غوا لنګه سوه، پاکستان ته داسې زمينه برابره سوه چې له خدايه يې غوښتله د بېلابېلو تنظيمونو په جوړولو يې د افغانستان په جګړه کې برخه واخيسته او له بهرنيو هېوادونو يې بې ساری کرېډيټ واخيست او خپل پاشلی پاکستان يې پرې راټول کړ، که له يوې خوا پاکستان د افغانستان په جګړه کې ځانته بهرنۍ مرسته راجلب کړه او خپل جوالونه يې پرې ډک کړل بل پلو يې افغانستان لومړی د تنظيمونو په نامه تقسيم کړ کله چې د تنظيمونو له امله افغانان ډلې ډلې سول او يو بل ته يې مورچلې ونيولې نو د طالب په نوم يې پروژه ورته پيدا کړه چې تر اوسه افغانستان د دغه پروژې ښکار دی، دلته راته د عوامي نيشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي هغه کيسه راياديږي، نوموړی په خپله يوه وينا کې وايي: (( کله چې ډاکټر نجيب د استعفی اعلان وکړ نو زه ولاړم د پاکستان صدر غلام اسحاق خان ته، ورته ومې ويل د افغانستان مشر استعفی کړې ده دا مجاهدين به خپلو منځو کې کښيني او ځانته به يو مشر وټاکي، ترڅو دوی په کورنۍ جګړه اخته نه سي، خو صدر صیب وويل چې دوی يې نه مني، ما ورته وويل چې څوک يې نه مني ؟ ده وويل مجاهدين يې نه مني؛ بيا مې ورته وويل دا ستاسې د لاس خلک دي)).
په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو سره سم چې په دې هېواد کې د جمهور رئيس حامدکرزي په مشرۍ نوی حکومت جوړ سو، نو پاکستان بيا خپله شيطانه پاليسي پيل کړه، دوی داسې پاليسي انتخاب کړه چې نظامي او ملکي حکومتونه به يې په يوه خوله نه و خو په افغانستان کې ډېره ونډه د دوی د نظامي حکومت او استخباراتو وه ، دوی د کرزي په حکومت کې واشنګټن او کابل سره يې په ګډه لسګونه داسې غونډې جوړې کړې چې ګواکې طالبان د سولې مېز ته کښېنوي، مشورتي او د سولې جرګې يې جوړې کړې او نږدې ديارلس کاله يې د امريکا او افغانستان په سترګو کې خاورې وشيندلې خو نه يې طالبان د سولې مېز ته کېښنول او نه يې هم په افغانستان کې له جګړې لاس واخيست.
اوس چې د ملي يووالی نوی حکومت جوړ شو او د سولې خبرې پيل سوې، بيا پاکستان رامخته سو او اعلان يې وکړ چې دوی به طالبان د سولې مېز ته کښېنوي، پاکستان په خپله پاليسۍ کې ژور بدلون راوست، افغانستان ته يې سفرونه پيل کړل او د نورو ګاونډيو هېوادونو په پرتله يې خپله ونډه ډېره وښودله، تر دې پورې چې د پاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف په دې وروستيو کې رسنيو ته وويل، طالبان مو په دې خاطر فعاله کړي دي چې په افغانستان کې د دوی د سيال هېواد هندوستان د فعاليت مخه ونيسو.
اوس اسلام آباد له کابل سره د سولې تودې خبرې پيل کړي دي چې طالبان به په قطر کې يو ځل بيا دې ته اماده کړي چې د سولې خبرې وکړي، د پاکستان هماغه شيطانه پاليسي ده، په تېر حکومت کې دا په ډاګه سوه چې پاکستان سره امريکا هم همږغې ده، پخواني ولسمشر حامدکرزي به هر وخت ويل چې: ((د افغانستان سوله د پاکستان او امريکا په لاس کې ده)).
پاکستان به نه په افغانستان کې سوله وکړي او نه به هم د طالب پروژه ختمه کړي، ممکن يو څه کسان د سولې په نامه د سولې مېز ته راولي او په دې به لوی امتياز هم واخلي خو بل پلو داسې اندېښنه هم سته چې په بله نوې پروژه او طرحه کار وکړي ترڅو په افغانستان کې خپله جګړه روانه وساتي.
که په افغانستان کې جنګ ختم سي نو پاکستان به له څلورو خواو د ګاونډيو هېوادونو له لارې په ښکېلو سرحدي جنجالونو کې پاتې راسي او دوی دا ويره لري چې ګواکې رامنځته سوي پاکستان چې تر شاه يې پنځوس کاله لار وهلې ده، ټوټه ټوټه سي، هندوستان به خپله برخه خپله کړي او افغانستان به له خپل خېبر دېوال راتاو کړي.
دا ټولې نړۍ ته په ډاګه ده چې پاکستان د بهرنيانو په اشاره په افغانستان کې لاس وهي، او د افغانستان د جنګ لپاره بېلابېلې پروژې اخلي خو دا هر څه ورځ تر بلې روښانه کيږي، که اسلام اباد خپل نږدې ګاونډي کابل سره په خپله پاليسۍ کې بدلون ته پاملرنه ونه کړه نو ډېر ژر به دا ټولې پروژې رسوا سي او پاکستان به د سيمې او نړۍ سره په يو بل لوی جنجال کې ښکېل سي، لنډه دا چې د سولې ډک افغانستان په تمامه مانا يوازې د پاکستان لپاره نه بلکې د سيمې او ټولې نړۍ لپاره مفيد او ګټمن دی.