
د امیر عبدالرحمن خان، د حکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛ د ډیورنډ تړون حقوقي اړخونه؛ د لرو پښتنو غبرګون:
(۳)ــ د ډیورنډ تړون حقوقي اړخونه:
د پورته معلوماتو څخه وروسته ویلی شو چې د ډیورنډ تړون او له هغې څخه وړاندې او وروسته ټول تړونونه داسې تړونونه دي چې د نړۍ له هېڅ قانون سره سر نه خوري او دا تړونونه ټول د اجبار او خیانتونو پر بنیاد لاس لیک شوی دی او موږ یې په اړه د پورته معلوماتو پر استناد دلایل وړاندې کوو تر څو د انګریزي استعمار نړیوال ترهګر دولت ترهګریزو کړنو څخه هیوادوال خبر کړو او هغه خلک پوه شي چې ځانونه افغانان نه بولي او د ډیورنډ کرښې د رسمي کولو پر پلوۍ خبرې کوي:
په افغانستان کې د انګریزانو ټول تړونونه د لاندې دلایلو او اسنادو پر بنسټ عاطل او باطل دي:
۱ــ د ګندُمک تړون له نوم څخه ښکاري، چې امیرمحمدیعقوب خان اړ ایستل شوی دی چې د ګندمک سیمې ته ولاړ شي او په هغه ځای کې د اضطرار، ګډوډۍ او د مقابل لوري د لښکرو د یرغل، جبر او اکراه په حالتکې تړون لاس لیک کړي، په نوموړي سیمه کې د انګریزانو یو لوی پوځ د افغانانو لخوا له منځه وړل شوی وو.
۲ــ د ډیورنډ تړون د افعان ملت او لویې جرګې د هوکړې پرته شخصاً امیرعبدالرحمن خان د زور، ګواښ او رشوتونو پر بنسټ منلی دی، لکه چې پخپله د انګریزانو صدراعظم بلفور اقرار کړی دی.او د ملګرو ملتونو د ۱۹۶۹، ز، کال د وېن کنوانسیون د، ۵۰ ــ ۵۱ ــ ۵۲، مادو او د ملګرو ملتونو د منشور د دوهمې مادې (۴) بند پر خلاف تړون دی.
۳ــسره له دې چې د ډیورنډ تړون قانوناً، له آره بې ارزښته او بې اهمیته ؤ، خو د یوه قانوني تړون شرایط، ارزښت او اعتبار په هغه صورت کې له منځه ځی چې هدف یې پوره شوی، په دې مانا چې: د یوه دولت پر ځای بل دولت رامنځ ته شي، (د دولت رامنځ ته کیدل عبارت دي: په یوه ځمکه کې چې یو هیواد د بل هیواد پر ځای د بین المللي اړیکو مسؤلیت په غاړه واخلي) داسې چې پخوانی هیواد په مکمله توګه له منځه ولاړ شي، یا تجزیه شي او یا په بل هیواد پورې وتړل شي او یا هم خپلواکي ترلاسه کړي.(لکه انګریزان چې خپلې موخې ته ورسیدل او له سیمې څخه ووتل او پر ځای یې یو نوی هیواد(پاکستان) رامنځ ته شو.)
۴ــ د دوو دولتونو تر منځ هغه مهال تړونونه له منځه ځي چې په تړون باندې عمل ونه شي او پر ځای یې جګړه رامنځ ته شي، د افغان انګریز د دریمې جګړې له امله ټول تېر تړونونه له منځه ولاړل، لکه د انګریزانو د بهرنیو چارو وزیز هملتن ګرانت چې پخپله خوله اقرار کوي او وایي(«برسیره پر دې دغې جګړې (د افغانستان د خپلواکۍ جګړه) ټول پخواني تړونونه منسوخ کړل.»
۵ــ امیرعبدالرحمن خان هغه نقشه نه ده لاس لیک کړي چې کرښه ورباندې کښل شوي ده، په دې مانا چې که نقشه لاس لیک نه وي نو نقشه په نشت حساب ده او کله چې نقشه نه وي هېڅ نه شته. د ملګرو ملتونو د ویانا تړون(۴۷) ماده وایي: هغه نقشه چې په تړون کې د سرحدي کرښې لپاره جوړه شوي وي او په هغې کې تېروتنه(اشتباه) شوي وي د شرایطو د باطلیدو سبب کیږي.
۶ــ د ډیورنډ او نور تړونونه یو اړخیز دي د معاهدې یو جانبیت له دې څخه پوره څرګند دی چې په متن کې پخپله انګریز د امیر پر ځای خبرې کوي، په هره فقره کې د جناب امیرصاحب جمله استعمالول دا مانا لري چې د امیر پر ځای یو بل څوک د ده نظر او تعهد بیانوي... .»
۷ــ د ډیورنډ تړون په متن کې د ډیورنډ کرښه دهند د سرحديپولې په توګه نه یادوي، بلکه دامیرعبدالرحمان خان دقلمرودختیځواو جنوبي سرحدونواوپه دوو حکومتونوپورې د اړوندو نفوذي ساحوحدود بیانوي، هدف دبرتانويآمریت پراخول دي نه دهند سرحد.»
۸ــ هغه سیمې چې د ننه په افغانستان کې پرتې دي انګریزانو په مسلم ډول او عملاً د افغانستان ملکیت پېژندلی دي په دې مانا چې په تړون کې یې امیر عبدالرحمن خان د افغانستان او اړوندو سیمو امیر بللی دی.
۹ــ د ډیورنډ تړون د څلورمې مادې په پای کې راغلي دي: «... د سرحد سره نږدې د موجوده کلیو ځایي حقوق به په نظر کې نیول کیږي.» په داسې حال کې چې دغه کرښه د پښتنو ټول ځایي حقوق تر پښو لاندې کوي په دې مانا چې د کورنېو غړي، خپلوان، ځمکې او د پښتنو کورنیو تګ او راتګ سره جدا کوي.
۱۰ــ د ډیورنډ د تړون فارسي او انګریزي متنونه د انګریزانو لخوا لیکل شوي وو او د کرښې نقشه هم د دوی لخوا کښل شوي وه امیرعبدالرحمن خان په انګریزۍ ژبه نه پوهیده او لږ سواد یې درلود ځکه خو پوهاند کاکړ وایي:«... د امیرعبدالرحمن خان لاس لیک مشکوک دی ... سربیره پر دې د موافقتنامې متن هم مشکوک دی او د انګریزي متن د باور وړ نه دی.»
او په پای کې یو تړون هغه وخت د منلو دی چې د سیمې ډېری خلک یې ومني په دې بنسټ د ډیودنډ تړون په هغو سیمو باندې عملي کیږي چې په عملي توګه د انګریزانو تر نفوذ او ادارې لاندې وي، د تړون په متن کې(نفوذي سیمې) لیکل شوي دي او دا سیمې انګریز ډیورنډ په خپله دې ډول تعریف کړي دي:«تر هغه ځایه پورې چې د سیمې خلک زموږ نفوذ مني او یا موږ خپل نفوذ پر هغو باندې منلی شو» خو د ډیورنډ تړون افغانانو، په ځانګړي توګه کوزو پښتنو تر نن ورځې پورې نه دې منلی داسې چې: دافغانستان دخپلواکۍ جګړه د همدغو پښتنو پر مټ له انګریزانو څخه وګټل شوه؛ د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وخت کې د ډیورنډ کرښې نوم چا نه دی یاد کړی او ډېرو لرو پښتنو د شورویانو سره جګړې وکړې او دا اوس اوس همدغه کوز پښتانه دي چې په افغانستان کې د بهرنیانو او په پاکستان کې د پاکستاني پوځ سره جګړې کوي.
دا چې انګریزانو غوښتل چې په افغانستان کې ټول شوي تړونونه په پرله پسې ډول د افغانستان پر پاچاهانو باندې تایید کړي تر څو قانوني بڼه ورکړي نو لُمړۍ یې د ګندمک تړون شرطونه پر امیرعبدالرحمن خان باندې تایید کړل، داسې چې نوموړي تړون ته یې یوازې یو څه شرایط او نوم وربدل کړل او د ګندمک پر ځای یې د ډیورنډ نوم ورکړ او بیا یې د ډیودنډ تړون پر امیرحبیب الله خان او وروسته یې د امیرامان الله خان پر استازو باندې لاس لیک او تایید کړ، خو دا ډول تړونونه چې د زور او اجبار له امله لاس لیک شوي وي لهآره محکوم او باطل ديچې د دې مطلب یادونه د وېن کنوانسیون په(۶۹) ماده کې هم شوي ده.
سربېره پر دې د تاریخ په اوږدو کې د زورورو(ترهګرو) هیوادونو لخوا پر کمزورو هیوادونو باندې دا ډول غېرې قانوني د زور او جیر تړونونه تپل شوي او بیا رد او باطل شوي دي خو موږ به د هغو څخه څو بېلګې وړاندې کړو:
(۱)ـ په (۱۹۳۹، ز) کال کې نازي جرمني د چکسلواکي ولسمشر (هاشا) په وهلو او ټکولو باندې دې ته اړ کړ چې تړون پرې لاس لیک کړي او د تړون سره سم د بوهم او موراوي سیمې جرمني ته پریږدي او په دې توګه یې د خپل هیواد خپلواکي له لاسه ورکړه، خو د جرمني له ماتي څخه وروسته په دویمه نړیواله جګړه کې د چکسلواکي هیواد خپله خپلواکي واخیستله او هغه له لاسه تللي ځمکې یې بیا تر لاسه کړې، د دې تړون په اړه د نورنبرګ نظامې محکمې په کال (۱۹۴۶، ز) کې پریګړه وکړه چې نوموړي معاهده د فشار او اجبار له امله تر سره شوی وه نو په دې بنسټ باطله ده.
(۲)ـ په کال(۱۹۴۱، ز) کې چې د کامبوجیا هیواد د فرانسې ترملاتړ او واک لاندې ؤ جاپانیانو فرانسویان دې ته اړ ایستل چې د ټایلنډ هیواد سره د کامبوجیا د سرحدونو د ټاکلو تړون، چې په کامله توګه د کامبوجیا هیواد پر زیان ؤ لاس لیک کړي، خو د جاپان له ماتيدو څخه وروسته فرانسې په دې دلیل چې تړون یې د زور او جبر له امله لاس لیک کړی دی، وکولی شول چې په کال( ۱۹۴۶، ز) کې نوموړی تړون باطل او بې اغېزې اعلام کړي.
(۳)ـ په کال (۱۹۰۵، ز) کې کله چې جاپانیانو د کُريې پله ازمینه سیول ونیو، د کُریې هیواد استازي یې داسې یوه تړون ته اړ کړل چې نوموړی هیواد باید د جاپانیانو تر واک لاندې پاتې شي، خو په دوهمه نړیواله جګړه کې د جاپان تر ماتي وروسته، سره له دې چې د تړون څخه(۴۰) کاله تېر شوي وو، په(۱۹۴۵، ز) کې یې نوموړی تړون باطل کړ او د کُریې هیواد خپله خپلواکي اعلام کړه.
(۴)ـ هغه مهال چې د فرانسې پاچاه لُمړی فرانسوا د جرمني امپراتور (شارل کن) لخوا ونیول شو نوموړی یې په کال(۱۵۲۶، ز) کې د مادرید په نوم د تړون لاس لیک کولو ته په زور مجبور کړ، چې له امله یې د کوربني[سیمه] یې له لاسه ورکړه، خو کله چې د فرانسې پاچاه له بنده خوشی شو د تړون له پلي کیدو څخه یې ډډه وکړه او ویې نه منلو.
(۵)ـ بل د زور تړون په کال (۱۹۶۸،ز) کې د پخواني شوروي اتحاد لخوا د چکسلواک پر مسؤلینو باندې لاس لیک شو چې له امله یې د (ورشو اتحاد) ځواکونه په نوموړي هیواد کې ځای پر ځای شول.
له بل پلوه د هیواد واکمنان په نړیوالو اصولو، اسلامي شرعیت او د هیواد له قانون سره برابر نه وو، له دې امله لکه څه ډول چې د نړیوالو اصولو غوښتنه وه او د اسلامي شرعیت او د هیواد د دودیزو اصولو حکم دی، د محمدزیو واکمنانو عمل نه دی پرې کړېاو تر ډېره ځایه یې پر خلاف کړنې ترسره کړي دي.
ــ د اسلامي فقې پر بنسټ د امارت امیر لکه چې د محمدزیو سردارانو ځانونه د افغانستان د امارت امیران بلل باید د لاندې مشخصاتو او مسؤلیتونو لرونکي وي:
اسلام، بلوغ، عقل، آزادي، ذکورت، عدالت، علم، جسمی ځواکمنتیا او روغتیا، د مسؤولیت احساس، کاري وړتیا،(له کفارو سره د خدای په لاره کې جهاد کول، د مسلمانانو له خاورې څخه دفاع او ساتنه) د مشورې منل، زړورتیا، قاطعیت، حلم او تواضع، امانتداري، وعدې ته ژمن پاتې کیدل، صدق او رښتینولي، صبر او تحمل، عفوه، د رهبرۍ استعداد، د تنفیذ قدرت، د زړه پاکوالی، د وجود د غړو سلامتیا، عِفت، د قریشو نسب او د امارت لپاره د حرص نه درلودل دي.
د نړیوالو، اسلامي او پښتونولۍ اصولو پر بنسټ، واکمن باید قانوني او په پوره مشروعیت سره واک ته رسیدلی وي، په دې مانا چې د زور او یا د کودتاګانو له لارې یې قدرت نه وي تر لاسه کړی، (لکه محمدزیو چې له سدوزیو څخه د کودتاګانو له لارې د پاچاهۍ واک تر لاسه کړ.)
ــ دکمزوري هیواد واکمن باید په خپل هیواد کې آزاد، خپلواک او د هیواد ځواک او اختیار په لاس کې ولري، (نه د شجاع الملک په شان بې واکه او شړل شوی پاچاه، یا د امیرمحمدیعقوب خان په شان اسیر شوی امیر او یا هم د امیرعبدالرحمن خان په شان ګوډاګی.)
ــ واکمن باید رشوت خور نه وي او د خپلو شخصي ګټو لپاره د هیواد ګټې قرباني نه کړي. (لکه امیرعبدالرحمن خان چې د افغانستان خاوره د (۱۸) لکو روپیو په بدل کې خرڅه کړه.)
ــ واکمن باید د بهرني ځواک پر مرسته قدرت ته نه وي رسیدلی او د بل هیواد لاسپوڅی او ګوډاګی نه وی، (لکه شاه شجاع او امیرعبدالرحمن خان.)
ــ واکمن باید په عقلي او روحي او یا په داسې ناروغیو باندې اخته نه وي چې له امله یې په سمه توګه فکر نه شي کولی، (لکه امیرمحمد یعقوب خان.)
ــ او په پای کې لاس لیک شوی تړون باید د لویې جرګې یا د خلکو د استازو لخوا ومنل شي.
د ډیورنډ او له هغه څخه په وړاندې تړونونو کې پورته یادې شوي ځانګړنې(خصوصیات) نه شته او له بلې خوا امیرعبدالرحمن خان له آره یو ترهګر او چرسي پاچاه ؤ او په پښتنو کې متل دی(چرسي سړی نه سړی) نو د ډیورنډ تړون د یو چرسي او (نه سړي) لخوا لاس لیک شوی دی، دا ډول یو غاصب، ترهګر او تش په نوم امیر دا واک نه لري چې د افغان خاوره خرڅه کړي او د افغانانو یوه لویه برخه خلک له خپلو وروڼو څخه جدا کړي، د پورته ټولو دلایلو او اسنادو پر بنسټ نوموړی تړون اصولاً هېڅ قانوني جنبه نه لري یوازې د توطیه ګرو انګریزانو د یو وږد مهالي شېطاني پلان یوه برخه وه چې له دې لارې له افغان اولس څخه د خپلو بې مثاله شرموونکو ماتو بدل واخلي. (افغان، انګلیس لُمړۍ جګړه، ۱۸۳۹، ز- او دوهمه د میوند جګړه، ۱۸۸۰، ز).
(۴)ــ د ډیورنډ تړون په اړه د لرو پښتنو غبرګون
کله چې له کرښې آ خوا پښتانه قومونه په ځانګړي ډول د وزیزستان خلک د امیرعبدالرحمن خان او انګریز ډیورنډ له تړون څخه خبر شول نو د پکتیا والي ته یې خپل استازی راولیږه او پوښتنه یې وکړه چې که دا تړون رښتنی وي او د دوی ځمکه یې انګریزانو ته ورکړي وي نو موږ د انګریزانو اطاعت نه کوو، د پکتیا والي یې په ځواب کې وویل چې دا خبره رښتیا نه ده او زه تر اوسه خبر نه یم.
خو دا چې امیر له دا ډول لیکونو څخه خبر شو نو خپلو کسانو ته یې وویل:«د وزیرو خلکو ته ووایئ چې پرته له دوه سیمو، مرغه او برمل څخه نورې د وزیرو، داوړو او مسیدو (ټول وزیرستان) ځمکه د انګریزانو په دولت پورې تړاؤ لري، ځکه چې نوموړو خلکو له تیرو (۱۴) کالو راپه دیخوا یې والا حضرت امیر خواشنی کړی دی(!) که څه هم له دوی سره یې ښېګڼې وکړې او هر څومره نصیحتونه یې چې ورته وکړل پوه نه شول، نو له ناچارې څخه یې د دوی ملکیت(خاوره) د انګریزانو دولت ته ورکړه. (!!؟؟) او والاحضرت پرته د برمل، مرغې او نورو سیمو خلک چې د کرښې دې خوا ته پراته دي، د نورو سیمو خلک چې د کرښې آ خوا اوسیږي په کار کې کار نه لري.
وروسته له هغې چې امیرعبدالرحمن خان د کوزو پښتنو خاوره پر انګریزانو باندې خرڅه کړه نو کوز پښتانه په ځانګړي توګه د وزیرو آتل قوم د انګریزانو پر وړاندې تر پایه پورې جګړې ترسره کړې، ملاصاحب پیونده او حاجې صاحب میرزاعلي خان د انګریز نړیوال ترهګر استعمار سره داسې جګړې وکړې چې ټوله نړۍ ورته حیرانه وه، کله چې انګریزان د کوزو پښنتو له سخت مقاومت سره مخ شول نو امیر ته یې وویل چې د ډیورنډ تړون په اړه دې په ټولو سیمو کې اعلامیې خپرې کړي تر څو خلک پوه شي چې د کوزو پښتنو خاوره د امیر له خوا دوی ته ورکړ شوي ده امیر همداسې وکړل، امیر د کرښې دننه خلک غلي کړل خو د ده اعلامیو له کرښې آ خوا کار ورنه کړ، لکه څرنګه چې لږ وروسته د مسیدو قوم په واڼه کې د انګریزانو پر پوځي ټولګیو بریدونه ترسره کړل او یوه ټولۍ انګریزي عسکر یې ووژل او یو شمېر نور عسکر او افسران یې ټپیان کړل او د دښمن په پوځي دیپوګانو پسې یې اورونه واچول او (۱۵۰) میله انګریزي توپک یې غنیمت کړل.
انګریزان تر هغې پورې ورخطا شول چې څلور غُنډه تازه دمه عسکر او توچې ځواکونه یې له آټک څخه د جګړې ډګر او تنکیو(تنګې دري) ته ولېږل تر څو خپل ځانونه وساتي، خو د مسیدو قوم د ملاپیونده په مشرۍ ملي پاڅون وکړ او پر انګریزانو باندې یې بریدونه وکړل او دښمن ته یې سخته مرګ ژوبله واړوله چې له امله یې دښمن په شاتګ ته اړ شو، د هند وایسرای شخصاً له کلکتې څخه پېښور ته راغلو او د لنډي کوتل کرښه یې وکتله وایسرای د مومندو خلک د پیسو په بدل کې اطاعت ته دعوت کړل خو خلکو د ملا محمدقدیم د ملاخېل زوی په مشرۍ د انګریزانو دعوت ونه منلو او په موسی خېلو، ګداخېلو او عیسی خېلو، سپین تنګې (سپیدتنګي) کې یې د هغو خانانو کورونه وسوزول چې د انګریزانو پلویان وو ، دا شان د مومندو د قوم خلکو د انګریزانو پر عسکرو باندې د کرښې د تېرولو په وخت کې یرغل وکړ او په ټوله سیمه کې د خلکو مقاومت دوام درلود.
داشان د باجوړ، کُرمې، تیرا، وزیرو، مسیدو او نورو قومونو لخوا کابل ته پرله پسې خپل غوښتن لیکونه رالېږل او له امیر څخه ته یې خپلې وفادارۍ څرګندولې او هم یې له انګریزانو څخه د خلاصون غوښتنه کوله، له بده مرغه چې امیر د ډیورنډ تړون په بنسټ ظاهراً مرسته ونه کړه.
ملاپیونده مسید په پکتیا کې د خلیفه نورمحمد (د پېښېو لیکونکي) په واسطه امیر ته یو لیک په دې مضمون لیکلی ؤ:«د مسیدو قوم او یو شمېر نور خلک زما تر مشرۍ لاندې راټول شوي دي دا چې د فرنګیانو امرمنونکي نه یو نو په هرو لسو کورنیو باندې یو تن وسله وال سړی مې پرې منلی دی، هیله مند یم چې یوازې د خدای او د پېغبر د رضأ لپاره له ما سره مشوره وکړئ، تر څو د کافرانو له شر څخه خلاص شو، ځکه چې واک ستاسو په لاس کې دی نو که امیرصاحب زموږښېګڼه وغواړي او زموږ د کار سپارښتنه وکړي د ده حکم د سر په سترګو منو په دې شرط چې د انګریزانو له حکومت څخه خلاص شو.»
امیر پخپل قلم د ملاپیونده په ځواب کې ولیکل:«ملاپیونده دې د خدای په امان کې وي. هغه لیک چې تاسو خلیفه نورمحمد ته رالیږلی ؤ هغه یې ما ته راولیږه، ستاسو له ټول حال څخه خبر شوم، نو اوس تاسو ته لیکم چې: په تیرو (۱۵) کالو کې چې ما هر څومره هلې ځلې وکړې تر څو د وزیرو او مسیدو خلک د خدای او رسول احکام ومني(!)، خو ستاسو ملایانو او ملکانو خلک تېر ایستل زما خبرې یې نه اوریدلې، خپل دین دنیا یې خراب کړل، اوس نو د دې ځای نه دې پاتې چې تاسې بیا زما کسانو ته لیک ولیکئ، تاسې پخپله په خپل کار باندې پوهېږئ، ستاسو د پوښتنې ځای له ما سره نه شته، څه چې د ځان لپاره ښه ګڼئ هغه وکړئ. که د خبرو ویل وي نو په تېرو (۱۵) کالو کې ویل شوي دي، اوس د خبرو کول خوشی کار دی تاسې پوهېږئ او خپل کار مو، خدای دې درته خیر کړي.»
ملاپیونده بیا یو لیک خلیفه نورمحمد ته په دې توګه ولیږه:« له اویازرو کورینو څخه مې اوه زره کسان د جګړې لپاره راټول کړي دي او پخپلو کې ژمن او په قرآن مجید یې لوړه کړي ده چې که امیر وغواړي موږ به ټول کابل ته ورشو او غزا به کوو.» دا چې د ملاصاحب پیونده لیک ته مثبت ځواب ورنه کړی شو نو د دوړو د قوم خلک له انګریزانو سره ونښتل، او ملاپیونده له (۲۰۰۰) تنو وسله والو مجاهدینو سره یو ځای (پکتیا) ته راغلل په داسې حال کې چې سردارګل محمدخان او امیر د دوی څخه انکار کولو، راغلو خلکو سردار ګل محمد خان ته وویل:«د مسیدو او دوړو ځمکې دي والا حضرت د انګریزانو له تصرف څخه وباسي، خو که دا نه کیږي نو هغه ځمکې دې وپلوري تر څو افغانستان ته راشو او د اسلامي دولت تر حاکمیت لاندې خپل ژوند تېر کړو، که دا هم نه کیږي نو ټول خلک دې افغانستان ته هجرت وکړي.»
د ملاپیونده په ځواب کې سردار هېڅ ونه ویل او ملاپیونده د(۲۰۰۰) وسله والو کسانو سره راساً کابل ته ولاړ او له امیر سره یې ملاقات وکړ، که په پټه یې هر څه ویلي وي، وي به، خو امیر په ښکاره وویل چې: د وزیرو، مسیدو کاڼیکورم، بړیڅي، بلوڅ، اڅکزي او نور چې وروسته د حدودو له ټاکلو څخه یې ځمکې د افغانستان له ځمکو څخه جدا شوي او د انګریزانو د نیول شوي خاورې سره یو ځای شوي دي، نو که په خپلو سیمو کې استوګنه ورته مشکله وي پخپله خوښه دې افغانستان ته مهاجرت وکړي او د دوی د اړتیا سره سم به په افغانستان کې د دولتي ملکیت څخه ځمکې ورکړی شي تر څو خپل ژوند وکړي.»
ملاپیونده له خپلو کسانو سره بیرته ولاړ، د کابل خلکو چې د دوی دا حالت ولید ویې ویل: افسوس پر داسې زړور ملت چې له هیبته یې انګریزان ډاریږي خو خپل پاچاهان یې په قدر او ارزښت باندې نه پوهیږي، ملاپیونده ولاړ او انګریزانو له ده څخه په لیکلي توکه غوښتنه وکړه چې دوی ته غاړه کیږدي، خلکو د انګریزانو اطاعت ونه مانه او ملاپیونده تر مرګه پورې له دښمن سره جګړې وکړې.(۱۹۱۴،ز) او دې ده زوی ملافضل الدین د ده ځای ناستې شو او انګریزانو د دې آتل پر مړینه باندې خوشالي ښکاره کړه.
ایپي فقیر: د کوزو پښتنو یو بل آتل، حاجي صاحب میرزاعلي خان دی چې تر مرګ پورې یې د انګریزانو سره جګړې وکړې او د ده آتلولیو ته د نړۍ ډېرو لویو قدرتونو په درنه سترګه کتل، د حاجي صاحب د جګړو معلومات به د دې کتاب د (عادلانه جګړې) په برخه کې راشي.
د لیکنې په بله برخه کې د امیرعبدالرحمن خان په مرګ باندې خبرې کوو